زندگی

يادونه :که څوک د ژوند ليک د کاپي کولو نيت لري نو د سرچينې په يادلو سره ئې اخيستلای شی

صديق الله بدر:

د ارواښاد علامه رشاد ليکوالي او اثار



 استاد رشاد په 1313 لمريز كال كې د شعر او ادب دنيا ته مخه كړې او له هغې مودې تر اوسه يې ډېر ارزښتمن اثار افغاني ټولنې ته ډالۍ كړي دي .
په ليكوالۍ كې لنډ، خواږه او په تول برابر ليكل د استاد د نثر يوه په زړه پورې ځانګړتيا ده ، استاد ډېر اوږده مسايل په ډېرو لنډو او خوږو الفاظو او جملو كې رانغاړي او هره ليكنه يې روزنيزه تومنه لري.
استاد ډېرځله په داسې موضوعاتو ليكنې كړي چې ليكلو او سپړلو ته يې ډېره اړتيا احساس شوې ده.
استاد په ليكوالۍ كې څيړنيز نثر غوره ګڼلى او دا هڅه يې كړې چې په خپل نثر كې ټول څېړنيز ارونه مراعات كړي، په څېړنيز نثر كې استاد خپل ځانګړى ميتود او لاره لري، په دې برخه كې ډېر دقت، احتياط، وضاحت او توضيح د هغه د نثر عمده ځانګړنې دي. استاد بېنوا په اوسني ليكوال لومړي ټوك كې دې خبرې ته داسې اشارې لري "لكه څنګه چې د رشاد صاحب د خبرو لهجه ډېره سنجيده او متينه ده، همدغه شان يې په ليكنو او شعرونو كې سنجيده ګي او متانت پټ دى". ساده ګي، رواني او وضاحت د استاد د هرې نثري بېلګې ( كه هغه څيړنيزې وي او كه هنري) څرګنده نښه ده او له همدې امله د ګڼو ليكوالو د نثري بېلګو په كتار كې د هغه ليكنه له ورايه پيژندله كيږي.
استاد په لسګونو عنوانه كتابونه لري چې له هغې جملې څخه كابو 30 اثره يې چاپ شوي او تر 62 ډېر اثار يې ناچاپه پراته دي. پر ځانګړو اثارو سربېره د استاد په سلګونو مقالې او ليكنې په غېر موقوته خپرونو كې خپرې شوې دي. د استاد لومړنۍ ليكنه په 1317 لمريز كال په طلوع افغان كې او تازه ليكلې شوې مقاله يې د رشاد مجلې په همدې (دوهمه) ګڼه كې چاپ شوې ده.
دا چې ولې د استاد د چاپي اثارو شمېر كم دى، ارواښاد سرمحقق محمدصديق "روهي" په خپل كتاب د ادبياتو تاريخ په اوسنۍ دوره كې داسې ځواب وركړى دى "علت يې دا دى چې ده ته د خپل نفس مناعت اجازه نه وركوله چې د كتاب د چاپولو غوښتنه وكړي، اكثره كتابونه يې د علمي موسسو په غوښتنه چاپ شوي دي".
استاد هيڅكله هم پخپله د خپلو اثارو او ليكنو د چاپ په خاطركومې مرجع ته مراجعه نه ده كړې. ډېر ځله داسې پېښ شوي چې ډېر شمېر خواخوږي فرهنګيان، د استاد اراد تمندان او علمي موسسې له ډېر ټينګار وروسته په دې توانېدلي دي چې له استاد نه يو كتاب واخلي او چاپ يې كړي.
استاد په دې برخه كې په دې باور دى چې ده خپل كار كړى، خپلې ژبې، فرهنګ او ملت ته يې غاړه خلاصه كړې، اوس د ملت وار دى چې هغه دې هم له خپل توان سره سم خپله غړۍ دنګه كړي. په دې كې خو بېا استاد ځوانانو ته ډېر هيله من دى او ډېر حساب پرې كوي، لكه چې پخپله وايي:"خو اوس؛ مګر ځوانان توفيق پيدا كړي، هغه اثار چاپ كړي او له اتلافه څخه دې وساتي "( استاد له ګوربت مجلې سره په مركه كې)
استاد د خپل روښانه فرهنګي ژوند په بهير كې داسې ازښتمن اثار كښلي چې هر اثر به يې راتلونكو نسلونو ته د مشال او لارښود په څېر وي او راتلونكى نسل به ددغه مشال په رڼا كې خپل مزل لنډ وي.
