زندگی

هغه پانسي (په دار) شو!

 

 

اکبر کرگر

 

سهار چې د چاپ په کارخانه (چاپخونه) ورننوتم، نو سملاسي راته ډگروال بيدار چې د انگړ له دروازې گوښی ولاړ وو په سترگو کې اشارت وکړ. هدف يې دا وو چې ور نژدې شم او څه راته ووايي. زه هم چې د سربازۍ (سرتېرۍ) په کاليو کې وم ور نژدې شوم. د مامور په څېر مې درناوی وکړ، خو هغه همدومره راته وويل:

بېگاه بيا يو لوی دېگ پوخ شو او کور ته يې واستول شو. زه هم د واره په خبره پوه شوم. د هغه مطلب لوی آمر وو چې د لويو څوکيو د ترلاسه کولو لپاره يې مېلمستياوو ته ښه زور ورکړی وو او لگښت يې هم د کارخانې له جيبه کاوه.

هغه په داسې انداز دا خبره وکړه چې گواکې نوموړی هره ورځ دا کارونه کوي او بيت المال د هغه د ساعت تېريو وسيله ده. ما يوازې ورسره د تاييد سر وخوځاوه. همدومره مې وويل: زه پوه شوم. 

خو زه په دې خبره لا له مخه پوه وم چې نوموړی د خپل لوی آمر سره په ډېره سخته سړه جگړه بوخت دی او د دواړو پوره وخت په دې خبرو تېرېږي چې څه رنگ يو بل ته کوهی وکيني او يو بل له پښو راونيسي او را وی پرزوي؟ 

کارخانې له عمومي سړک څخه د ننوتلو لپاره دوه دروازې درلودې چې يوه لويه او بله کوچنۍ وه. لويه دروازه به هروخت تړلې وه. يوازې د خرڅ د لارۍ او د آمرصيب د گاډي د راتلو په موقع به پيره دار بېرته کوله او بيا به بېرته ډېره ژر تړل کېدله. له دروازې نه په ننوتلو سره به د سړي سترگې ډېرې ژر په مخامخ دفتر لگېدلې. هلته چې به يو کنډوکپر مخ افسر پکې ناست او ننوتونکي او وتونکي دواړه به يې په ډېر ځير څارل. هغه د مرکزي دايرې دفتر وو چې د ننوتلو دروازو ته مخامخ واقع وو. 

پخپله لوی آمرصيب په دويم پوړ کې کښېناسته. هغه ښه مجلل او شاندار دفتر درلود. له لومړي منزل نه ورته يوه ښه ارته او سوره وره زينه ورختلې وه. دفتر ښه مجلل او شانداره وو، خو د مامور پرخلاف يوازې آمرصيب پکې نه کښېناست، بلکې آمرصيب يو سکرتر گوټی هم له ځانه سره په خونه کې کښېنولی وو چې هغه يو عادي سرباز (سرتېری) وو. داسې سرباز چې له پيرې او گزمې خبر نه وو، بلکې هغه د چا خبره چې د خپلې تورې له برېښ يا په بله مانا د خپل قلم له څوکې يې هر څه خوړل. هغه د معمول پرخلاف د آمرصيب په دفتر کې کار کاوه. 

سرباز (سرتېری) چې قد يې نسبتاً ټيټ او لږ څه هډور برېښېده، د سر وېښتان يې د تندي له خوا مخ په کمېدو وو. هغه ډېر ارام او د چا خبره د سړې سينې خاوند وو سرباز هغه څه کولی شول چې نورو نه شول کولی او ان لوی آمرصيب هم د هغه لاس ته ناست وو. 

اوس له هغه دورانه پوره زيات کلونه تېر دي، خو چې کله زما دنده په هغه لوی انگړ کې پای ته ورسېده او هره ورځ يا هره اونۍ يا کله ناکله به زه له هغې لارې تېرېدم، نو سم د واره به راته ډگروال بيدار د هغه مړې مړې خبرې، د انگړ په مينځ کې پيښې او زما د ذهن يو بوږنوونکې کيسه را تداعي کېده. د وجود خوله مې يخه په ځان احساس کړه وېرې او ترهی به واخېستم. زما دا ويرې او ترهې تر ډېر کلونو دوام وکړ، خو يوازې هغه وخت له دغې وېرې زما ولي سپک شول چې کله د اصلي کيسې په پای وپوهېدم. 

خو اوس مې د آمرصيب خبره کوله.

د لوی آمرصيب چالاکي او زرنگي هم د شيطان له پوهې لوړه وه، نو ځکه خو يې سمندر ته چې د نورو سربازانو (سرتېرو) په څېر يو عادي سرباز (سرتېری) وو په خپل دفتر کې ځای ورکړی وو. هره ورځ يې نازاوه. دی يوازې سرباز (سرتېری) نه، بلکې هغه مجسمه ساز ته ورته وو چې ډبرې او خټې يې په مخ کې ډېرۍ کړي او له هغو مجسمه جوړوي. آمرصيب هم ورته درناوی درلود او بايد يې لرلی وای. دا ځکه چې هغه ورځ د آمرصيب شخصيت ته خاص پالش ورکاوه او هغه يې برسېره پر دې چې په لوړ پوړو دولتي کار کوونکيو کې يکه تاز ځلېده، دغه راز يې هڅه کوله چې په لويو فرهنگي مجالسو او غونډو کې هم د يوه عالم او فاضل شخصيت په توگه وپېژندل شي نوځکه خو سمندر ته خدای ورکړې وه خولۍ يې د چا خبره په غوړو کې وه او د دې کار له برکته نه يوازې د پيرې او گزمې نه بېغمه وو، بلکې د بهرنيو ملکونو له سفرونو هم بې برخې نه وو. 

د سمندر يو کار خو دا وو چې ډېرو مهمو اخبارونو او مجلو ته به يې مقالې ليکلې، خو د مقالې په تندي به د آمرصيب نوم کښل کېده. ځکه چې آمرصيب اړ وو چې له هغه نه پورته لويان په دې خبره وپوهوي چې آمر ته د هغه د علميت او فضيلت په مقياس اوسنی پوسټ ډېر کوچنی او د هغه په حق کې د چا خبره جفا ده.

خو بلې خوا ته نور سرابازان (سرتيري) هم په دغه انگړ کې کښته پورته کېدل چې په هېڅ شان يې د سمندر نه ښه نه اېسېدل. د چاپخونې او د ادارې د مقرراتو له مخې به هر سهار سرتېري په يو لين (کتار) د ټولي د مشر د امر د پرځای کولو او د هغه د کتنې او رپوټ د بشپړولو لپاره په يو لين (کتار) تيارسي درېدل. او کله چې به د ټولي مشر راڅرگند شو، نو سم د واره به ټولو سرتېرو حق په جانب څېره غوره کړه او غلي به ودرېدل. قوماندان به د لين (کتار) مخې ته ځورونې سبب شي چې ډېره موده يې ارام ته پرې نه ښودم او تل به له ځان سره په ژوره شخړه اخته وم. 

