زندگی

ژورناليزم عامه افكار څه شى دي؟

نذيراحمدسهار

د عامې رايې اصطلاح په خپرنيو او نورو خبري وسايلو كې دود او مشهوره ده، عامه افكار نه يوازې د ملي او ولسي جر ګو په بحثونو ، ډيپلوماتيكي اړيكو او نړيوالو هيوادنيو حقوقو كې كارول كيږي، بلكې د ورځني ژوند په ګټو ټولنيزو ګړيو او اړخونو كې هم ترې كار اخستل كيږي.
ولسمشران ، پاچاهان او سياستپوهان د خپلو موخو او غوښتنو د پرځايښت لپاره زياتره د عامه افكارو د ورخپلولو او تر اغيز لاندې راوستو هڅه كوي.
د عامه افكارو تعريف:
د افكارو كلمه د جوړښت له مخې د فكر جمع ده او فكر په عمل او غبرګون كې رڅرګنديږي، په ټولنه كې د پيښو په اړه د وګړو غبرګونونه، پريكړې، رايې او د هغو مادي او مانوي څرنګوالي ته عامه افكار ويل كيږي، يا په بل عبارت د ټولنيزو پيښو په اړه د خلكو د رايو او عقايدو مجموعې ته عامه افكار وايي، ياهم د انسانانو رواني، عاطفي او بشري حالاتو ته عامه افكار وايي.

پوهان د عامه افكارو په اړه څه وايي!!:

1. جميز يڼ: د مهمو مسايلو په اړه يوه ټولنيزه پريكړه ، چې تر دې مخكې هم بحث ته وړاندې شوې وي، د عامه افكارو په نوم ياديږي.
2. رابرټ كولت: كله چې د يوې ټولنې وګړي د ټولنې پر ټاكلو اساسي مسايلو سم پوه شي، عامه افكار رامنځته كيږي.
3. والټر ليپمن: له يوه هيواد يا ولس څخه لرې، هغه بهيرونه ، چې په يونه يو ډول په كردار، عمل او يا نورو برخو كې له دوى سره اړيكي نښلوي، د هغو په اړه د خلكو عقايد او اندوواند( فكر او خيال) ددوى عامه افكار دي.
4. فلويدرسپورت: دى په خپل كتاب" دډله ييزو ګروهو د پوهې په لور" كې وايي: د ډله ييزو ګروهو مركبه كليمه هغه وخت له مانا څخه برخمنيږي، چې د ټولنې وګړي د يوې موضوع د ښيګړو او بدګړو په اړه خپلې انګيرنې جوتې كړي.

څو نور ټكي:
دټولنې د ژوندود په اړه دانسان ذهني او ځاني انګيرنو ته عامه افكار وايي.
د ټولنې د وګړو رواني حالاتو او انګيرنو ته عامه افكار وايي.
د يوې طبعي يټولنيزې پيښې په اړه د ټولنې دهرغړي اندوواند ته عامه افكار ويل كيږي.

عامه افكار او د تبليغ ارتيا:
په ټولنيز، سياسي او وټيز( اقتصادي) ژوند كې د نظم او ډسپلين د ټينګښت او پرځايښت لپاره يو لړ تګلارو او اغيزمنو لارو چارو ته اړتيا ده، چې دغه تګلارې د لارښودو ارزښتونو په توګه د خپرونو او ډله ييزو رسنيو له لارې خپريږي، ژورنالست كه چېرې د ټولنې له عامه افكارو سره روږدى وي، د هغوى كړه وړه ، دود دستور وگرته روښانه وي، د خپلو موخو د پرځايښت( تحقق) لپاره تبليغ په ښه ډول كارولى شي. په تبليغ سره موږ كولاى شو، عامه افكار په يوه ټاكلي لور بوځو او ټولنيز نظم راولو.
ژورنالست د عامه افكارو په لوستو سره لاندې كارونه كولاى شي:
1) خپله مسلكي دنده به په ښه ډول پر مخ بوځي
2) د چارواكو او خلكو تر منځ به يوه نښلوونكې كړۍ شي
3) د دولت پروپګندي موخې به پلي كړي.
4) د ولس افكار به د دښمن له پروپګندي اغيزو وژغوري

د عامه افكارو د پنځولو، بدلون (تغيير) او لارښوونې اغيزمن لاملونه:

a) د يني او مذهبي لارښوونې ( اوامر او نواهي)
b) خپرونې او خبري رسنۍ
c) صنعتي ، كرنيزې او نورې هراړخيزې ټولنيزې موسسې
d) ټولنې او ګوندونه ، چې د خپلو ځانګړو موخو لپاره كار كوي
e) صنعتي او كارګرې ټولنې،چې د وټيزو( اقتصادي) او ټولنيزو موخو د پراختيا او پرمخيون لپاره هلې ځلې كوي.