زه غواړم چې دلته د استاد پر چاپ او ناچاپه اثارو د موضوعي وېش له مخې لنډه - لنډه رڼا واچوم چې زما همځولى نسل هغه اثار يو څه وپيژني او په اهميت يې خبر شي.
استاد په خپلو څېړنېزو كارونو كې تاريخ او تاريخي مسايلو ته پوره پاملرنه كړې او د تاريخ تياره ګوټونه يې راڼه كړي او په دې برخه كې يې يو شمېر ځانګړي اّثار كښلي دي چې لومړى به يې چاپ او بېا ناچاپ اثار سره وشمېرو:
چاپ شوي اّثار:
1- لودي پښتانه: دغه كتاب چې په هند كې د لودي سلطنت او كورنۍ په اړه بحث كوي په 1336 لمريز كال د پښتو ټولنې له خوا د زرو ټوكو په شمېر په (351) مخونو كې چاپ شوى دى دا د استاد لومړنى چاپي اثر دى.
2- د څمكنو ميا عمر: دغه اثر چې د دوولسمې هجري قمري پېړۍ د نامتو عالم او ولي مياعمر په ژوند او اثارو رڼا اچوي په 1360لمريز كې په 94 مخونو كې د علومو اكاډمۍ له خوا چاپ شوى دى.
3- د پاني پت قهرمان يا لوى احمد شاه بابا د خلكو په نظر كې: دغه كتاب په 1370 لمريز كې زر ټوكه د علومو اكاډمۍ له خوا د پوهنې په مطبعه كې چاپ شوى دى. په دغه كتاب كې د څه باندې 40 تنو داخلي او بهرني ليكوالو موافق او مخالف نظرونه راټول شوي چې مخالف نظرونه پكې په پخو دلايلو رد شوي دي.
4- در باره ظفر نامه اكبرى و ناظم اّن:
دا په پاړسي ژبه د استاد يو تاريخي كتاب دى چې په 1365 لمريز كې زر ټوكه د علومو اكاډمۍ له خوا چاپ شوى دى. په دغه كتاب كې د ظفر نامه اكبري تېر وتنې په ګوته شوي دي.

ناچاپ اثار:
1- لودي پښتانه دويم ټوك:
دغه قلمي اثر 355 مخه دى او په هغه كې په هند كې د لودي سلطنت او كورنيو په باره كې معلومات راغلي دي.
2- سوري پښتانه:
دغه اثر 400 مخه دى او په هغه كې د سكندر له وختو په هند او افغانستان كې په سوري پاچهيو، سلطنت او مشاهيرو باندې رڼا اچول شوې ده او په ترڅ كې د سوري كلمې د تسميې وجهه بيان شوې ده.
3- غالب جنګ نواب احمد خان بنګښ او د هغه كورنۍ:
دغه كتاب 100 مخه دى او په هغه كې د پاني پت د مهورې غزا د لوى غازي نواب احمد خان بنګښ او د هغه د كورنۍ په باب معلومات وركړل شوي دي.
4- ملي قهرمان غازي اكبر خان:
دا اثر 25 مخه دى او په هغه كې د افغانستان د ملي اتل غازي وزير محمد اكبر خان ژوند او كار نامې بيان شوي دي.
5- شمس الكفات خواجه بزرګ احمد بن حسن ميمندى:
دغه اثر 75 مخه دى او په هغه كې د سلطان محمود غزنوي او مسعود غزنوي د سلطنت دلوى او با تدبيره وزير احمد بن حسن ميمندي پر ژوند او هاند و هڅو رڼا اچول شوې ده.
6- سردار محمد داود خان شهيد:
دغه كتاب په 60 مخونو كې د سر دار محمد داود خان ژوند پېښې بيانوي.
7- اعليحضرت امان شاه غازي:
دغه اثر په دريو ټوكونو كې چې ټول 190 مخه كېږي د اعليحضرت غازي امان الله شاه ژوند پېښې او كار نامې بيانوي.
8- امين الملك ګل محمد غوريا خېل بابړ او د هغه كورنۍ:
دغه اثر 209 مخه دى چې په ترڅ كې يې د امين الملك ګل محمدغوريا خېل په باب چې د فاضل استاد له نيكونو څخه دى، رڼا اچول شوې ده.