د ټولي قومندان چې په ونه منځنی او ښه هډور او د منځني عمر سړی وو هڅه به يې کوله چې په خپلو جدي خبرو خپل رعب او وېره زموږ په زړو کې کښېنوي، خو دا کار لږ ناشونی وو. هغه به د لين (کتار) پر سر غږ کړ:

«هلکو سم ودرېږئ تيار سي شئ! خبرې وانه ورم.» 

او بيا به يې د يو نيم سرباز (سرتېري) د رسېدلو وېښتانو، برېتو او موذو پورې خبرې پيل کړې او پوره نيم ساعت به يې د سربازانو (سرتېرو) په اصطلاح «ملوکانه ارشادات» پُف کړل. 

د لين (کتار) پر سر د قومندان د خبرو په جريان کې به ورو گونگوسې پيل شو. نيامت (نعمت) چې کلونه کلونه زما د اندېښنو او ذهني ځورونو لامل وو، ورو به يې د استاد سيفو دا سندره په داسې انداز زمزمه کوله چې ان شونډې به يې رپېدې، ويل به يې:

«ليلا غوټی جان غم نه داری»

او يارمامد به ورسره سم د واره سر راتاو کړ چې:

«غير از رنگ زلف ديگه کار نداری.» 

لين (کتار) به له يوه سره تر بله له خندا ډک شو. خو قوماندان به له خپلې بزرگوارۍ (!) نه کار اخېسته او ځان به يې په ناگارو کې واچاوه. خو چې حوصله به يې ختمه شوه، نو سم د واره به يې په پټکو پيل وکړ. 

هلکو! لکه چې نه سړي کېږئ؟ قسم مې دې په رب وي چې د اس سره به مو په يوه اخور وتړم.

اقا به ورو وويل: «اس خوب است خدا ما را از خر نجات بته.» 

دغه اشاره به (خان) به د دې کنايې (اشارې) په اورېدو سره بيا سور سپين شو او په توره مښوکه به يې وويل:

«او مرده ... ادم نه شدی؟ مه کتی تو کار دارم.» 

خبره دا وه چې هغه زموږ په ټولي کې په خر مشهور وو، او په لاره به هم چې چا خر وليده او دی به هم روان وو، نو روان ملگري به اول څاروي او بيا ده ته په کتلو سره دا افاده ورکوله چې گوندې انډيوال دې گوره! او بيا به د هغه په اکر کې بدلون راته، خو دا مهال به د قوماندان پټکو هر څه غلي کړل. او نيامت به غاړه صافه کړه، غلی او حق په جانب به ودرېد. يارمامد به هم ورسره ودرېد. څه به يې ونه ويل، خو چې د قومندان مخ به بلې خوا ته شو، نو بيا به يې زمزمه کړه:

الا شا کوکو جان، سرت شال بندازم

الا شا کوکو جان، هر روز نه که دريشی

الا خوبش استی ازی بهتر نميشی

او د دې سندرې سره به بيا د سربازانو سکوت مات شو ...

بيا به سملاسي په لين کې خندا غزونې وکړې او د قومندان رنگ به هم لکه سور الوان وتښتېد. 

په لين (کتار) کې به د آمرصيب د دفتر سرباز هم کله ناکله ودرېده. کله ناکله ځکه وايم چې هغه هره ورڅ دې لين (کتار) ته نه راتلو، بلکې هغه په يو مهم کار بوخت وو. د چا خبره چې هغه د شخصيت د هستولو په کار بوخت وو. نو ځکه خو کله چې د لين (کتار) سر ته د موجوده گۍ لپاره راغی، نو سملاسي به پرې د ټوکو او ملنډو باران پيل شو. 

دې کار دوه وجهې درلودې: يو خو دا وه چې په گرم او نرم دفتر کې د هغه پاتې کېدلو او کار کولو د ټولو سربازانو (سرتېرو) کرکه راپارولې وه. نه يوازې سربازانو، بلکې ډگروال بيدار خو به ورته غاښونه چيچل او ويل به يې: «ده ته گوره ټوله ورځ ورته ليکنې کوي او هغه يې په خپل نوم چاپوي. زه يې قوماندان نه يم چې د پورتاتيف په خېمه کې يې څو ورځې وساتم چې پوه شي چې يوه ډوډۍ څو پتيرې کېږي.» 

او بله وجه دا وه چې سمندر ډېر د سړو مغزو خاوند وو، هېڅ قهر (غوسه) يې نه درلود. ښه مې په ياد دي چې په يوه محفل کې چا په څپېړه وواهه نوموړي ورته همدومره وويل: «بچيم کار خوب نه کدی!» 

همدا سبب وو چې نورو سربازانو به له هغه انتقام اخېست او کله به چې په لين (کتار) کې ودرېد، نو د ځورونو او فشارونو تر قمچينې لاندې به يې ستمي ويستل. چا به آمر باله، چا به رئيس او چا به د آمر پنسل پاک ... همدا سبب وو چې کله به ډېر اړ نه شو، نو لين (کتار) ته به له خپل دفتر نه نه راکوزېده. 

زموږ د سربازۍ (سرتېرۍ) دوره نيمايي ته ورنژدې کېده. شپې او ورځې په گړندي بدلون سره بدلېدلې. اصلي کيسه دا وه چې يوه ورځ کله چې له بهر نه د کارخانې په انگړ ورننوتلم، نو نيامت راته په انتظار ولاړ وو. پرتله او ماشيندار يې څنگ ته پراته ول. ذره بيني عينکې يې پر سترگو وې د تل په څېر يې خوله له خندا ډکه وه. وی ويل ډېر ښه وخت راغلې.

ما ويل: خيريت خو دی؟

هغه وويل خيريت دی. له تا سره مې يو کار وو.

له روغبړ نه يې وروسته زما لاس ټينگ ونيو او يوې خوا ته يې کش کړم. ورو يې راته وويل: يو څه مې په کار دي چې زه نه پوهېږم ته يې پيدا کولی شې ډېره سخته اړه ورته لرم. يا به له تا سره وي ارومرو يې راته پيدا کړه. ما ترې پوښتنه وکړه. 

هغه وويل مرمۍ ... مرمۍ مې په کار دي. څو دانې مرمۍ مې په کار دي؟

نيامت زما د پوهنتون د دورې دوست وو. په يو پوهنځي کې مو سبق لوست. هغه په ونه جگ او نری او ډنگر هډوکن تن درلود. تل به يې سترگۍ په سترگو اېښې وې. زيات وخت به يې کتاب په لاس کې وو. په خبرو کې ارام او صبرناک سړی وو، شمېرلې خبرې به يې کولې د کتابونو راکړه ورکړه به مو درلوده او په کتابتون کې به مو هروخت ليدل. لنډه دا چې زما او د هغه پېژندگلوي يوازې د سربازانو (سرتېرو) د لين (کتار) پورې اړونده نه وه. 

