زندگی

دليک پاې !


لنډه کيسه : محمد اکبر کرگر

 

نه٫ نه ٫ همدې و٠ همدې له ماسره په کوټه کې اوسيده٠ په کوټه قلفي کې و ٠

-ته څوک يادوي ؟

-همدا چې سرباز يې نوم واخيست ٠

-څوک ؟

-سربلند !!

په حيرانۍ مې وپوښته : نو هغه څه شو ؟

-دهغه کيسه ډيره اوږده ده ٠ کيسه يې ډيره اوږده ده ٠ ته اوس چوپ شه دلته عسکر گرځي چې خبرې مو وانه وري ٠

سرباز بيا بهر څو وارې دسربلند نوم واخيست ٠ تورن صمد دهغه دنوم په اوريدو سر وخوځاوه ٠ څه يې ونه ويل ٠

۞۞۞

دحوت دمياشتې وروستۍ جمعه وه ٠ تنکۍ غرمه لگيدلې وه چې دزمانخان کلا دخاورين اوددوړو اوخاورو ډک سړک نه په تنگو کوڅو چې سرونه يې دکلي له نسه په يو شان بهر راوتلي و٫ په منځ کوڅه ورننوتم ٠ ښايسته داوږدې کوڅې له نيمايې نه زيات ورننوتم چې دهغه دکور دمخې دروازې ته ودريدم ٠ په لويه دروازه کې ديوستوى کوچنۍ کړکۍ پر تمبه چې يو تن په کې په اسانۍ ننوتلى شو داوسپني يوه ټوټه دټک ټک له پاره زوړنده وه ٠ هغې ته مې زور ورکړ ٠ له دننه دپښو اواز واوريدل شوه ٠  غږوشو ٫ درغلم ٠

هغه راووت ٠ له روغبړ نه وروسته په کوټه کې کښيناستو ٠ بيرته له کوره راووتو ٠ اودزمانخان کلا له تنگو کوڅو څخه خاورين اوددوړو ډک سړک ته راووتو ٠پسرلى په لگيدو ٠ هوا دچا خبره ماته شوې وه ٠ شين اسمان اوځلانده لمر وينځلې هوا ځانگړي اغيز درلود ٠ خو بوږنوونکې فضا دويرې اوترهې نه ډک ماحول هر څه پردي کړي وو٠ موږ دواړه له تنگې کوڅې دسړک سورورې غاړې ته راووتو ٠

موټر ته تم شو سړک دوړو اوگرد نيولې و ٠ دښاريانو ذهني فضا هم داسې تته اونا روښانه وه ٠ کله چې به موټر تير شو ددوړو يوه اوږده ليکه به يې په ځان پسې راکښله ٠ ځيني لاروي ورسره عادت وو٠ خو ځينو به بيا دسمال اويا دڅادر پيڅکه تر سږمو نيولې وه ٠ مخ به يې پټ کړې و٠ چې گر د اوخاورې  يې په سږمو کې داخلې نه شي ٠

خو زه دسربلند کيسه کوم ٠ هغه جگ نرى زلمى و ٠ نري بريت يې دمخ دراوتلو بارخوگانو له پاسه دليکاڼي دښکلي خط په څير بريښيدل ٠ ببراوښه ببر ويښتان يې پر اوږو پراته و٠ دچپه تڼۍ خت يې په غاړه و ٠شميرلې خبرې يې کولې ٠ په حساب گړيده ٠ په حالاتو يې خبرې کولې ٠ له مانه يې دخپلې مينې رازونه هم پټ نه ساتل ٠ دگاونډۍ پيغلې سره يې دخپلې مينې په باب ډير څه وويل ٠ هر وخت به يې دهغې خبرې کولې خو داوار يې ډير څه وويل ٠ کورنۍ هم راضي وه چې اوس دچا خبره دهغه پښه بنده کړي ٠ داوخت هغه خپلې زده کړې پاې ته رسولې وې ٠ په راډيو تلويزيون کې يې په کار پيل کړې و ٠ اوله خپله کاره هم ډير خوشحاله مالوميده ٠ له خپله کاره اوله خپلې مينې ٠ 

په خبر خبرو کې دبس تم ځاى ته ورنږدې شو ٠ بيا بيا يې دحالاتو يادونه وکړه ٠ همدومر ه يې وويل: زموږ ډير دوستان اوملگرې يې بنديان کړل ٠ډير لانتي سړى دى ٠ بي رحمه جلاد دى ٠ ٠٠ دوخت واکمن ته يې اشاره وه ٠