9- ابوبكر صديق((رض)):
دغه رساله 45 مخه ده او په هغه كې د حضرت محمد"ص" له يارانو څخه د حضرت ابوبكر صديق ژوند او كار نامې راغلي دي.
10- د كارنامو مېرمنې:
دغه رساله په 50 مخونو كې پنځه ويشت هغه پخوانۍ او اوسنۍ مېرمنې په نثر او نظم راپېژني چې د وطن په اّزادۍ او اّبادۍ كې يې له ځانه كارنامې ښودلي دي. د يادونې وړ ده چې په دغه رساله كې هغه درې تنه هندي ميرمنې هم شاملې دي چې په پښتنو كورنيو پورې متعلق وې. دا رساله اوس هم تر تاليف لاندې ده.
11- د كندهار تاريخ:
دغه اثر دوه ټوكه دى چې لومړى ټوك يې په 700 مخونو كې د كندهار لرغونى تاريخ او دوېم ټوك يې په 800 مخونو كې د طاهر يانو له وخته د كندهار تاريخ بيانوي.
12 ? د كندهار زيارتونه:
دغه اثر 450 مخه دى او تقريباً 200 هغه زيارتونه په كې معرفي شوي چې په كندهار كې وو او شته دي.
13- پښتانه مشاهېر:
حافظ رحمت خان بړيڅى او د هغه كورنۍ :
دغه اثر 128 مخه دى او د دوولسمې هجري قمري پېړۍ نوميالى شخصيت حافظ رحمت خان بړيڅى او د هغه كورنۍ راپېژني.دغه اثر اوس اوس تر چاپ لاندې دى.
16- د احمد شاهي عصر نوميالي:
نوموړى اثر دوه ټوكه دى، لومړى ټوك يې هغه برخه ده چې داحمد شاهي شهنامې د تعليقاتو په نامه راغلې ده. دوېيم ټوك يې له احمد شاهي شهنامې پرته نور نوميالي راپېژني.دغه اثر ټول 650 مخه دى.
17- تاريخي جغرافيه:
دغه اثر دوه ټوكه دى، چې په ترڅ كې يې د افغانستان د ځينو سيمو تاريخي بهير، د تسميې وجهې، نومونې او د نومونو تحولات راغلي دي. لومړى ټوك يې 148 مخه او دوېم ټوك يې 355 مخه دى.
ژبپوهنه:
په ژبپوهنه كې د استاد اثار د ژور والي او كره توب تر څنګ پر سيستماتيكو ارونو ولاړ دي اوپه دې برخه كې لار ښودګڼل كېږي.
لغتپوهنه او قاموس ليكنه:
لغتپوهنه د استاد د ژبنيو څېړنو يوه درنه برخه جوړوي. استاد زاړه متون په خورا دقت سره كتلي او د ريښه يې جوړ ښتونو په بنسټ يې وييونه رابرسيره كړي او شنلي دي. په دې برخه كي د استاد چاپ او نا چاپ اثار په دې ډول دي:
چاپ اثار:
د خيرالبيان لغتنامه:
دغه اثر چې په 122 مخونو كې د ساپي د موقوفاتو د ادارې له خوا په پېښور كې چاپ شوى دى، د خير البيان 161 ګران لغتونه په كې معنا شوي دي.
د پټې خزانې فرهنګ لومړى ټوك:
دغه كتاب په 1362 لمريز كال په 101 مخونو كې د كابل پوهتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي له خوا چاپ شوى دى چې په هغه كې د پټې خزانې 64 وييونه له (اّ) توري نه تر "ت" پورې مانا او تشريح شوي دي.
3- پاڼي ڼي، ايشت ادهيايي او په هغه كې پښتو كلمې:
دغه كتاب چې په 1354 لمريز كال كې بشپړ شوى د كابل مجلې په څو پرله پسې ګڼو كې چاپ شوى دى. په دې كتاب كې پاڼي ڼي چې پخپله د استاد په قول يو پښتون وْ معرفي شوى دى. چې د سانسكريت د ژبې اساس يې ايښى دى. همدا رنګه په دغه كتاب كې په سانسكريت ژبه كې راغلې پښتو كلمې په ګوته كړاى شوي دي.