خو هغه مهال چې ما هرڅه ټينگار وکړ نوموړي راته سم حال ونه وايه. همدومره يې وويل له ما نه په پيره کې ورکې شوې دي. قوماندان يې رانه غواړي راسره مرسته وکړه. جزايي کوي مې. ما ورسره ومنله او ورته مې وويل سبا ته به يې درته راوړم. خو وروسته وپوهېدم چې هغه راته بهانه کړې وه. سهار چې بيا کارخانې ته ورننوتلم. نيامت د پرون په څېر زما لار څارله. يو وار بيا په خندا شو، وی ويل:

خدای دې وکړي چې زما سره د مرستې په ثواب کې شريک شې!

ورته مې وويل: غم مه کوه.

له لاسه يې ونيولم يوې گوښې ته ولاړو. د خپلې تفنگچې مرمۍ مې ورکړې. مننه يې وکړه او بيا له ما جلا شو. له هغه نه په گوښه کېدو سره مې زړه ډوب ډوب وکړ. حواسو مې بل شان گواهي ورکوله او له هغه ورځې وروسته مې بيا نيامت هم په سترگو ونه ليد.

 

نيامت ورک شو او بيا يې چا نوم هم په خوله وانه خېست. په سربازانو (سرتېرو) کې گونگوسی وو له هماغې شېبې زما د ژورو د اندېښنو لړۍ پيل شوه. «نيات وتښتېد». چا به ويل نيامت خدمتي ولاړ او چا بل څه؟ خو څومره چې نيامت د نورو له اذهانو ليرې کېده دومره يې زه ځورولم. هغه شېبه د گوښه کېدو شېبه. د مرميو ورکړه. مننه او بس تری تم کېدل.

مياشتې مياشتې زموږ د سربازانو (سرتېرو) لينونه (کتارونه) هماغه شان جوړېدل خنداوې پکې کېدلې، ټوکې پکې کېدلې او دغه راز ملنډې پکې وهل کېدلې. منځ قدی او چاغ چمنډ قومندان هم هماغه شان خپلې پټه کې جاري ساتلې او مونږ په پوره زغم اورېدې. خو بيا د لين (کتار) پر سر چا د ليلا غوټۍ جان سندره د ملنډو لپاره زمزمه نه کړه او نه خو نيامت وو چې په قطار کې ولاړ سربازان (سرتېري) وخندوي. نيامت ورو ورو د ټولو له ذهنه ووت. ټولو هېراوه، خو کله چې به زه د کارخانې په دروازه راننوتم سم د واره به مې مخ ته ودرېد او له هغه سره د روغبړ وروستۍ شېبه به بيا راتداعي شوه او ترڅو چې بېرته له هغه ځايه تللم او په بل کار به بوختېدلم زه به يې ځورولم. 

د نيامت له تري تم کېدو نه مياشتې مياشتې تېرې شوی د هغه هېڅ پته ونه لگېده. هغه تری تم شو. بيا په پيره کې ونه ليدل شو اوړی تېر شو منی راغی يخني په زياتېدو شوه. د ټولي ترخيصونه پيل شول. موږ هر يو ترخيص تر گوتو کړ نيامت بيا هم ونه ليدل شو. هغه تری تم وو. خان هم ترخيص تر گوتو کړ چکچکې پرې وشوې، هرکلی يې وشو، مبارکي ورکړل شوه او ځېنو کينايي هم وويلې سمندر هم له تقديرنامې سره يوځای ترخيص واخېست. ټولو په يو اواز وويل: نوش جان (!) مبارک (!) فتح وظفر مبارک (!) 

دوه کاله وروسته کله چې په يوه دولتي اداره کې په خپل کار بوخت وم. ډېرې نوې خبرې مې ذهن ته راتللې تېرې يادونې مې ورو ورو له ذهنه وتلې او د هغو ځای نويو نيوه، خو د نيامت وروستی روغبړ به چې کله په ذهن راغبرگ شو د واره به يې ټکان راکړ. د سربازۍ د دوران نورې کيسې مې په ذهن کې نه وې. سمندر مې هم نه ليده. خان هم په څه کار اخته وو. چاغ چمنډ قومندان او د هغه پټه کی مې ورو ورو له ذهن نه وتلې. د ډگروال بيدار خبرې او لوڅونې هم دومره زما ياد ته نه راتللې. يوازې دومره پوهېدلم چې لوی آمرصيب ښه پرمختگ کړی وو او د نويو پوستونو د ترلاسه کولو لپاره يې اشتها نوره هم زياته شوې وه.

 ما هم په يو دفتر کې کار کاوه او د مامور په څېر به دفتر ته ورتللم يوه ورځ چې د سهار له خوا لږ ناوخته دفتر ته ورغلم ډېرې انجونې زما د دفتر له همکارې راتاوې وې. هغې ته يې تسليت ورکاوه.

لومړی مې څه ونه ويل، خو اندېښنه مې زياته شوه او د چوپتيا پوښتنه مې وکړه:

نسرين وويل موږ دوعا کوله. شکېلا ته مو دوعا وکړه.

زه حيران شوم. د څه دوعا؟ پوښتنه مې وکړه:

شکېلا په ژړغوني اواز وويل: دوی ستا د ملگري فاتحه راکوله. زه هک حيران شوم. کوم ملگری؟

هغې وويل: د نيامت فاتحه.

زه ټکنی شوم او سره له دې چې ژبه مې گونگه کېدله بيا مې وپوښتله: کوم نيامت؟

هغې بيا په ژړا وويل: هغه چې له تا سره يوځای سرتېری وو. هروخت به يې ستا کيسې موږ ته کولې.

زه حيران پاتې شوم تا خو ما ته ويلي وو چې هغه تښتېدلی دی.

نه! هغه نه وو تښتېدلی هغه همداسې ويلي ول چې تا ته همدومره ووايم.

نو هغه کله ومړ؟

هغې وويل: هغه ونه مړ، هغه پانسي شو ... د پرديو د وژنې په جُرم پانسي شو او مور مې د هغه مړی هم ونه ليد.

 

لندن

 

&&&&&&&&&&&&

گران دوست اصف الم ته،

 

درې شيبې

  

اکبر کرگر

پرون مې د کلي د هاغې غاړې له ژرندې نه داوړه شويو غنمو بوجۍ په شا راپورې ايستله . د شرنده خوړ نه په کرار راپورې وتم. لمدې پايڅې له خوړ نه دېرې ته راجگ شوم. غنمو په پټيو کې وږي ايستلي ول.