           په خبرو کې د بس تم ځاى ته ورسيدو ٠ غاړه مو سره ورکړه ٠ خداى پاماني مو وکړه ٠ په بس کې يوې څوکۍ ته کښيناستم ٠ هغه ستون شو ٠ له ليرې مې کاته چې يو وار يې بيا شاته وکتل ٠ ببر سر يې دولو په منځ کې راستون کړ اوبيا يې لاس وخوځاوه ٠ په دې هيله چې ژر ووينو ٠ اوبيا ووينو ٠ گاډي حرکټ وکړ ٠ په دوړو کې ورک شو ٠ گاډى پنا شو ٠ هغه هم په کوڅه کې ننوت ٠ اوبيا مو سره ونه ليدل ٠ زه له څو بسونو دبدلولو ورسته کورته ورسيدم ٠ خو دهغه خبرې اوانديښنې مې  همداسې پر سر کې تاويدلې ٠ ((٠٠ داسپي موږ نه پريږدي ٠٠ زموږ پايڅو ته خوله رااچوي ٠ موږ زوروي ٠ بنديانوي ٠ اوشکنجه ٠٠))

له زمان خان کلا نه تر ميرويس ميدان پورې په ټوله لاره کې دهغه دمانا داره خبرو سره په سوچونو کې زنگيدم ٠ دهغه خبرو دشپې هم خوب ته پرې نه ښودم ٠خوب نه راته ٠

اونۍ دوه وروسته زه هم جيل ته ولاړم ٠ دجيل فضا ډيره ځوروونکې وه ٠ په جيل کې مو بهر انگړ ته دوتلو اجازه نه درلوده ٠ شپه اوورځ به دجيل په چټل اوبويناک دهليز کې پراته وو ٠ پنجرې به راپسې تړلې وې ٠ هره جمعه به دبنديانو پايوازان راتلل او په وار به يې دهر چا نوم اخيست ٠ ټول بنديان به خپلو نومونو اخيستلو ته غوږ وو ٠

 

څو مياشتې وروسته کوټه قلف دهليز ته يوړل شوم٠ هلته په يوه تنگه کوټه کې چې ايله بيله څلور تنه به خوا په خوا سره ځاييدل ٫ پريوتلو ٠ سرباز يو نوم واخيست ٠ سرباز دعادت له مخي دا نوم څو وارې تکرار کړ ٠ سربلند ٫سربلند ٫!

خو دنامه ځواب چا ونه وايه لکه چې دلته نور سربلند نه و ٠ لکه چې سربلند هماغه يو کس و ٠ چې اوس نه و ٠ لکه چې دنورو سرونه دهغه په څير جگ نه و ٠ خو په هر حال دلته نور سربلند نه و ٠   

خو دنامه په وړاندي څوک پيدا نه شول ٠ ارومرو چې دهغه پايواز به هغه ته جامې هم راوړې وې ٠ دا کار څو څو وارې تکرار شوې و ٠ دهغه پايواز به څو څو وار ې ناهيلى ستون شوى و ٠ اوپه کور کې به يې دهغه بوډۍ مور ته څه ويلي و؟ ددې تصورکول  نو بيله  اوجلا خبره ده چې څنگه چا کولې شول دهغه زړه خوږې مور ته قناعت ورکړي٠ ما ته هغه مهال دا ټولې پوښتنې په مخ کې ودريدې ٠

ناڅاپه مې له خولې ووتل ٠ دا به هماغه سربلند وي ٠ هماغه زموږ سربلند ٠ هماغه زلمى سربلند ٠ اوپه زړه کې مې دهغه دليدو تنده يو وار بيا په غزونو شوه ٠ کوم سربلند ؟ دنوم په اوريدو مې بيا ذهن دزمانخان کلا تنگو کوڅو ته ننوت٠ ديو ښکلي ځلمي سره په خبرو بوخت شوم ٠ بس ته تم شوم٠ ودريدم ٠ بس حرکت وکړ ٫ ما مخ بيا واړاوه٠ هغه له ليرې مخ راواړاوه٠ لاس يې وخوځاوه ٠ خو نه٠ نه   ٠ نه خو  بس بيرته شاته راغىاونه  خو هغه له تنگو کوڅو بيرته راووت همداسې په تنگو کوڅو کې دتورتمونو ٠٠٠٠٠اوترگميو په کوڅو کې ٠

۞۞۞

کوته قلف ته نوي راغلي افسر تورن صمد وويل : هغه زه پيژنم ٠ زما ملگرى و ٠ له ماسره په دهمزنگ کې په يوه کوټه کې و ٠ د صدارت  په کوټه قلفۍ کې  هم يو ځاې و ٠ دى هماغه سربلند دى ٠ داچې سرباز يې ورته نوم واخيست ٠

اوس يې هم يوه نښه له ماسره شته ٠ دډيرو خطرونو سره سره مې له لاسه ورنه کړه گوندې که ژوندى  له  زندانه ووځم چې  مورته يې وروسپارم ٠

ما دصمد خبره ونيوله ترې ومې پوښتل :