ناچاپ اثار:
خوشال فرهنګ"
دغه اثر اووه ټوكه دى چې كابو د اوو واړو ټوكونو د مخونو شمېر يې 1099 ته رسېږي او په هغو كې په ترتيب د خوشال بابا د اثارو د طب نامې باز نامې، رباعياتو، قطعاتو، دستارنامې غزلياتو او قصايد و لغتونه مانا شوي دي.
2- په زړه پارسي، او ستا او پهلوي كې پښتو كلمې:
دغه اثر چې په دوو برخو وېشل شوى او 162 مخه دى په هغه كې په زړه پاړسي، اويستا او پهلوي كې پښتو كلمې ښودل شوي دي.
3- ادبي قاموس:
دغه اثر شپږ ټوكه دى چې په ترڅ كې يې په پښتو ادبياتو كې راغلي لغتونه تشريح شوي دي. لومړى ټوك يې 830 مخه، دوېم يې 743 مخه، درېيم يې 1010 مخه، څلورم يې 554 مخه، پنځم 385 مخه او شپږم ټوك يې 94 مخه دى. دا هغه لغات دي چې اوس يې معناوې مهجورې دي.
4- مشترك لغتونه:
دغه اثر پنځه ټوكه دى او په هغه كې هغه لغتونه راوړل شوي چې په اروپا يي او اسيا يي ژبو كې سره مشترك دي. دغه اثر له لومړى ټوك نه تر پنځم ټوكه پورې ټول 2080 مخه دى.
5- مكتبي قاموس:
دغه اثر چې 199 مخه دى له شپږم ټولګي نه تر دوولسم پورې د ښوونځيو د پښتو كتابونو د شپږ وزرو لغاتو مانا او تشريح كوي.
6- سل لغته:
دا كتاب چې 150 مخه دى، د هغو لغتونو تشريح او مانا كوي چې اوس له رواجه غورځېدلي دي خو پخوا په كلاسيكو ادبياتو كې دود وو او د هغه وخت مروجې كلمې وې.
7- د پټې خزانې فرهنګ: دوېمه برخه:
دا اثر 175 مخه دى او په هغه كې د "ت" له توري نه تر "ى" پورې د پټې خزانې لغتونه مانا او تشريح شوي دي.
8- د ګلشن روه لغتونه:
دغه اثر 750 مخه دى او په هغه كې د ګلشن روه ټول عربي، تركي، هندي، پارسي او پښتو لغتونه مانا او تشريح شوي دي.
ګرامر:
استاد چې د ګرامري مسايلو په اړه كوم اثار ليكلي ټول ناچاپ دي.
1- د سانسكريت د ژبې ګرامر:
دغه اثر 100 مخه دى او په هغه كې د سانسكريت د ژبې ګرامر او اصول تشريح شوي دي.
2- د جاپاني ژبې او ګرامر په باب معلومات:
دغه اثر چې ټول 148 مخه دى په هغه كې د افغاني او جاپاني ژبو مشتر كات، ګرامر او لغتونه راغلي دي.
3- د روسي ژبې ګرامر:
غه اثر 200 مخه دى په هغه كې د روسي ژبې بشپړ ګرامر تشريح شوى دى.
ادبپوهنه:
چاپ اثار:
1- د امير خسرو دهلوي هندي شاعري:
دغه اثر په 1353 لمريز كال كې چاپ شوى چې په هغه كې د امير خسرودهلوي په هندي شاعري باندې خبرې شوې دي.
2- د خيرالبيان په باب درې مقالې:
دغه درې مقالې چې د خير البيان د 1353 كال په چاپ كې راغلي دي. د خير البيان د ادبي ارزښت په باره كې غني معلومات لري او درې سره مقالې كابو 110 مخه دي.
3- د احمد شاه بابا د دېوان غورچاڼ:
دغه عكسي غورچاڼ په 1357 لمريز كې چاپ شوى دى.
4- لس مقالې :
په دې اثر كې د خوشال بابا په باب د استاد پنځه ادبي او څه ناڅه تاريخي ليكنې راغلي دي دغه كتاب 112 مخه دى او په 1367 كال كې دولتي مطبعې چاپ كړى دى.
ناچاپ اثار:
1- په پښتو كې مناظرې:
په دې اثر كې چې 255 مخه دى او 22 مناظرې خوندي شوي دي په هغه كې د ارزاني له وختو په پښتو ادبياتو كې په مناظرو باندې بحث شوى دى.