 د دېرې د گڼو ونو په توتانو کې توره دانه په لگېدو وه. د مرغيو سيلونو په اسمان کې لارې کولې. ويالې ډکې روانې وې، خوړ په شړک بهېده. د دېرې په مخکې د غوايانو د اخور موړې دېوال ته تکيه شوم. د وړو بوجۍ مې کېښوده او رسۍ مې له ولو نه خلاصه کړه. د دمې جوړولو په هيله ېيغ نېغ ودرېدم د تخرگو تريو بوي مې تر سپږ مو شو. لاس مې په ولاړه بوجۍ کېښوده چې چپه نه شي.

 د دروازې غرهار مې پام بلې خوا ته واړاوه. شاترينه د نړېدلې کلا له انگړ نه خورې زلفې راووته. د ټټر کوترو يې د الوتو تابيا کوله. لومړی يې شړنده خوړ ته پام شو اوبه په شړک بهېدې. تنکۍ غرمه په پخېدو وه. بيا يې ما ته وکتل په ليدو مې حيرانه شوه، شاوخوا ته وکتل. زه هلته د کلا نه اخوا لېرې پاس په وستل کې يو سړی د خپل خره پسې چابک روان وو.  ښه ورته ځير شوه، ډاډه شوه چې هغه پردی لاروی دی او بله خوا درومي. بيا يې د دروازې د درشايي له موړې د پښو په څوکو لاندې کڅ ته وکتل هېڅوک نه برېښېدل. ورو راروانه شوه، د مړوند بنگړو يې شرنگا وکړه. په ټيکري کې يې خپلې خورې زلفې شا ته تاوې کړې. په غلچکي خو ترخه موسکا يې وکتل راته مالومه شوه چې د خپل راتلونکې په باب ډېر څه ويل غواړي. سره لاسونه يې په يوه بهانه راوښوول. ترې مې وپوښتل: لکه چې کلي کې نورې نکريزې نه وې که څنگه؟

هغې په ترخه موسکا ځواب راکړ: لکه چې ښه بې خبره يې! بېگا ته زما د واده شپه ده. لاس نيولې مې ودوي.

حيران شوم، ولې ډولۍ څنگه؟

اسويلی يې وکېښ وی ويل، ما ته ډولۍ او جنازه يو شی دی. زه د خپل قسمت بنده گۍ يم ... حيران ودرېدم، خو هغې خبره بيا واړوله وی ويل:

که تږی يې چې اوبه درته راوړم. يوه شېبه مو له تندې ډک ليده کاته وکړل. زړه يې نه کېده چې زما له څنگه لېرې شي. د بوجۍ د رااړولو په بهانه رانژدې شوه، بوجۍ يې شا ته راواړوله. د لونگو د زونډي خوږ بوي يې زما په حواسو کې لارې وکړې. بوجې يې راواړوله، ولونه يې راته سم کړل. د ټټر درزا يې ښه په درز اورېدل کېده، خو د پښو په سکالو هغه ژر زما له څنگه پناه شوه. ما هم ځان د رسۍ په کشولو بوخت کړ: ورو روان شوم.

 اوس له هغه شېبې ډېر کلونه تېر دي. هروخت چې د هغه شېبې په ياد په اسمان کې د سيلاني کوترو کتار وينم د هغې د احوال پوښتنه کوم، خو هېڅ راته نه وايی. نه خو راته د هاغه فقير حسن کيسه کوي او نه هم ما ته د هغه خوږې او رنگينې شېبې غزل اوروي.

 شپه تر نيمايي اوښتې وه. زندان لکه تور ښامار تور کومی واز کړی وو. تورگل له لېرې غرنيو سيمو نه زندان ته راوړل شوی او بندي شوی وو. هغه په خپله توره کمپله ناست د زندان ټولې پنجرې تړلې وې. پيره دار په درنو گامونو په دهلېز کې ښکته پورته کېده. تورگل په يوه ساه د ميده بای او ميده بای غږ کاوه. دا د پيره دار نوم وو. هغه د کندز اوسېدونکی وو. يو ساده سرباز (سرتېری/بولندوي) وو، خو لکه چې زړه يې نه درلود او لکه چې په دې توره شپه کې يې د بندي اواز نه اورېده. لکه چې اسمان هم وېده وو ځمکه هم ترينگلې وه. د غضب تنور لمبې کولې وچ او لانده يې يو شان سېزل. ټول بنديان د هغه په زگېرويو راوېښ شول. په خپلو ځايو کې کښېناستل. توکل د کولمو په سخت درد اخته وو. په بيا بيا يې د پيره دار پيره دار رانژدې شو د کلاشينکوف ميله يې ورته راواړوله. په لاس يې ورته اشاره وکړه يعنې چې غږ دې مه باسه. اجازه نشته همدغلته ومره بس او چوپ. د بندي اواز غلی شو له ډېره درده يې له ځانه سره سکيندې ووهلې او بيا يې د بېخودۍ په حال کې خپل ککړ کالي راټول او بېهوشه پرېووت.

 ټوله شپه مې سترگې سره ونه نښتې. هک حيران پرېوتم. وېره او ترهه مې په ځان لاسبرې وه. فکر مې کاوه دا د هغه بندي حال نه دی، بلکې زما خپل حالت دی. زه په خپله يم چې اوس مې نفس ووځي او زه يم چې شپه راته پېړۍ شوې ده. او دا پېړۍ هم د کوم داسې چا په لاس حرکت کوي چې غواړي اول زموږ د ټولو ورمېږونه خپه کړي او بيا رانه لېرې شي. يو جلاد، يو قصاب، د انسانانو قصاب، او موږ د قصاب په انگړ سره راټول يو. تر سهاره وېښ پاتې شوم. د بندي تورگل د ککړو کاليو ډک جسد مې خوا ته پروت وو ترې وېرېدم. کله کله به مې ناڅاپه ياد ته راغی چې ژوندی ولاړ دی راته خاندي.

 لنډ کالي جگې پايڅې، سېلو ډوډۍ يې په لاس کې ده ترخو چايو پياله يې په بل لاس کې نيولې او بوره غواړي او بيا په کټ کټ خاندي. په خپل ځای ناست دی. زړه يې د يو بې وطنه مساپر په څېر تنگ دی. له خدايه مرسته غواړي چې ژر يې سر په کڅوړه شي. د حقير ژوندانه سوغات بېرته خپل مالک ته ورکول غواړي او ځي نيمگړی ارمان يې پوره کېږي، نو روح يې د زندان په تنگو کوټو کې الوځي. په دهلېزونو کې پرواز کوي او ځي. بيا ما ته رانژدې شي په کټ کټ خاندي. همدومره وايی: اوس نو پرېوځي خوشاله اوسئ چې ژوندي ياست. ما خپل پور پرې کړ. «زه نور د چا پروا نه لرم ما ته اوس د هېچا پروا نه راځي نور څوک پر ما څه نه شي کولی» او بيا په دې ډول شپه سبا ته ورنېژدې شوې وه.