عامه افكار او ارزښتونه يې:

څنګه كولاى شو عامه افكار تراغيزې لاندې رواولو؟
كه چيرې و غواړو د خلكو عامه افكار ( ټول اندونه) و څيړو او تر اغيز لاندې يې راولو ، بايد لاندې ټكي په پام كې ونيسو:
I. د خلكو له عقايدو خبرتيا:
كله چې د خلكو پر عقايدو پوه و او له نږدې مو څارلي وي، كولاى شو، په ډيرې اسانۍ سره خپلې موخې او غوښتنې پكې پلي كړو، ځكه زموږ كار او كړه وړه به د هغوى له عقايدو او ګروهو سره په ټكر كې نه وي او موږ به هم په خپل كار كې له ستونزو او ټكرونو سره نه مخ كيږو.

II. د خلكو له دودونو سره روژديتوب:
كه چيرې د وګړو له دودونو او خويونو كاږه لاړ شو او يا له هغوى سره ناپيژاندې يا نا اشنا لارې او سلوك خپل كړو، د هغوى افكار به تر اغيز لاندې رانشي، ځكه خو بايد د ولس دودونه ، خويونه او عادات په پام كې و نيسو او خپلې موخې له هغو سره غوټې كړو.
III. ملي غرور:
غرور يوه مجرده كليمه ده ، چې د ټولنې له تاريخ او شتو څخه تر لاسه كيږي، موږ بايد داسې كارونه ونه كړو، چې د چا غرور پرې مات شي او يايې ملي وياړونو ته پكې زيان ورسيږي.

IV. يووالى او يوغژتوب:
كله، چې غواړو عامه افكار ارزښتمن كړو، په يوه او دوو كسانو يې بايد تمام نه كړو او نه خو يې بايد په يوې ځانګړې برخې پورې ايسار كړو، عامه افكار بايد دټولنې په سطح يووالى او يوغږتوب يا همغږي ولري او خلك يې په يوه غږ او يوه مهال ومني.

V. تبليغات او لارشوونه :
د عامه افكارو لارښوونه او په ټاكلي لوري سيخول يو ډېر ارزښتمن كار دى، د عامه افكارو ارزښت بايد د تبليغاتو په منځپانګه ( محتوى) كې وګورو، كه چيرې د تبليغاتو منځپانګه كمزورې او لارښوونه يې سمه نه وي، عامه افكار خپل ارزښت بايلي. تبليغات او لارښونه " لازم او ملزوم" دي او ددواړو په يوځايتوب او ګډون عامه افكار غښتلي كيږي.
عامه افكار كله پيداكيږي؟

o كله ،چې انسان په خپل ژوند كې مخكينۍ انګيزه ولري، په مغز كې فكر او په شعور كې وجدان هغه څه دي، چې انګيزه پيداكوي او انسان كولاى شي د هغو په وسيله د يوې پيښې مثبت او منفي اړخونه وپيژني.
o كله، چې د انسان له غوښتنو سره سم يا مخالف عمل وجود ولري.
o عامه افكار يوه ډيناميكه قوه ده، چې د يوې ټولنيزې مسالې مثبت او منفي اړخونه بيانوي، لكه پر هيروشيما او نګاساكي د امريكا اتومي بريدونه.