2- الفنامې:
دغه اثر چې 250 مخه دى په هغه كې له روښاني ادب نه راپېل شوي هغه شعرونه راټول شوي چې اول تورې ېي د الفبا په ترتيب راغلي دي. په دغه اثر كې د الفاظو تاريخچه هم په بشړه توګه بيان شوې ده.
3- د پښتو نظم عروضي سيستم:
دغه اثر چې په پښتو نظم كې پر عروضي سيستمونو رڼا اچوي په 1348 لمريز كال كې ليكل شوى او كابو 300 مخه دى.
4- عروض:
دغه اثر په دوو ټوكو كې ليكل شوى، لومړى ټوك يې900 مخه دى چې په كې اروپايي او عربي عروض تشريح شوي دي. دويم ټوك 221 مخه دى او د پښتو نظم زاړه شكلونه تشريح كوي.
5- ځينې ادبي خبرې:
په دغه كتاب كې چې 100 مخه دى. د شلو په شا وخوا كې داسې ليكنې راغلې دي چې پر ځينو ادبي مسايلو لكه د تاليف كمزوري او نورو رڼا اچوي.
6- معاني:
دغه اثر 596 مخه دى چې په هغه كې د كلام د فصاحت او بلاغت مسايل څېړل شوي دي.
7- بيان :
دغه اثر 432 مخه دى.
8- قافيه:
دغه اثر 415 مخه دى او په هغه كې د قافيې په اړه بشپړ معلومات راغلي دي.
9- په پښتو ژبه كې د نظم ډولونه:
دغه اثر 200 مخه دى اوپه هغه كې د پښتو ژبې د نظم ډولونه تشريح شوي دي.
10- بديع:
دغه اثر 400 مخه دى او په هغه كې د بديع د علم په باب معلومات راغلي دي.
11- سبك پېژندنه:
دغه اثر 165 مخه دى او په هغه كې ډېر شرقي او غربي سبكونه معرفي شوي او د نوې شاعرۍ په اړه معلومات په كې خوندي دي.
12- په ګلشن روه كې د بابو جان منتخبات نثر نه دي:
دغه اثر په 222 مخونو كې په ګلشن روه كې د بابو جان پر راخستل شويو منتخباتو بحث كوي چې نثرنه دي. پر دغه اثر لوى استاد ارواښاد پوهاند عبدالحى حبيبي، پوهاند مېر حسين شاه او استاد بينوا تقريظونه ليكلي دي.
13- د ډورن په پښتو فرهنګ كې بې ځايه تېر وتنې:
دا كتاب چې 150 مخه دى په هغه كې د اكاډيميك ډورن په پښتو فرهنګ كې هغه لغتونه تر بحث لاندې نيول شوي چې كله يې ضبط ناسم او كله يې ماناوې ناسمې دي. ددې كتاب ځينې برخې د 1358 كال د كابل مجلې په لومړنيو ګڼو كې راغلي دي.
ادبي نقد:
1- نقد: دغه اثر 312 مخه دى او په هغه كې عربي، پښتو او پارسي ادبيات او اثار تر بحث او كره كتنې لاندې نيول شوي دي.
2- تېروتنې:
په دغه اثر كې يې لومړى ټوك يې په ( ) مخونو كې د ننګرهار د ژورنالستانو د اتحاديي له خوا ددغې مقالې د ليكلو پر وخت چاپ شوي، په پښتو او پارسي ادبياتو او تاريخ كې ځينې مهمې تېروتنې په ګوته شوي دي.
د ادب تاريخ:
1- پښتانه شعرا درېيم ټوك:
دغه اثر چې د ادبياتو د څانګې د غړو په نوم چاپ شوى په هغه كې استاد رشاد دېرش تنه شاعران معرفي كړي دي.
2- پښتانه شعرا په اردو ژبه كې :
په دغه اثر كې چې 520 مخه دى 834 تنه هغه پښتانه شاعران معرفي شوي دي چې په اردو ژبه يې شعرونه ويلي دي.
3- پښتانه شعرا په پاړسي ژبه كې:
په دغه اثر كې چې 560 مخه دى 214 تنه هغه پښتانه شاعران معرفي شوي دي چې په پاړسي ژبه يې شعرونه ويلي دي.