 خو اوس کيسه د پرون ده. پر تور سرک پلی روان وم. تور سرک د تورو سمټي کورونو په مينځ کې لکه تور ښامار په ټټر خويېده. شاوخوا مې وکتل د خپل تېر ماضي ټولې ترخې او رنگينې شېبې کې په يوه درنگ له نظره تېرې شوې، شاوخوا مې وکتل يوازېوالی او بېوزلي.

 پخواني ياران يو هم نه ول. نه هغه ورانه کنډواله کلا. نه هغه شړنده خوړونه او رڼې اوبه او نه هغه خورې زلفې او ترخه خندا. فکر مې وکړ لکه چې زما د ژوندانه ټوله کيسه د سترگو په رپ کې تېره شوه او بيا مې د شنو غنمو او ببرو پولو دره ياد ته راغله لکه چې هلته هم څوک نه وو. په هديرو ورسم شوم. ټولې د يتيم د شلېدلي گرېوانه په څېر خورې ورې پرتې وې. د دېرو ونې وچې شوې وې. کلاگانې نړېدلې او دېوالونه يې پر بېخ ناست ول. او بيا مې هماغه له هيبت او دهشت نه ډک زندان ياد ته راغی، شاوخوا مې ونه ليدل. د سپاهي هيبتناکه غږ هم نه اورېدل کېده، خو د تورگل بندي اواز مې تل په غوږونو کې جرنگېده او بيا په همدې سوچونو کې ناڅاپه د يوه سړي سره مخامخ شوم. مخ په مخ ورسره ودرېدم. همدومره پوه شوم چې وی ويل: کريزي يې (ليونی يې) او بيا د خپل ژوندانه له وروستي متاع يعنې ....

 

لندن، ۱۹۹۹/۳/۱۰

 

 د ستنېدو سباوون

  

اکبر کرگر

 ټوله شپه مې له وېرې خوب نه وو کړی ډېر وېرېدلی او ترهېدلی وم. له کوټې بهر وچې څلې له قهره غاښونه چيچل. په کوټه کې هم له يخنۍ د چا وس نه کېده. د ډزو درزهار او د جنگ د لوگيو له دندوکاره د وېرې يخني هم زما په تن لکه خپسه ناسته وه. ماشوم زوی مې هم دارنگه ترهېدلی وو. ډېره وېره يې ليدلې وه. توپ له هر درز او د راکټونو د باران له هرې شېبې سره به زما په غېږ کې کلک شو. همدومره به يې وويل:

پلارجانه زه نه وېرېږم. زه له ډزو نه وېرېږم، خو يوازې يخني مې کېږي. ما په غېږ کې کلک ونيسه چې يخني مې ونه شي.

خو له دې خبرې سره به يې ژامې لکه د شوې د پاڼې په څېر ورپېدې. په خپلو خبرو به يې ما ته تسلي راکوله. فکر يې کاوه چې زه د هغه په وېره او ترهه نه پوهېږم. په بړستن کې به يې ځان راونغښتو. سر به يې زما سينې ته ښه راجوخت کړ. له سر نه به يې د خولو تريو بوي راپورته شو. ما به هم سپږمې راکښلې او د هغه د تن د خولو او د سر تروه بوي چې پوره يوه مياشت يې ځان او سر نه و وينځلی لږ څه تسکين راکړ.

 

هغه شپه ټوله په همدې شان تېره شوه. څه په خوب او څه په وېره او ترهه تېره شوه. او کله به هم د توپونو درنو گوليو د برېښنا په څېر د تورې شپې په زړه کې لاره کوله او زموږ د خوب مزي به يې هم راغورځول.

 

د سهار له راتلو نه له مخه د ډزو درزهار غلی شو، خو خوبونه ټول تښتېدلي ول. د کوټې له چته ډېرې خاورې په بړستنو او غوړيدلي فرش پرتې وې. د خاورو مست بوي د باروتو له بوي او لوگيو سره هماغه شان لکه د ډزو اواز چې زموږ د خيالونو په دهلېزونو کې تاوېده راتاوېده او په پوره مسلات (سلا) او شريکه سره يې د نابللو په څېر زموږ سترگې او دماغونه هم سېزل.

 

له کړکۍ نه بهر توره خړه لېرې شوې وه سهار مهال لگېدلی وو په کوڅه کې د پښو ښکالو اورېدل کېده. يوه تورسرې د خپلو دوه ماشومانو سره چې زړه بړستن يې پر سر وه لکه ترهېدلې مرغۍ اوتره روانه وه.

 

يو ژوبل سړی هم ورپسې گوډ گوډ کېده په ارتو گامونو يې لاره لنډوله. هېچا شا ته نه کتل بله ډله هم ورپسې روانه وه. داسې برېښېدل چې هر يو د پښو په ويستو دی. د ښار خلک د يوه تور سېلاب په څېر پر کوڅو او سرکونو سم ول. څوک چابکه او څوک پښه نيولي روان ول. ښار د غم ورا په سر اخېستی وو او واړه ماشومان لکه نېزه وړي د تور سېلاب د څپو له پاسه اوښتل رااوښتل.

 

د دروازې ټک ټک مې پام بدل کړ. مخ مې راستون کړ او بيا دروازه د راځه په غږ سره نيمکښه شوه. نور ماشومان ټول په خواږه خوب وېده ول. له ذبيح نه مې غوښتنه وکړه راځه راننوزه، خو همدومره يې وويل:

ــ يوه خبره مې درته کوله په ټينگار مې هغه اړ کړ چې دننه راشي. کوټې ته راننوت پر زړه او ماته څوکۍ کښېناست. ترې ومې پوښتل:

ــ کور ته خيريت وو.

ــ هو دا ساعت خيريت وو؟

نو څرنگه په دې توره خړه کې دلته راغلې؟

ــ هو خيريت، خو زه په تاسې پسې راغلم.

د ذبيح حيرانۍ زه نور هم حيران کړم. د يوې پوښتنې او ځواب په شېبو کې ذهن ډېر لېرې او نژدې ولاړ. حيران شوم چې خدای مه کړه څه ټکه پر چا نه وي رالويدلي او څه بده پېښه نه وي  شوي.

 

د تورې شپې ډزو او دندوکار درزهار او کړنگهار مې له ياده ووتل له نويو پېښو سره مخامخ شوم. د خپل گاونډي اوترو خبرو زه هم حيران کړم. زموږ د دواړو په خبرو ماشومان هم له ځايه راپاڅېدل. ټول په خپلو ځايونو کې په تاو بړستنو کې کښېناستل په وارخطايي مې بيا پوښتنه راغبرگه کړه:

ما مه حيرانوه اصلي خبره وکړه څه مطلب دی؟ خو هغه په نوره وارخطايي بيا هم وويل:

زه له همدې امله مور له خوبه راپاڅولم او پر تا پسې يې راولېږلم چې د خپل کور خوا ته راستون نه شي او له همدغه ځايه دې ...

