زندگی

لويديځ اومودرنايزيشن

دسامويل هنتنگتون له Clash of Civilization څخه ژباړه

ژباړونکي : م . اکبر کرگر

يادونه :

 دامقاله دامريکايي ليکوال سامويل هنتنگتون دبحث راپورته کوونکې اثر Clash of Civilization  يوه کوچڼۍ برخه ده . دغه اثر نن ورځ٬ په نړى کي ډير مشهور شوى اوزياتو کسانو پر هغه باندې نقدونه اوڅيړنې کړي دي . چې کيداي شي په راتلونکې کې دغه اثر دروپيژنو.

هانتينگتون په دې اثر کې څرگندوي چې اوس دايديولوژى دوران چې په تيرو لسيزو کې حاکم و پاي ته رسيدلې دى .

دويم ټکې دادى چې هانتينگتون په دې باور دې چې اوس دويم قوت يعنې ناسيوناليزم په کمزورتياکې  دى . داناسيوناليزم دفرانسي په انقلاب کې راوزيږيد .هانتينگتون وايي چې اوس دملتونو يو ډول بيا راژوندې کيدنه مطرح ده چې دمدنيتونو پر اساس ظهور کوي .دغه مدنيتونه پر تاريخ حاکم واودمدنيتونو په بڼه موجود و . نومورې وايې چې په نړۍ کې لږ تر لږه اته مدنيتونه موجود دي . چي يو يي لويديځ مدنيت چې دوه څانگې لري : يوه اروپايي څانگه اوبله يي امريکايي څانگه .بل يي اسلامي مدنيت دى . دريم يي هم دليرى ختيز تمدن دى چې کنفيوسوسي نوميږي . بل يې جاپاني تمدن دى چې له چين څخه جلا دى . بل يي هندي تمدن دى .چې له هندوانو سره يوځاي مسلمانان هم پکې ژوند کوي .

نوموړي پوه وايي چې اوس نړي ديو واحد مدنيت پر لور پر مخ نه ځې .

په هر حال ددې اثر اساسي مساله دمدنيتونو دبرخورد مساله ده اوپه نهايت کې داسلامې اولويديځ تمدن دبرخورد مساله ده . چې زياتي خبري اترې يي راولاړي کړي دي .

موږ دلته ددې اثر يوه کوچنۍ تيوريکه برخه له انگليسي څخه  راژباړلې ده ٬ چې تاسي يي لوستو ته رابولو.  

.........................................................................................   

دنړيوال مدنيت دظهور له پاره دريم اوډير عمومي بحث چې له اتلسمى پيړۍ راهيسي دپراخو بهيرونو په نتيجه کې  پيل اوجريان لري له لويديځ او مودرنيزم  څخه عبارت دى . مودرنيزم دصنعتي کيدلو ٬ښاري ژوندانه ٬ دسواد دسطحې دلوړتيا٬ دښوونې اوروزنې٬ پانگې اچونې اوټولنيزتحرک( خوځون ) اونورو پيچلو اوبيلابيلو وظيفوي جوړښتونو څخه عبارت دى چې فوق العاده علمي ٬اوتخنيکي پوهى ته پراختيا ورکوي .دالړۍ په اتلسمه پيړۍ کې  پيل کيږي اوانسان ته ددې وس ورکوي چې خپل چاپيريال له اټکلونو پرته ډولونو سره کنترول اودځان په گټه يې سمبال کړي . مودرنيزم هغه انقلابي بهيرونه دي چې يوازې دلومړنيو ټولنو څخه عصري ټولنو ته دبدلون اوتيريدو  په ترڅ کې پرتله کيدلاي شي . دا په منفرده توگه دمدنيت ظهور دى . چې دتيگري TigrisايوپوراتسۀٔEuphrates  ٬نيلNile اواندس Indsuپه واديو کې نژدي له ميلاد څخه  ٥٠٠٠ کاله دمخه پيل شو . دمعاصري يا مدرنې ټولنې ټول عقايد ٬ارزښتونه ٬پوهه اوفرهنگ په لويه پيمانه دعنعني ټولنې څخه توپير لري .مدرنيزم ته دلومړي مدنيت په توگه  لويديځ دعصري ٬فرهنگي غوښتنو لارښوونه کوي . لکه څنگه چې نوري ټولنې اوښوونې اوروزنې ٬کار ٬پانگي اوپوړيز جوړښت هم ورته مثالونه لري په دي اړوند خبري  اتري دوام کوي .خو  دغه معاصر لويديځ فرهنگ به دټولي نړۍ نړيوال فرهنگ وگرځي .