4- مستثرقين:
په دغه اثر كې چې 300 مخه دى، 123 تنه هغه مستثرقين پېژندل شوي دي چې د پښتو، پښتانه او افغانستان په باب يې څېړنې كړې. استاد دغه اثر په دوو برخو ويشلى چې په يوه برخه كې يې يوې ډلې ته مستشرقين او بلې ته يې چې د غرض له مخې ليكنې كړي مشركين ويلي دي.
5- پښتانه مصنفين:
دغه اثر چې په دريو ټوكو كې دى له لومړي ټوك نه تر درېيم ټوك پورې 1045 مخه دى او په هغه كې 613 تنه پخواني او معاصر پښتانه مصنفين معرفي شوي دي.
تدريسي كتابونه:
1- د يوولسم ټولګي پښتو قرايت:
دغه كتاب په 1354 لمريز كال د پوهنې وزارت له خوا د 27000 ټوكو په شمېر چاپ او خپور شوى دى.
2- د دوولسم ټولګي پښتو قرائت:
دغه كتاب چې 174 مخه دى په 1356 لمريز كې د پوهنې وزارت له خوا د 28000 ټوكو په شمېر چاپ او خپور شوى دى.
3- بديع:
دا هم يو درسي كتاب دى چې په 1365 كال د كابل دارالمعلمين له خوا په ګستنر ډول په 35 مخونو كې چاپ شوى دى.
4- د كندهار د مدرسو تدريسي نصاب:
دا اثر چې 252 مخه دى او لا نه دى چاپ شوى په هغه كې 14 علمونه چې لس په كې ديني او څلور پكې د منطق او حكمت دي، معرفي شوي او بحث پرې شوى.
فولكلور پوهنه:
د فولكلور پوهنې په برخه كې لا تر اوسه په ځانګړي ډول د استاد كوم اثر نه دى چاپ شوى، چې په لاندې ډول پې شمېرو.
1- سل متله په اوو ژبو كې:
دغه اثر چې ټول 400 مخه دى او په څلورو ټوكونو كې ليكل شوى په هغه كې هغه عربي، اردو، پارسي، انګريزي، روسي، پښتو او تركي متلونه راوړل شوي چې له پښتو متلونو سره مترادف او يا معادل يې دي.
2- دوه زره متله په روسي ژبه كې:
دغه اثر چې 2000 مخه دى اوپه څلورو ټوكونو كې ليكل شوى په هغه كې روسي متلونه په پښتو او پښتو په روسي ژبه ژباړل شوي دي. په دې اثر كې روسي او پښتو ورته متلونه هم راغلي دي.
د پښتنو نكلونه او پښتو كيسې :
دغه اثر 112 مخه دى او په هغه كې د كېسو كتابونه معرفي شوي.
كتاب پېژندنه:
1- د فرهنګونو په باب:
په دغه اثر كې ټول هغه فرهنګونه چې په ختيځ كې كښل شوي معرفي شوي دي او په پنځو ټوكو كې دى. په لومړي ټوك كې پښتو فرهنګونه، دوېيم كې پارسي فرهنګونه په درېيم كې عربي فرهنګونه، په څلورم كې تركي فرهنګونه او په پنځم كې هندي فرهنګونه د الفبا په ترتيب معرفي شوي دي. دا اثر نه دى چاپ شوى.
2- د پښتو تجويدونو تاريخچه:
دا اثر په 1359 لمريز كال په 74 مخونو كې چاپ شوى دى.
ټبرپوهنه:
فاضل استاد د ټبر پوهنې په اړه د نسبي شجرې تر عنوان لاندې په پنځو ټوكو كې يو اثر ليكلى دى. لومړى ټوك يې چې په هندوستان كې د پښتنو نوابۍ او مشهورې كورنۍ نومېږي 150 مخه دى او په هغه كې هغه پښتنې نوابۍ او مشهورې كورنۍ ښودل شوي دي چې په هندوستان كې يې حكومتونه كړي دي.
دويم ټوك: د سدوزيو پاچهانو او شهزادګانو په باب دى چې 55 مخه دى او په هغه كې د سدوزيو پاچهانو نسبي شجره بيان شوې ده.
درېيم ټوك: د محمد زيو پاچهانو او شهزادګانو په باب دى چې 90 مخه دى او په هغه كې د محمد زيو پاچهانو او شهزداګانو سلسله او نسبي شجره بيان شوې ده.
څلورم او پنځم ټوك: د پښتنو قومونو په باب عمومي شجرې دي چې 258 مخه دى او په كې د پښتنو قومونو عمومي شجره راغلې ده.