ــ زه ... ولې؟

مطلب دا چې د ځان چاره دې وکړه او خپلې پښې دې سپکې کړه. د هغه خبرو زه لږ څه حيران کړم او څه بل شان احساس يې راکړ. داسې چې د شکونو جوگه وو. زه يې نور هم اوتر کړم د فکر کولو وس يې راڅخه واخېست.

بيا مې وار ونه  شو ومې پوښته:

مور دې څه ويل ما ته پوره کيسه وکړه:

ــ مور مې راته وويل چې بېگاه شپه څو وارې ټوپک والا راغلي ول. ستا کور ته ورننوتل. دروازه يې په لغتو ووهله او هر څه لوښي کودي يې چپه کړل. بسترې يې وپلټلې او په موږ يې ستا د پيدا کولو ټينگار کاوه او دا يې هم ويل چې ... .

ــ نو څنګه ...

ــ ويلي يې دي بايد خپله ...

او بيا يې مخ سور واوښته او په قهر يې راته وويل:

ــ زه يو څه درته وايم او ته لا تراوسه هم پوه نه يې.

ماشومانو تر دې دمه زموږ خبرې په زېر زېر اورېدې ټول موږ ته او زموږ خبرو ته ځير ول.

 

هغه زياته کړه زه چې راتلم ستا دوه تنه ملگري يې وژلي ول. مړي يې ورته د کور په مخ کې اچولي ول. د هغوی تورسرې او ماشومان يې هم ورته نه پرېښودل او همدا يې تکراروله چې درې بايد پوره شي بيا به يې ... .

 

زه غلی شوم زموږ ټولې خبرې ماشومانو واورېدې او د ذبيح د خبرو په اورېدو سره ټول په ژړا شول. ټول مې پرځان پورې د مچيو په څېر ونښتل. ټولو په يو ټينگار سره يې دا خبره تکراروله چې پلاره ته ژر له کوره ووځه ژر ولاړ شه ... .

خو ماشوم زوی مې تر پښو پورې کلک نښتی وو نه يې پرېښودم او په ډېر ټينگار سره يې ويلې لالچ يې کاوه:

ــ زه مې پلار نه پرېږدم. نه يې پرېږدم چې له کوره ووځي. پوليسان به يې د دروازې په مخ کې ونيسي. زه يې نه پرېږدم پوليسان به يې بندي کړي، خو په نرمو خبرو مې د لاسا کړ. د گاونډي وړينه خولې مې د سفر د تاج په توگه پر سر کړه چې څوک مې ونه پېژني. غلی له کوره راووتم د ماشومانو پر مخونو اوښکو لارې وکړې. ټولو سکيندې وهلې مخ مې ورستون کړ. همدومره مې ورته وويل: بچو تاسې مه ژاړئ زه سبا ته بېرته راځم. زوی مې تکرار کړه:

سبا ته د شپې راشه چې پوليسان دې ونه نيسي ...

او ما بيا په لاساينه وويل:

تاسو مه ژاړئ زه به ارومرو سبا ته راشم او بيا به خپل کور ته ولاړ شو. له دروازې راووتلم په سترو اندامونو مې پلونه واخېستل. د هغوی د اوښکو نېز همداسې بهېده. سترگې يې راته لکې څکې پاتې شوې. اوس دا دی کلونه واوښتل او لا پسې اوړي. ډېر سهارونه راخېژي، خو زما د ستنېدو د سباوون څرک هم نه لگېږي. هغه شېبه هم بيا راستنه نه شوه چې ورشم او بيا له هغوی سره يوځای خپل کور ته ولاړ شم.

 

لندن، ۱۹۹۹/۱/۲۳

 

ژړا په سندره کې

  

اکبر کرگر

 

او کله به چې نازنينه د کور له کاره وزگاره شوه، نو ورو به يې د خپل پام د اړولو لپاره د دېگ پر سر پوښ گوتې کېښودې او په غريو نيولي اواز به يې دا زمزمه پيل کړه:

دلبرم دلبر خانه خرابم کرد چشم شهلايت ديده پرابم کرد

دلبرم دلبر.

او بيا به يې له واره مړې اوښکې په سرو اننگو راماتې شوې له خبرو اترو به ووته. ستونی به يې ډډ شو. يو وار به يې سترگې پورته د دالان پر چت وگنډلې او بيا به يې خپلو دوه ماشومانو ته پام شو. ځان به يې ونيو د زغم او صبر يوه څپه به يې لکه د زهرو گوټ له ستوني تېره کړه او خپلو بچو ته به يې وويل:

ولې غلي شوئ راځئ چې په گډه سره دا سندره ووايو او بيا به ريدي او نرگسې هم د مور سره يوځای سندره پيل کړه.

د لبرم دلبر خانه خرابم کرد    چشم شهلايت ديده پر ابم کرد

دلبرم دلبر ...

 

ماشومانو به که له يوې خوا شونډې په سندره رپولې، نو له بلې خوا به يې ځانونه د مور په سترگو کې ځای کړي ول او د دې لپاره به يې هم خپلې شونډې رپولې چې د مور خبره يې ځمکې ته ونه لوېيږي او له دې سره به د مور په اننگو کې غرق ول. خو نازنينې به هم د دې لپاره چې هم خپل پام بدل کړي او هم د ماشومانو پام، نو ښايسته زيات وخت به يې په دې شان تېراوه. خو کله به يې چې د رېدي او نرگس په شونډو او ماشومانه لهجه د سندرې همدا سر واورېده، نو بيا به د مور اننگو ته ځير شول او بيا به په فکرونو کې ډوب شول او د مور د اننگو له پاسه به د راروان سېلاب په څپو کې لکه نېزه وړي لاهو شول او سندره به هم يو دم غلې شوه. مور به يې يو ناڅاپه کمکۍ لور نرګسې ته وويل:

ــ خو ته ژاړې کنه. مور به يې د پخلاينې په دود وويل:

نه لورجانې زه خو نه ژاړم ما کله ژړلي دي. ما هېڅکله نه دي ژړلي هسې ټوکې به نه کوې. راځئ چې په گډه سره سندره ووايو او بيا به يې د کورس په ډول اواز پورته کړ.

 

رېدي به هم اواز پورته کړ او کله به يې د سندرې په مينځ کې راودانگل.

ــ مورجانې ته موږ ته رښتيا ووايه زموږ کور چا خراب کړ؟

مور به يې د حيرانې او لږې خندا نه وروسته وويل:

ــ ای کمعقله موږ کله بل کور درلود. همدا زموږ کور دی زموږ کور هېچا نه دی خراب کړی.

ــ خير نو ته يې ولې په سندره کې وايې او چې د مور په اننگو به يې د اوښکو راروان رود ته وکتل، نو بيا به يې وسوسه زياته شوه او وبه يې پوښتله:

ــ زه نوره سندره نه وايم ځکه چې ته له سندرې سره ژاړې. ما ته هغه سندره ووايه چې خوشالي پکې وي.