پر خبرو اترو سربيره دمعاصرو يامدرنو فرهنگونو  اوعنعني فرهنگونو تر منځ فوق العاده اختلافات موجود دى .تعقيب ته يې  اړه نشته. په هر حالت کې دغه ټولنې چې مدرن يا معاصر فرهنگ لري دهغو ټولنو په نسبت چې عنعنوي فرهنگ لري يوله بله سره ښې پيژندل کيداي شي . څرگنده ده چې يوه داسې نړۍ چې ځيني ټولنې پکې په ډيره عالي سطحه کي وي اوځيني پکې تراوسه عنعني وي نسبت هغه نړۍ ته  چې ټولې ټولنې يې په عالي سطحه کې دمودرنيته اونويوالي سره دورته والي وړتيا لري لږې  متجانسې اوهماهنگې   وي .خو هغه نړۍ چې  ټولې ټولنې يې عنعني وي څه ډول دي ؟ دانړۍ څو سوه کاله دمخه موجوده وه . ايادراتلونکي مدرنې  نړۍ په نسبت  به لږه  متجانسه وه؟ امکان نه  لري  .  مينگ چين  Ming China دفرانس د والويس Valois په نسبت البته  دبرادويل داستدلال له مخي دفرانس پنځم جمهوريت دماوتسه تونگ دچين په نسبت په باوري توگه نژدي وو .  ښايي تراوسه مدرني ټولني دعنعني ټولنو په نسبت يوه له بلي سره   ددوه دليلونو له مخې ښې و پيژني . لومړي دمدرنو ټولنو په منځ کي متقابل اثرات زياتيدونکي دي .ښايي چې گډ فرهنگ پر لور ونه هڅيږي . خو دااسانتياوي رامنځ ته کوي چې دتخنيکونو ٬ اختراعاتو اوله يوي څخه بلې ټولنې ته دتيريدو اودعمل اوتجربې زياتوالى ته په يوه درجه سره سرعت ورکړي  دا کار  په عنعني نړۍ کي ناکيدوني وو .

 دويم داچې عنعني ټولنه دکرهڼى پر بنسټ ولاړه  وه. نوي مدرنه ټولنه په صنعت ولاړ ده . چې دلاسي صنايعو اولرغونو درنو صنايعو دتجربو اوپوهو دتدريجي تکامل په نتيجه کې رامنځ ته شوي ده . دکرهڼې نمونې اوټولنيز جوړښت چې ددغه عناصرو سره پر مخ ځي دصنايعو دنمونو په نسبت  زياتره دچاپيريال سره اړه لري . دخاورو اواقليم داتوپيرونه ښايي دځمکو دمالکيت ټولنيز جوړښت اودحکومتونو بيلابيل ډولونه رامنځ ته کړي . هغه څه چې دويت فوگل داوبو لگولو اوابيارى دمدنيت تيزس دي دکرهڼې دسيستم پورې اړه لري چې دتعمير ٬ دعملي اوډله ييزي ابيارى دسيستم پورې په بيړنى توگه تمرکزکوي اود بيروکراتيکو سياسي مقاماتو دروزنې سبب کيږي .له بلې خوا ډير لږ کيداى شي چې بډايه خاوره اواقليم  په پراخه پيمانه دکرکيلي دسمبالښت اوودې سبب شي . ټولنيز جوړښت ديو کوچني بډاي ځمکه والو اوپه لويه پيمانه دبزگرو دطبقې دمرييانواوغلامانو دپيدايښت سبب شي چې په کر کيله کې کار وکړي . په کرهڼه کې  ښايي په لويه اندازه  ناوړه شرايط دداسې يوي ټولنې دظهور سبب شي چې ازاد ځمکه وال  ولري . په بزگري  ټولنه کې په لنډه توگه ټولنيز جوړښت دجغرافيوي حالاتو له مخي  شکل غوره کوي. صنايع په بالعکس ډول په ډيره لږه اندازه دسيمه ييز طبيعي چاپيريال تابع دي . په صنعتي سازمانونو کي اختلافات ښايي چې په فرهنگي اوټولنيز جوړښت کې دجغرافيوي حالاتو په نسبت  داختلافاتو سبب شي .

.په دې ډول نوې مدرنه ټولنه ډير مشترکات لري . خو ايا دابه داړتيا له مخې په  تجانس اوهماهنگۍ واوړي .؟داچې دوى په دې تصور  سره خبرې اترې کوي  چې نوې مدرنه ټولنه بايد نژدې يو منفرد مثال اونمونه وي  . دغه نوى  تمدن لويديځ تمدن اولويديځ تمدن نوى مدرن تمدن دى . په هر حالت کې داناسمه پيژندنه ده .