د عامه تبليغ اړتيا:

 د تبليغ له لارې ټولنيز نظم رځي او د خلكو دشعور سطحه
Ø لوړيږي.
 د وګړو لپاره د خپلو انګيرنو او غوښتنو د څرګنداوي زمينه
Ø برابرول.
 د ځانګړو او ټاكليو موخو تر لاسه كول.
Ø

عامه افكارو ته پاملرنه( توجه) :
عامه افكارو ته ولې پاملرنه كيږي ؟ عامه افكارو ته د پاملرنې ګنگ لاملونه دي، چې ځينې يې په دې ډول در پيژنو:

1) لومړۍ ډله پوهان وايي:

a) د پوهې او تخنيك پرمختګ ، دملي او نړيوالو اړيكو نږديتوب ، د وسلو له منځه وړل او ديوه سوكاله ژوند په لور تګ.
b) د خلكو د اقتصادي سطحې لوړيدل، د سودګرۍ او راكړې وركړې پراختيا.
c) بازار موندل، د توليداتو او نورو توكيو د پلورنې مركز موندل ،ټرانسپورټي مسايل او نور......
d) د اقتصادي قدرت حفظ او تمركز، نظم، بيې ، داجناسو دارزښت كنټرول او پر بازار انحصار.
e) خپلواكي او ملي غرور، ځينې مشران د ولس وګړي د تيريګرو او ښكيلاكګرو د ماتې او خپلواكۍ جګړو ته هڅوي او د خلكو عامه افكار تر اغيز لاندې راولي، د هغوى په لارښوونه او سازمان كې له تبليغاتو كار اخلي او د عامه افكارو ارزښت لوړوي.

2) دوهمه ډله پوهان وايي:

زده كړه او د پوهنې اسانتياوې: هيوادونه او دولتونه زياتره د خلكو پر زده كړو فشار رواړي، ځكه پوه خلك دعامه افكارو په لارښگوونه كې غوره رول لوبوي، په ځينو هيوادونو كې عامه افكارو ته پوهنځي ځانګړي شوي اوعملي درسونه پكې وايي.

3) دريمه ډله پوهان وايي:

§ د ډيموكراسۍ پراختيا، دعامه افكارو په وده او اغيز كې رغنده رول لوبوي، خلك كولاى شي خپل مشر پخپله وټاكي.
§ د بيان ازادي او هرډول نظريات څرګندول.

4) څلورمه ډله پوهان وايي:

عامه افكارو ته د پاملرنې يو بل لامل ډله ييز اړيكي او د امكاناتو لېږد رالېږد دى، راډيو- تلويزيون ، ورځپانگې ، مجلې ، انټرنېټ او نور......هغه وسايل دي، چې د عامه افكارو د بدلون، لارښوونې او پر هغو داغيز غوره لارې ګنگل كيږي، سياستپوهان ډير وخت ډله ييزو خبري وسايلو ته په ارزښت سره خپلې غوښتنې په خلكو مني او عامه افكار تر اغيزې لاندې راولي.
5) پنځمه ډله پوهان وايي:

 اقتصادي بدلونونه هم
ü كولاى شي، پر عامه افكارو اغيز وكړي، د تورم او اقتصادي انډول د نشتوالي د مخنيوي لپاره بايد د توليد د زياتولو زمينه برابره شي او دغه زمينه دې ته اړ وځي، چې د خلكو په دودونو او عقايدو كې بدلون راولي، لكه يوسړى هركال خپل درمند په غوايانو كوي، خو كه چيرې تريشر ور كړواوپه مقابل كې يې باړه ( اجوره) واخلو، دغه سړى د كار داساني او سوتره توب له امله نور اړ دى ، چې د بيې له لوړوالي سره سره بياهم د تريشر غوښتنه وكړي.
 ځينې حكومتونه په نړيوال سياست كې هڅه كوي، عامه افكار د
ü ځان په لوري كش كړي، د ساري په ډول ، لويديز د ختيز په وړاندې يا يوګوند د بل ګوند په وړاندې، دوى هڅه كوي لږ تر لږه د شتمنو او ځواكمنو اړخونو نظرونه او مرستې ور جلب كړي.

عامه افكار او د خپرونو ازادي:

د خپلواكو او ناپېيلو خپرونو بنسټ دغه توكي جوړوي:
1- د بيلا بيلو نظرونو له مخې د حقايقو تفكيك.
2- دولتي او حكومتي خبرونو او معلوماتو ته لاس رسى.
3- له سانسور( ګوتوهنې) پرته د مطالبو او واقعيتونو خپريدل.
د خپرونو(مطبوعاتو) دخپلواكۍ شعار د مطلقه خپرونو سره په ټكر كې دى، د خپرونو ازادي او دعامه افكارو اداره پخوا دبروژورزي په ګټه بلل كيده او مطلقه خپرونې د فيوډالي عقايدو د تامين او روښانه كولو لپاره كارول كيدې ، د خپرونو د ازادۍ شعار د شلمې پيړۍ تر وروستيو پورې ډېر ارزښت درلود، خو دفرانسې د 1789ز كال تر بدلون وروسته دغه شعار سوړ شو، بيا نور شعارونه رواووتل ، چې عيني تيوري او... و.

