![]()
عرفات مړ شو
عبدالولي منګل
په شنه آسمان کې د فلسطين د ازادي بخښونکي غورځنګ او په نړۍ کې د خپلواکۍ د مبارزې يو ځلانده ستوری ډوب شو. ياسرعرفات مړ شو. عرفات چې د خپل خواږه ژوندانه زياته برخه يې د خپل ولس د خپلواکۍ او ازادۍ په لار کې په بې سارې جدوجهد ، کړاوونو او ربړنوکې تېره او وقف کړې وه، اوس اوس ددغه قهرمان ولس په څنګ کې نشته او د هغه ځای خالي شو.
ياسر عرفات څوک و ؟ هغه و چې د آزادۍ او خپلواکۍ نغمې او ترانې يې په خپلو سرو وينو ليکلې، ياسرعرفات هغه و چې د آزادۍ او خلاصون جانډه يې تر ټولو وړاندې د لښکر پر مخ کې وړله،او د ژړند تر پايه پورې د فلسطين د خلکو د ازادۍ لپاره د کړاوونو په پيچلي او اوږده مزل کې و نه تمبيده او هيڅکله يې غليم ته سر ټيټ نه کړ
هغه څوک چې د وطن په درد سوځيږي
که سل ځله پرمخ لويږي پورته کيږي
ما ترې سل ځله قربان او صدقه کړې
چې د مرګ په پوله ناست وي لاخوځيږي
اوس پوښتنه دا ده چې د فلسطين د ازادي جانډه به څوک وړي ، ايا ددغه قهرمان ولس د خپلواکۍ مشعل به مړ شي او که ځلانده پاتې شي؟
دا هغه پوښتنه ده چې اوس به د هر فلسطيني په سر کې ګرځي او راګرځي.
وايي چې انقلابيون او د ازادۍ د لارې اتلان مري ولې په نړۍ او په فلسطين کې به د حق د لارې د ازادۍ غورځنګ هيڅ کله مړ نه شي
وياړ پر عرفات
دا د ازادۍ او خپلواکۍ د لارې تل پاتې اتل !