طريقت پوهنه:
د طريقت شجرې په دغه اثر كې چې 230 مخه دى د الفبا په ترتيب 60 طريقې معرفي شوې دي.
د استاد ژباړې:
فاضل استاد د څېړنيزو اثارو د ليكلو تر څنګ يو شمېر اثار له نورو ژبو څخه په پښتو اړولي دي چې په لاندې ډول يې يادوو:
1- د تولستوى درې نكلونه:
دغه داستاني رساله په 1339 لمريز كال د هېواد ورځپاڼې له خوا چاپ شوې ده او په هغه كې د تولستوى درې نكلونه ژباړل شوي دي.
2- د قيصه خوانۍ خونړۍ پېښه:
دا ترجمه چې د قيصه خوانۍ خونړۍ پېښه په كې بيان شوې ده د سرحدونو چارو د وزارت له خوا په شپېتمو كلونو كې چاپ شوې ده.
سوبهاش چند رابوس:
دغه رساله چې له اردو ژبې په پښتو اړولې شوې ده په همدې نږدو كې چاپ شوې ده.
4- د ابن سينا مخارج الحروف:
دغه ترجمه 70 مخه ده او په 1359 لمريز كې د علومو اكاډمۍ له خوا چاپ شوى ده 24 مخه سريزه او 62 مخه تعليقات يې پرې ليكلي دي.
بې لاسو ښځه:
دا يوه منځنۍ كېسه ده چې استاد له روسي ژبې ترجمه كړې او په 36 مخونو كې همدا سږ كال نارنج خپرندويې ټولنې په كندهار كې چاپ كړې ده.
سرېزې:
فاضل استاد په ګڼ شمېر شعري، ادبي، تاريخي او علمي كتابونو يو لړ سرېزې ليكلې دي چې دلته د هغو راوړل او معرفي كول د دغې مقالې له حوصلې وتلې خبره ده، خو يوه خبره د يادونې وړ ده چې د استاد ځينې سرېزې دومره مفصلې او اوږدې دي چې ځانته ځانته رسالې يې ګڼلى شو. لكه پر ګيتا نجلۍ سريزه چې متن نه اوږده ده.
هنري نثر:
په څېړنيز نثر سربېره استاد هنري او ادبي نثرونه هم ليكلي دي چې په لاندې ډول يادونه ترې كوو.
1- ادبي نثرونه:
په دې كتاب كې چې 150 مخه دى يو دېرش ادبي او هنري نثرونه خوندي شوي دي چې يو دوه پكې له بهرنيو ژبو ژباړل شوي. ددې نثرونو ځينې برخې په بيلابيلو مطبوعاتو كې چاپ شوې دي.
2- د جاپان سفر نامه:
دغه سفر نامه چې لا تر اوسه نه ده چاپ شوې 120 مخه ده اوپه هغه كې د جاپان خاطرې بيان شوې دي. له دې سفرنامې سره يو وړوكى جاپاني قاموس هم مل دى.
3- د امريكا سفر نامه:
دغه سفر نامه 100 مخه ده او نا چاپه پرته ده.
4- د يمن سفرنامه:
استاد په 1369 لمريز كال كې يمن ته تللى وْ او د هغه هېواد ځينې خاطرې يې په كې خوندي كړې دي دا سفر نامه 156 مخه ده.
5- شعر او شاعري:
استاد ديارلس كلن وْ چې د خيال بڼ يې د شعر ګل وټوكاوه نن سبا ګڼې شعري مجموعې لري دلته به يې لومړۍ چاپي او بيا ناچاپه شعري مجموعې سره وشمېرو.
چاپي شعري مجموعې:
1- د زړه وينې:
دغه ټولګه په 1370 لمريز كې د افغانستان د ليكوالو ټولنې له خوا د ښاغلي سيد محمد رحيم بابا زي په زيار په اّريانا مطبعه كې چاپ شوې ده. په دې ټولګه كې د استاد اته څلوېښت عنوانه غزلونه، لنډې منظومې او څوارلس څلوريزې خوندي شوي دي، چې ټول له وطن او ازادى سره د مينې او پراخ هيومانيزم پيغام لېږدوونكي دى.
2- د افغانستان بدې ورځې:
چې لومړى ټوك ملحد شاهي چاپ شوې ده. او درې نورې يې د چاپ انتظار باسي چې هغه تنظيم شاهي، طالب شاهي او نور دي.