ــ بچيه جانه (ځويه گله) بله سندره مې نه ده زده.

ــ دا دې له چا نه زده کړې ده، خو له هماغه نه به دې بله زده کړی وای.

ــ دا خو مې ستا له پلار نه زده کړې ده او هغه بله راونه ښوده.

ــ نو همدا يوه.

ــ هو همدا يوه او بيا به يې د زوی پر سر لاس راښکود او ورته وبه يې ويل:

بچی جانه (ځويه گله) تا دې خدای ځلمی کړی. ټولې سندرې خو د خوشالۍ نه وي او ټولې سندرې خو سړی نه خوشاله کوي او بيا به وړې نرگسې هم د مور خبره غوڅه کړه:

ــ نو چې خپه کوي دې ولې يې وايی؟

ــ خو کله کله ښې وي چې وويل شي.

ــ نو د څه لپاره ښې وي؟

ــ ته اوس دا خبره پرېږده. راځئ چې سندرې ووايو.

٭٭٭     ٭٭٭     ٭٭٭

ښايسته زيات وختونه تېر شول. نيازبينې ډېر رازونه په خپل زړه کې وساتل. رېدی هم بوتکی شو. نرگسه هم د لوښو د وينځلو شوه، خو نيازبينې خپل بچي په اميدونو رالوی کړل. د نن سبا په هيله او په دې هيله چې څانگه به نن سبا کې گل شي. ژر به ستاسو پلار کور ته راشي. هغه په لنډ سفر تللی دی او چې کور ته به يې څوک ليرې خپل خپلوان هم راغلل، نو په دې خبره به يې ملايان کړل چې گواکې ماشومان هم د خپل پلار د راتلو په هيله دي.

 

خو د جنگ ښامار د ډېرو ځلمو سرونو لو وکړ او د ډېرو شاه ځلميو د تنو سرونه يې ټوپ کړل، خو نيازبينې د خپلو ماشومانو د پلار د ژوندانه ټوله بوده او تنسته په يوه سندره کې راغوټه کړې او تل يې په ژبه او تن بار گرځوله.

شپې ورځې تېرې شوې. ډېر د غم ژمي سبا شول، خو لړۍ يې هېڅ ونه شلېدله. يوه ورځ چې د مني ساړه لا نه وو لگېدلي. ماشومان په کوڅه کې په لوبو اخته ول. رېدی هم د کوڅې د لوبو شوی وو. ټولو ماشومانو د جنگ پېښې کولې. يوه ډله به د بلې پر وړاندې د دېوال څنډې ته پټېډله او په مقابل لوري به يې د خولی باړونه چلول. جنگ اوس زموږ د کوڅو مينځته راغلی وو او دا مهال يې زموږ کوڅو او انگړونو ته هم لاره کړې وه. لوبه هماغه لوبه وه، خو توپير يې درلود. د ماشومانو لپاره د لويانو د پېښو او نخرو تمثيل وو. يوازې د لويانو د ساعت تيرۍ لوبه نه، بلکې د ماشومانو لپاره هم د ساعت تېرۍ هغه وه.

 

زموږ د کلي شينو چې هر وخت به يې د يوه بېرحمه جنگيالي په څېر پايڅې شلېدلې پزه راروانه او د بدن غړي به يې په خپل وس او اراده کې نه ول. د يوه خونخور کجير په څېر به يې د نورو ماشومانو له زړونو خوند اخېست. ټوله ورځ به يې د خلکو لنگې سپۍ کوړنجولې. د مچيو چکونه به يې راپارول او د کليوالو له شپولونو نه به يې لوگي اسمان ته جگول. نن يې د عادت له مخې د رېدي په سترگو کې خاورې وشيندلې. هغه يې وزوراوه او په ځورولو سره يې ټولو هلکانو شينی ملامت کړ.

ماڼو له ټولو ترمخه د رېدي ننگه وکړه:

«نا مرده هغه يتيم دی پلار نه لري. موږ او تاسو خو پلار لرو، هغه خوارکی ولې ژړوې؟»

ــ «خوارکي خوارکي اسونه په جنگ کې نه څرېږي، جنگ جنگ دی. پرېږده چې پوخ شي چې کله خپله سترگه له لاسه ورکړي بيا په زرگونو سترگې ښې راکښلی شي.»

 

خو رېدي د ځان په نسبت د لومړي ځل لپاره د يتيم خبره واورېده. اوښکې يې وچې شوې، هر څه يې له ياده ووتل. د هلکانو سره د يو مات شوي جنگيالي په څېر يې د جنگ ميدان پرېښود. سر پرې وگرځېد داسې لکه چې پاس اسمان پرې څرخي او د پښو لاندې ځمکه يې هم ځغلي لکه چې د پلار د جنازې غږ يې اوس اورېدلی وي. د هغه مړی يې اوس په کور رادننه کړی وي او ځان ته يې فکر شو چې هغه خو ... .

 

په يوه منډه يې د کور پر دروازه ورمنډه کړه. ساوتيگاه پر دروازه ورننوت او په سورو سورو په ژړا شو:

مورجانې ای مورجانې! تا خو موږ ته ويلي ول چې پلار مو په سفر تللی او را به شي. تا خو موږ ته دروغ ويلي ول، ولې دې موږ ته ... اوس زه پوه شوم. هو اوس پوه شوم (سلگۍ) چې زموږ پلار مړ دی او موږ يتيمان يو....

او بيا د رېدي د سلگو سره د نازنينې ژړا هم لکه د غم سندره غبرگه پاتې شوه.

لندن، ۱۹۹۹/۱/۳۰

 

 

 

 

 گونگوټان

 

اکبر کرگر

 نن سهار چې مې له کړکۍ نه بهر سړک ته وکتل، نو په ټول چاپېريال توره تياره خپره وه. سړکونه شاړ او خالي پراته ول. دواړو خواوو ته د کوچنيو گاډو قطارونه ولاړ ول. لا تور سهار وو.  امه شمه نه وه. تور سړک د پولادي او خړو کورونو په مينځ کې لکه تور ښامار اوږد غځېدلې وو. يو نيم گاډی به د خپلو سترگيو په رڼا سره وځلېده او د هغه په تېرېدو سره به بيا چويتيا خپره شوه. اسمان هم د تورو باراني وريځو پنډونو اخېړ کړی وو. فکر کېده چې دا تورتم په خلاصېدو نه دی، خو په پرله پسې توگه د تور تمونو ليدلو ستونی خفه کاوه. په تېره هغه چا ته چې هرڅه ورته پردي وي. ان په څنگ کې نزدې گاونډی هم د مخ په مخ (مخامخ) کېدو په وخت د شونډو مسکا کوي او کله ناکله چې يې زړه وغواړي يوازې د هيلو (سلام) غږ کوي. هسې خو د لندن اسمان ټول منی او ژمی وريځ وي، خو چې د څو ورځو لپاره په پرله پسې توگه اسمان وريځ وي او لمر ونه ليدل شي، نو بيا د سړي حواس نور هم مړ ژواندي کوي او د ژوندانه سره مينه او اشتياق (اشتها) ورو ورو کموي.