 لويديځ تمدن په اتمه اونهمه پيړيو کې ظهوراوبيايې په څرگندو اوجلا ځانگړنو سره په وروستيو پيړيو کې  پرمختگ  وکړ.مدرنايز اونوې والى يې تر اولسمې اواتلسمې پيړيو پورې نه ووپيل کړي . لويديځ ډير دمخه لويديځ و چې مدرن و . دلويديځ تمدن مرکزي هسته اوځانگړنه  چي له نورو مدنيتونو څخه جلاکوونکي بيلگه ده هغه مدرنايزيشن دى چې تقدم لري .

دلويديځو ټولنو له بيلوونکو مشخصاتويا ځانگړنو  څخه چې سل گونه کلونه دمخه مودرنايز شوي وو څه دي ؟ مختلفو پوهانو دې پوښتنې ته ځواب ورکړى  چې په مشخصو حالاتو کې سره توپير لري . خو په کليدي موسساتو کې سره سر خوري . تجربو ٬اعمالو ٬عقايدو اوښايي چې دلويديځ مدنيت په مشروعيت کې مرستندوى وپيژندل شي هغه  عبارت دي له :

 کلاسيک ميراث :

لويديځ تر زياته حده ددريم مدنيت دپړاو په توگه دکلاسيک مدنيت يا پخواني مدنيت وارث دي . له کلاسيک مدنيت څخه دلويديځ وارثان ډير دي . لکه ديونان فلسفه اوراسيوناليزم دروم قانون ٬لاتين اومسيحيت٬ اسلامي اوارتودوکس مدنيت هم دکلاسيک مدنيت وارثان دي خو نن هغه ورته پړاو  ته چې لويديځ ترسره کړي دي ور نژدې شوي  دي . 

کاتوليسيزم اوپروتستانتيزم :

 لويديځ مسيحيت لومړي کاتوليسسيزم اوبيا کاتوليسيزم اوپروتستانتيزم په تاريخي لحاظ دلويديځ مدنيت يوه ډيره مهمه اوڅرگنده  ځانگړنه ده . په حقيقت کي هغه څه چي نن ورځ دلويديځ مدنيت په نوم پيژندل کيږي په لومړۍ زريزه کي ډير مهم و . پر هغه مهال لويديځ دمسيحي نړى په نوم ياديده . دلته دټولني دښي پرمختيا پوهه دلويديځ دمسيحي خلکو تر منځ موجوده ده . چې دوى له ترکانو ٬موريانو ٬بيزانتين اونورو څخه بيلوي . دادخداي اوسرو زرو له پاره وه چي لويديځ وال دنړى دفتح له پاره په شپاړلسمه پيړى کي ولاړل .دريفورماسيون اوريفورماسيون پرمخالفت ٬ په شمال پروتستانو اوجنوب کاتوليکو باندي دهيواد ويشلو دلويديځ دتاريخ څيره څرگنده  کړه .

 اروپايي ژبي :

 له دين نه وروسته ژبه  دوهم فکتور دي . چي ديوه فرهنگ وگړي له بل هغه نه جلاکوي . جاپاني هندي ٬ماندريان روسي اوان عربي ددغه مدنيتونو داساس اوهستي په توگه پيژندل شويدي . لاتين ژبه دلويديځ ډير مهم ميراث دي . خوکله چي بيلابيلو  ملتونو ظهوروکړله هغوى سره  ملي ژبې وزيږيدلې .په لويه  کتيگورۍ کې دغه ژبې  په روماني اوجرمانيکو ډلو سره وويشلي شوى .خو په شپاړلسمه پيړۍ کې  دغه ژبې په عمومي توگه په معاصر شکل اوبڼه ومنل شوې .

 دمعنوي اودنيوي مقاماتو جلا والي :  

په لويديځ کې دتاريخ په اوږدو کې لومړي کليسا اووروسته بيا زياتي کليسا گاني ددولت برخي وي . خداي اوقيصر کليسا اودولت معنوي مقام اودنيوي مقام په لويديځ فرهنگ کي ددواليزم مشخصه اوامتياز و . يوازي په هندو مدنيت کي مذهب اوسياست  په څرگنده توگه سره جلا و . په اسلام کي خداي قيصر دي . په چين اوجاپان کي قيصر خداي دي . په ارتودوکس کي خداي دقيصر کوچني همکاردي . دکليسا اودولت تر منځ دبرخوردونو٬ جلا والي اوسمون دلويديځ مدنيت څرگنده اوموجوده نمونه ده چي په نورو مدنيتونو کي نشته ٬دمقاماتو  دغه جلا والى په لويديځ کې دازادۍ دپرمختيااوانکشاف سره بې سارې مرسته وکړه .