3- لولپه پېغله:
لولپه پېغله هغه پنځه لس مخيزه لنډه او خوږه منظومه ده چې په 1374 لمريز كال كې د افغانستان د ليكوالو ټولنې له خوا په 500 ټوكو كې په پېښور كې چاپ شوې ده. په دغه منظومه كې د هغې افغانې پېغلې كېسه بيان شوې ده چې په هند كې يې د هجرت د سختيو له امله د ملګرو ملتو د دفتر تر مخې ځان ته اور واچاوه ددغې منظومې د پاى په دريو مخونو كې د دغې پېښې درې تصويرونه كښل شوي دي.
4- كوروش خون اشام:
دغه پارسي منظومه د يوې افغانې غېرتي مېرمنې كار نامه بيانوي چې د نړۍ يو ستر زور واكى كوروش يې دخپلو اعمالو په سزا ور ساوه. دغه منظومه چې د مثنوي په قالب كې ويل شوې په 1379 لمريز كې د 50 ټوكو په شمېر په 14 مخونو كې چاپ شوې ده.
د استاد ناچاپه شعري ټولګې:
1- د شعرونو لومړۍ ټولګه: په دغه نامه ټولګه كې له 1314 كال نه تر 1320 لمريز كاله پورې وېل شوي (60) ټوټې شعرونه راغلي دي چې د غزل، رباعي، قصيدې، مثنوي، ترانې، ترجيع بند او تركيب بند په فورم كې ويل شوي دي. ددغې مجموعې په وروستيو پاڼو كې ځينې مسجع ادبي نثرونه هم شته چې په پاړسي ژبه دي.
2- د شعرونو دويمه ټولګه:
په دغه نامه ټولګه كې له 1321 لمريز نه تر 25 لمريزه پورې كابو پنځوس ټوټې شعرونه راغلي چې دا هم د رباعي، غزلې، قصيدې، مثنوي، تركيب بند، ترجيع بند او ترانې په فورم كې دي.
3- د شعرونو درېمه ټولګه:
په دې ټولګه كې له 1321 نه تر 1325 لمريز پورې څه دپاسه سل ټوټې شعرونه راغلي دي چې دا هم په بيلا بيلو فورمونو كې ويل شوي دي.
څلورمه شعري ټولګه:
دا يوازې د 1324 لمريز كال 60 ټوټې شعرونه دي چې په بېلابيلو فورمونو كې ويل شوي دي.
5- د شعرونو پنځمه ټولګه:
په دې ټولګه كې تر شپېتو زيات حماسي شعرونه راغلي چې په شلمو كلونو كې ويل شوي د دا ټولګه په يوه لنډه منظومه پېل كېږي چې د "غشي څلى" نومېږي او پكې د پاني پت د غزا د څلي بيان راغلى دى.
6- د محبت نغمې:
په دې ټولګه كې له 1330 لمريز نه تر 1357 لمريز پورې 50 ټوټې پښتو او پاړسي شعرونه راغلي دي چې دوه شعرونه په كې د كوچنيانو لپاره دي.
7- لاله :
ددې ټولګې شعرونه سر تر پايه حماسي رنګ او خوند لري او د قصېدې، مثنوي او چار پارې په فورم كې دې. په دې ټولګه كې له 1330 لمريزه تر 1360 لمريزه پورې 40 ټوټې شعرونه خوندي شوي دي.
8- روڼې اوښكې:
دا د شلمو او دېرشمو كلونو 75 ټوټې شعرونه دي چې يو نيم د شپېتمو كلونو شعرونه هم په كې راغلي دي. په دې ټولګه كې ځينې منظومې هم شته دي چې حماسي رنګ لري.
9- نيم ديد: دا د شعرونو او لنډو ادبي نثرونو ګډه ټولكه ده چې نيم په پښتو او نيم په پاړسي دي. په دې ټولګه كې 40 ټوټې شعرونه او 12 ټوټې ادبي نثرونه رغلي دي چې د ليك او سوال و ځواب په بڼه دي.
10- د ګلانو ګېډۍ:
په دې ټولګه كې 50 ټوټې شعرونه راغلي دي چې ټول د محبت او رازو نياز ازانګې دي او په پاى كې يو دوه حماسي شعرونه هم لري چې هغه هم د قامولۍ د مينې په اوبو ولل شوي دي