اژيتاسيون او پروپاگند
Agitation & Propaganda
له دې امله، چې د عامه افكارو په ارزښت كې له تبليغ،پروپګند( ترويج) اواژيتاسيون ( تحريك) څخه كار اخستل كيږي ، نو غوره به دا وي، چې پر دې څيزونو هم لږ رنگا واچوو:
اژيتاسيون( تحريك)
Agitation
اژيتاسيون يوه انګليسۍ كليمه (
Agitation) ده، چې په فرانسوي كې يې Agitasion بولي، په لغت كې خوځولو( تحريك) ، تراغيز لاندې راوستو، خلك خپلې موخې ته رابللو، د فكر او انددودبدلون، پر يوې پيښې او موضوع باور او .... ته وايي، په اصطلاح كې هغه سياسي او نور اړخيزه وسيله ده، چې په ټولنه كې دسياسي عقايدو، نظرياتو او غوښتنو د ترويج او تفهيم لپاره كارول كيږي،زياتره دويناو،كتنو، ناستوپاستو،كتابونو،جريدو،ورځپانگو،نندارليكونو، راډيو- تلويزيون، سينما او تياتر له لارې تر سره كيږي، ځينې پوهان اژيتاسيون ته دتبليغي ، تنويري، او سياسي عقايدود تفهيم وسيله هم وايي، چې د ډله ييزو خبري رسنيو له لارې خپريږي.
په اژيتاسيون سره كولاى شو، خلك په شعوري يا غير شعوري ډول خپلې موخې ته راوبولو او تر اغيز لاندې يې راولو، اژيتاسيون زياتره په دستوري مقالو كې تر سره كيږي.
د اژيتاسيون ځانګړنې:
1. اژيتاسيون پراخ دى او زيات شمېر خلكو ته رسيږي.
2. يو سياسي او تبليغي عمل دى،چې د افكارو يوه څرګنده كړۍ رانيسي.
3. د موخو د ترلاسه كولو لپاره د يوه احساس پاروونكي او احساس پنځوونكي توكي په توګه كاريږي.
4. د خلكو د تحريك تر ټولو غوره ، پراخه او بشپړه لار ده.
5. د ناويلو او ژورو مسايلو په څرګنداوي سره دټاكلو موخو دپلي كيدو په خاطر كارول كيږي.
6. هم سياست دى هم تبليغ.
7. د مقابل اړخ ( دښمن) د ځپلو او له پښو غورځولو وسله ده.
په پاى كې ويلاى شو، چې اژيتاسيون د وګړو د خوځښت تر ټولو غوره لاره ده، چې كله كله په بدلونونو او پڅونونو هم اوړي، لكه پر 1819كال د فرانسې ستر بدلون ، يا دروسانو پرخلاف د افغان ولس سپيڅلى جهاد.

پروپاگند (
Propaganda )
پروپګند له لاتينۍ كليمې" پروپګاتوس" څخه اخستل شوى ، په لغت كې ترويج ته وايي او په اصطلاح كې هغه وسيله ده،چې په يوه ځانګړې كړۍ كې د بيلابيلو نظريو او سياسي او فلسفي افكارو د خپرولو لپاره كارول كيږي، پروپګند د خبرو اترو ،كتابونو، پوهنيزو او څيړنيزو خپرونو او مسلكي مجلو له لارې خپريږي.
پروپګند (
Propaganda ) دخلكو يوې وړې برخې ته عقيدوي پروګرامونه په بشپړو او ژورو جزئياتو بيانوي او يوه شنونكې ياتحليلي بنگه لري. په كمونستي ادب كې پروپګند (Propaganda ) ته " ترويج "او اژيتاسيون (Agitation) ته "تحريك" كلمه كارول شوېده.
ځينې نور پوهان پروپګند داسې راپيژني:

§ هر هغه څيز، چې انسان په شعوري يا غيرشعوري ډول تر اغيز لاندې راولي، پروپګند دى.
§ هغه عقايد،حقايق او تورونه چې د شخصي، ګوندي او يټولنيزو موخو او ياهم د مقابل اړخ د شنډولو لپاره په كار اچول كيږي، پروپګند بلل كيږي.