 دقانون حاکميت :

دتمدن دشته والي له پاره دقانون دمرکزيت مفهوم درومنانو ميراث دي . دمنځنيو پيړيو مفکرينو په ډير دقت اوجزييأتو سره دطبيعي قانون مفکوره چي فکر کيده پادشاه  خپل قدرت ازمايي ٬دغه راز  عام عنعني قانون په انگلستان کي انکشاف وکړ . دمطلقيت په دوره کې يعنې  په ١٦ او ١٧ پيړيو کې دقانون له حاکميت نه د سرغړاوي واقعيت ز يات ليدل کيده  . خو دغه ايديا دبشري قوتونو په کښته پوړۍ کې دځينو بهرنيو اقداماتو پر اثر دوام وموند . ((Non sub homine sed sub deo et lege ))  ))

دقانون دحاکميت دود داساسي قانون گذارىاو دبشري حقونوڅخه ددفاع اودساتنې له پاره بنسټ وگرځيده چې په هغه کې دمالکيت حقوق٬ د مستبدو قوتونو پر ضدعمل کيده . په زياتره نورو مدنيتونو کې دقانون فکتور چې افکارو اوعاداتو ته صيقل ورکوي ډير لږ اهميت درلود .

 ټولنيز پلوراليزم :

په تاريخي لحاظ لويديزه ټولنه په لوړه کچه پلوراليستيکه شويده .(( دجرمني ديادښتونو)) په څير څه شى چې دلويديځ په باب مشخص کوونکي دي هغه دبيلابيلو خودمختارو ډلو ظهور اودوام دى نه دويني يا واده اړيکي . دشپږمې اواومې پيړيو  په اوايلو کې دغه ډلې په لومړي سرکې دمذهبي اوالهى قانون تابع وي . اودمنځنيو پيړيو ټولگى چې وروسته يې پراختيا ومونده داروپا ډيرو سيمو اوبيلابيلو سازمانونو اوټولنو ته وغځيده . سازماني يا موسساتي پلوراليزم په طبقاتي پلوراليزم کې ورگډ شو . دلويديځې اروپا زياتره ټولنې نسبتا پياوړي اوخودمختاره اشرافي ټولنې  دى . دوى له بډاى ٬ کليوالو اوکوچنيو خو ډيرو عالي سوداگرو  طبقاتو څخه عبارت دي . دفيودالي اشرافيت پياوړتيا په خاص ډول په محدودوبڼو سره پراخه شوه  ٬چې په دې اساس مطلقيت وکړاي شول چې خپلې قوي ريښي په زياترو اروپايي ملتونو کې وساتي . اروپايي پلوراليزم دمدني ټولني دغربت سره په چټک تناقض کي و . داشرافيت کمزورتيا اودمتمرکزي بيروکراتيکې امپراتورى پياوړتيا چې په لويه پيمانه شته والې لري په روسيه٬ چين ٬ عثماني ساحو اونورو غير لويديځو ټولنو کي موجود دي .

 نماينده کسان :

 ټولنيز پلوراليزم لاترمخه رابرسيره شو . پارلمانونه اونور موسسات ٬روحانيون ٬سوداگر ٬ اونوري ډلي چې دارستوکراسي دليوالتيا نماينده گي يي کوله دنماينده گيوله  داسې شکلونوڅخه عبارت و چې دمودرنايزيشن په پړاو کي دنوي ديموکراسى په موسساتو کي وده کوي څخه عبارت و . دهغو  ځيني مثالونه يا له منځه لاړل  اويا يې قوتونه په لويه اندازه دمطلقيت په دوره کې محدود اوکوچني شول . ان تر دې چې کله دا پيښې و شوي بيا يي هم وکړاي شول خپل رول ولوبوي  . په فرانسه کې يي  دبيا حيات له پاره داسې گاډي په حرکت راووست چې  سياسي برخه اخيستني ته يي پراختيا ورکړه . په معاصر مدنيت کې يې نور دپرتلې وړ ميراث دنماينده کسانو له پاره نه  درلود چې بيرته يې زرمې ته وکشوي( راکاږي ). په سيمه ييزه سطحه کې هم داډول وه کله چې په ١٩ پيړۍ کې پيل شو دخپلواکو حکومتونو له پاره تحريکونو (جنبشونو )  دايټاليا په ښارونو کې  وده وکړه اووروسته يې په شمال کې غزونې اوپراختيا وکړه . داسقفانو په زور ٬سيمه ييز شاهان ( اميران ) اونور لوى نخبه گان چې له لويوښارونو سره  يې قدرت شريک ووپه پاې کي يي تل  يو بل ته اطاعت کاوه . )) په ملي سطحه کې نماينده کسان و. ددې له پاره چې دخودمختاري له اقداماتو سره يوځاي شوي وي نو  دنړي په نورو سيمو کې يې غبرگون نه کاوه .