 ښه ته دسربلند نوره کيسه وکړه ٠

هغه زياته کړه : موږ په يوه کوټه کې و ٠ يوه ورځ ماښام يې هغه کوټې ته راننويست ٠ خبرې يي نه شوې کولاى ٠ هغه يي ډير وهلې اوټکولې و٠ دبرښنا مزي يې ورته په پښو کې ورکړي وو ٠ په کاليو يې دوينو رټې پرتې وې ٠ زموږ کوټه دخطرناکو بنديانو دکوټې په نوم ياديده ٠ ويل کيدل چې دلته درژيم پر ضد خطرناک بنديان دي ٠ نو ځکه درژيم لوړپوړوپخپله تحقيق کاوه ٠ سربلند يي هم په پوځ کې دکارکولو په تو ر نيولي وو ٠ په اوله شپه يې دوهلو اوبرښنا له امله خبرې نه شوې کولى ٠ ډير وروسته په خبرو راغى ٠ څو ورځې يې څه شى نه وو خوړلي ٠ نار نهور و٫ اوله دې سره شکنجه شوي  هم و ٠ ماترې وپوښتل :

 څه يې ترې غوښتل :

صمد وويل : لست يې ترې غوښت ٠ دافسرانو لست ٠ همدومره پوه شوم چې هغه اوڅو تنه نور استادان يې دکودتا په تور بنديان کړي و چې په پوځ کې کار کوي ٠

پوښتنه يې ترې کوله : وروڼه دې چيرې دي ؟

ملگري دې کوم دي ؟ له چا سره روابط لرى ؟ اوداسې نور ٠٠٠

په اخيره شپه له وهلو گونگى شو ى و ٠ په ډير کړاو يې  په پنسل يو ليک وليکه ٠ پر مايې ټينگه وکړه چې هرو مرو يې دهغه کورته وسپارم ٠ هغه پنسل په گوتو کې نه شو نيولى٠ گوتي يې پړسيدلې وې ٫ برښنا يې گوتې پړسولې وې٠ خو ددې پرزې له راکولو وروسته ورپسې عسکر راننوت  ٠هغه يې په څنگلوکې ونيو او کش يې کړ ٠ اوپه زوره يې تور موټر ته پورته کړ ٠  بيا راستون نه شو ٠ ويل کيدل چې مرگ اووژلو ته بنديان له لسو بجو وروسته له کوټو ويستل کيدل اوبيرته نه راستنيدل ٠ مايې ليک وپوښته چې څه شو :

- فکر کوم چې ليک به اوس هم له ماسره وي :

صمد له ځايه پورته شو ٠ دکوټې په ديوال کې لوړې  کړکۍ ته ودريد٠ کړکۍ ته  ايله بيله دسړي سر وررسيده ٠ اخوا دې خوا يې وکتل بيرته کښيناست ٠

وې ويل :څو ک نشته ٠ دکاليو غوټه يې را پرانيسته پرتوگ يې ترې راوويست ٠ دپرتوگ واښ په غل بازي کې يې گوتې ننويستې ٠ يوه کوچنۍ پرزه يې ترې راوويسته اوماته يې راکړه ٠ ويل يې دا گوره امانت دى ٠ دا ورکه نه کړې ٠ژر يي بيرته راکړې چي که ازاد شوم  بايد دهغه مور ته يې  وسپارم ٠

په کوچني ليک کې يې ليکلي و :

گراني مورې ٠ اودکور ٠٠٠٠

سبا ته دنوي کال لومړۍ ورځ ده تاسې ته مبارکې وايم ٠ مانن شپه چانواري کوي ٠ زه په دې خبره ښه پوهيږم چې دوې مانه پريږدې ٠ خو ما داسې څه نه دي کړي چې زه پرې وشرميږم اوپښيمانه شم ٠ ما اصلا کوم کار نه دى کړى ٠ دوې غوښتل چې له ما اوله نوروکسانو  ددروغو سند واخلي ٠ خو وايې نه اخيست ٠ هر څوک په ژوند کې يوه لاره غوره کوي ٠ زه هم ديوې لارې سړى ووم ٠ اوس زه دلمر خاته پر لور خوځم ٠ مورې دوعا راته کوه ٠ ملگرې ته مې  ډيره مينه٠ مخ يې دوروستي وار له پاره ددې ليک دتورو  په وسيله ښکلوم ٠ پر ما پسې مه خپه کيږۍ٠ په جگو سترگو له تاسو سره په خوبونو اوخيالونو کې ٠

 دليک په خلاصيدو سره زما ستونى وپړسيد ٠ صمد ددروازې ښکالو واوريده ٠ کاغذ يې ژر دبالښت لاندې کړ ٠ عسکر راننوت ٠ اوصمد يې هم په توره شپه له کوټې وويست ٠اوبيا يي پته ونه لگيده ٠  

٢٠٠٥ کال اپريل ٤