د پروپګند ځانګړنې:

1- د يوه ځانګړي پټكي( طبقې) لپاره خپريږي.
2- سياسي ، عقيدوي او فلسفي مسايل پرمخ بيايي.
3- د لوړې سويې څښتنانو ته رسول كيږي.
4- زياتره شنونكې( تحليلي) بنگه غوره كوي.
5- پروسه يي بنگه لري، كله چې پروسه پاى ته ورسي، خپل اغيز له لاسه وركوي.

د پروپګند او اژيتاسيون توپيرونه:

1. اژيتاسيون پراخ دى، خو پروپګند ديوې ځانګړې كړۍ لپاره خپريږي.
2. پروپګند زياتره په پټه او زررسى نه وي، خو اژيتاسيون ژررسى او څرګند وي.
3. پروپګند زياتره دناستو پاستو،كتبي خبرواترو او نورو مسلكي مجلو له لارې خپريږي.
4. پروپګند تحليلي ځانګړنه لري، خو اژيتاسيون يې نه لري.
5. پروپګند ته" ترويج "او اژيتاسيون ته" تحريك" كليمې كارولى شو.
6. پروپګند سياسي، فلسفي او عقيدوي مسايل څيړي، خو اژيتاسيون سياسي، تبليغي او نور..... مسايل څيړي.
7. پروپګند لوړې او پوهمينې ( تعليم يافته) برخې ته ، خو اژيتاسيون عامو خلكو ته خپريږي.
8. پروپګند د ايډيولوژۍ دفاع او خپرول دواړه پر غاړه اخلي.
9. په پاى كې ددواړو موخه تبليغ دى.

عقيده(
Opinion):
د يوې پيښې او موضوع په اړه د انسانانو ذهني او فكري تمايلاتو او غبرګونونو ته عقيده
Opinion وايي، ځينې خلك يې په الفاظو كې د ذهني تمايلاتو څرګنداوى بولي، د يوې پيښې يا يوه شي په اړه د انسان دغه ذهني تمايل او غبرګون د هغه له غير شعوري خوى او شخصيت څخه سرچينه اخلي. ډېر خلك له دليل او ليدو پرته پر يوه شي ګروهيږي، چې څرګنده بېلګه يې صدره المنتهى ته د رسول الله ص ختل دي، دغه تمايلات ياغبرګونونه ورو ورو پراخيږي او مثبت او منفي اړخونه ورخپلوي.
ځينې داسې اړخونه هم شته، چې د حقيقت يا حقايقو بنگه نيسي،خو عقيده
Opinion يې نشو بللاى ځكه عقيده او حقيقت دوه بېل توكې دي، د ساري په ډول، كه څوك ووايي، د څوارلسم سپوږمۍ ډيره ښايسته او زړه راښكونكې وي، دا يو فكر او عقيده بللاى شو، خو كه ووايي، چې افغانستان يو اسيايي هيواد دى، دا يوازې او يوازې يو حقيقت دى .
انسان په خپل ژوند كې په دريو كټګوريو كې ژوند كوي::

1- عقيده 2- كاراو فعاليت 3- له مضر طبعيت سره مقابله

i. عقيده:
عقيده موږ ته تر تصور لوړ څيز راكوي( يوه ستره موخه چې انسان ديوې نه يوې لارې پر ټاكلو ګوماري) لكه ،موږ عقيده لرو،چې انسان مري، حساب كتاب لري، يا محمد ص صدره المنتهى ته تللى و، دا زموږ تر تصور لوړه ده، خو عقيده پرې لرو.
ii. كار او فعاليت:
انسان د خپل پايښت لپاره كار كوي، او له دې لارې خپل ژوند او چارې پرمخ بيايي.
iii. له مضر طبعيت سره مقابله:
انسان د خپل پيدايښت له لومړۍ ورځې راهيسې له مضر طبعيت سره په شخړه كې دى او هڅه
كوي طبعيت پخپله ګټه وګرځوي.

از سابت افغان تولنه