 انفراديت :

 زياتره دغه پورتني څيري دانفراديت داحساس له ظهور سره  همدارنگه دفردي حقوقو اوازاديودتساوي ددود اودمتمدنو ټولنو په منځ کي دازاديو اودحقوقوبرابري٬ دلويديځ تمدن مرستندوي توکي دي.دفرديت گړني په ١٤ او١٥ پيړيو کي انکشاف وکړ . اودفردي غوره والي حق ومنل شو .په  الماني اصطلاح  (( چي دروميو اوژوليت انقلاب)) ورته وايي. په اولسمه پيړى کي رامنځ ته شوه . لويديځ دابري وموند  چې دټولو افرادو له پاره  دبرابرو حقوقو غوښتنه  وکړي  . (( په انگلنډ کې ډير بيوزلي دډير بډايو په څير ژوند لري  اوژوند کوي . په څرگندډول  په نړيواله توگه دمنلو وړ نه دي . په شلمه پيړۍ کې انفراديت دلويديځ تمدن دفوق العاده نښې اوسمبول په توگه پاتې شو . په يوه څيړنه کې چې دپنځوسو هيوادونو په باب ترسره شويده لومړى درجه شل هيوادونه په انفراديت کې په لوړه پوړى کې واقع دي . داشاخصونه په لويديځو هيوادونو کې دپرتگال اواسراييلو پرته  صدق کوي . ديوه بل فرهنگي تقابل دڅيړني دليکوال يا څيړونکي په باور سره انفراديت اواجتماعيت په ورته توگه برجسته کړي اودانفراديت اغيزه اواثر يې په لويديځ کې پرتله کړي دى. داجتماعيت دخپريدو اووسعت سره په نورو ځايونو کي دې نتيجې ته رسيږي چې دغه ارزښتونه  په لويديځ اونړيواله سطحه کې ډير مهم دي هغو ته لږ اهميت لري . (( په بيا بيا سره لويديځ پلوي اوپه لويديځ ناپلوو کې دواړه انفراديت ته دلويديځ د يوې مشخصې مرکزي علامې په توگه گوته نيسي اوپه محراق کي يې بولي .

پورتنې لست هيڅکله دلويديځ مدنيت دمشخصاتو ديادوني لست نه دى . اونه ددې مانا لري چې په ضمني توگه دغه مشخصات هر وخت په نړيواله توگه دلويديځ په ټولنو کي موجود دي . څرگنده ده چې داسې نه وه. دلويديځ په تاريخ کي زياتو مستبدينو په منظمه توگه دقانون پر حکومت سترگي پټي کړي اودهغه موجوديت اوشته والي يي ځنډولي دي .له بلې خوا  ددې ماناهم نه  لري چې  وړانديز وشي چي هيڅ يو له دغو کرکترونو څخه په نورو مدنيتونو کي راڅرگندشو ي نه وو . څرگنده ده چې داد قران اودشريعت په قانون کې چې داسلامي ټولنې اساسي قانون دى . جاپان اوهند دطبقاتو ٬سيستمونه لري چې دلويديز سره په موازاتو کي ( کيداي شي دهغو پر بنسټ پکي  ددوه غير لويديځو ټولنو په توگه پکي ديموکرات حکومتونه داوږده وخت له پاره دوام وکړي . )

انفراديت زياتره وخت له دي فکتورونو څخه نه گڼل کيږي  چې دلويديځ سره واحد وي . ددوي يوځاى والې اوترکيب په هر حالت کې له دې څخه عبارت دى  چۍ هغه څه چې  لويديځ ته مشخصه کوونکى کيفيت ورکوي     په لويديځ کي دنور مدنيتونو په پرتله  هغه مفاهيم ٬اقدامات اوقوانين په ساده توگه  زياته پراختيا پيداکوي . دادلويديځ مدنيت ددوامداري مرکزي هستي ډيره کوچنۍ برخه جوړوي . هغه څه چي  لويديځ تري  عبارت دي .  نه خو دلويديځ دنوي والي په  اړوند خبره ده اونه د دغه فکتورونولويه  برخه ده چي  نه شي کولي پخپله په نړۍ کي دمودرنيزم لارښوونه وکړي .پاي