 په همدې زړه تنگۍ او نفس (ساه) تنگۍ سره د چايو د تيارولو لپاره پخلنځي ته ورننوتلم. هلته بېگاني لوښي له خوراکي شيانو ککړ پراته ول. د مېزونو سر ټول چټلو لوښو او تورو حشرو نيولی وو. پښه نيولی ورته ودرېدم. غوږ مې ورته کېښوده د ټولو گډو وډو لوښو سره سره بيا هم ما هېڅ لاس ورنږدې نه کړ. يو ډول نامحسوس اواز مې تر غوږ شو. په کور کې، بهر او په انگړ کې هېڅ ښکالو نه وه. توره خړه وه، لمر خو هسې هم نه وو، رڼا ورکه وه. اسمان تک تور وو، ځمکه هم ورسره توره وه، خو يوازې څراغونو په سرک کې سترگکونه وهل.

 لږ نور هم ځير شوم. د پخلنځي د دېوالونو په سوريو کې د کور د ډېرو پخوانيو گونگوټانو (کاکروچانو) د شور زوږ گونگوسي ختل.

گونگوټانو پخپلو مينځو کې سره شور زوږ جوړ کړی وو. يو بل ته سره په ناندريو بوخت ول. يو بل ته يې کيسې کولې او پر يو بل يې ملنډې وهلې. د هغوی تر مينځ هم د کترو او کنايو بازار گرم وو.

 زه چې د بهر چاپېريال او دننه زړه تنگۍ څخه ډېر په تنگ وم. ما هم داسې احساس کاوه لکه چې اوس گونگوټ شوی يم. يو وار مې ځان ته ټکان ورکړ نه، نه. سمه ده زه هم مسخ (بدل) شوی يم لکه گونگوټ. (کاکروچ) يم، ايا کېدای شي انسان کاکروچ شي؟ ولې نه گونگوټان خوراک ته اړه لري او د خوراکي شيانو په ځای کې ژوند کوي بنيادم هم د خوراک پسې دوه خپلې او دوه نورې پور کوي دواړه د ځمکې پر سر ژوند کوي. دواړه ژوي دي، دواړه زېږون او لنگون کوي. دواړه خوښ او خوندي ځايونه خوښوي او دواړه او دواړه ... . په انسان کې د هرڅه ځانگړنې شته. نو ځکه خو د گونگوټانو اوازونه اورم، نو زه هم يو تيار عيار (سوټ موټ) گونگوټ يم. خو نه داسې به هم نه وي ځکه که خبره داسې مطرح شي چې زه گونگوټ يم، نو دا نوي دوران ته رسېدلي گونگوټان به ما ومني؟ چې ځواب منفي دی.

 په هرحال خبره د دې کور د گونگوټانو ده او شخړه هم په دې کې ده چې

Text Box: گونگوټ په پښتو ژبه کې هغه حشره ده چې وزرې لري او په مرداريو کې گرځي. خو دلته له گونگوټ څخه هدف هغه حشرات دي، چې يوازې د خوراکي څيزونو د ساتلو په ځايونو کې ژوند کوي. له گونگوټانو څخه هدف هماغه کاکروچان دي چې په کابل کې يې مادرکيک بولي.
 

  

 


 

دوی اوس د دې کور دعوه کوي. زه نه پوهېږم چې زه حق په جانب يم او که دوی؟ خو دا به وروسته مالومه شي او د پېښو جريان به خبره سپينه کړي. قضاوت به هم تاسې وکړئ، خو اوس زه د گونگوټانو په نړۍ کې يم. دوی هم بېله دونيا لري، دوی هم بېلې ستونزې لري او دوی هم خپل کبر او غرور لري. خو زه د هغوی خبرو پر سر واخېستم او نور يې هم شېبه په شېبه ځان پسې راښکودم. ما هم ځان د هغو په څېر د پاتې خوراکي شيانو په لوښو کې وليد. د هغو په څېر مې ځان له وزرو او بې شمېره پښو سره احساس کړ. نه يوازې احساس، بلکې هم داسې يو حالت د يو گونگوټ په څېر، د هغو په څېر چې پر ما يې د ځان په څېر حساب نه کاوه. پوره گونگوټ يم. نو چې گونگوټ يم، نو بيا د بيروني نړۍ يوه کيسه درته کوم. له همدې سره يې په درنگ شېبه کې يوه پېښه زما په ذهن کې راژوندۍ کړه او هغه په دې ډول وه چې:

يو وخت زه ډېر کوچنی وم او په خپل کلي کې له خپل موروپلار سره په يوه کوټه کې اوسېدم. ښه مې په ياد دي چې کله به مې مور له خوبه راپاڅېده، نو ارومرو به يې زما بړستنه کتله او چې لږ څه به نيمکښه وه هغه به يې راباندې بېرته سموله. او چې کله به په خوب کې ناارامه وم، نو ارومرو به مې مور راپاڅېدله او زما پوښتنه به يې کوله. نو که خبره د وېرې او ترهې وي، نو هغه وخت لا هم دومره نه وم وېرېدلی. ځکه هغه مهال به يوازې زما په شونډه تاوخال راختلو، خو اوس د گونگوټانو دونيا زما د رگونو وينه وچه کړه او زه يې د خپل نوعيت په باب (اړه) له بيرونۍ نړۍ سره په پرتله کې په شک کې واچولم.

 په هرحال ما د خپل ماشومتوب کيسه کوله. اصلي خبره دا وه چې يو وخت زما پلار يوه نوې کوټه جوړه کړې وه. د زړې کلا په خوا کې وه. کوټې هم زړې کلا ته لاره درلوده او هم يې بېله دروازه درلوده. يوازې غوا او غوايي به د نوې لارې راننوتل دا لنډه لاره وه. بنيادمانو کولی شول له دواړو لارو گټه واخلي، خو اوږده لاره يې غوره بلله او پر هغې عادت ول.

 په همدغه کوټه کې چې يوه شپه سهار له خوبه پاڅېدم، نو په تورتم کوټه کې مې د پتنگانو بنگاری تر غوږو شو. مېږيان هرې خوا ته الوتل. مور مې ژر لالټين ولگاوه. د رڼا په لگېدو سره يې سملاسي بسم الله الرحمن الرحيم وويل او سملاسي په دې لټه کې شول چې د وزر لرونکيو مېږيانو د راوتلو ځای پيدا کړي. کله چې زما موروپلار له کټونو کوز شول، نو سملاسي يې په نغري سترگې ولگېدې چې درزونه پکې شوي ول او له هغه درزونو د مېږيانو لښکر راوته. ټولو د شش کلمو په ويلو پيل وکړ، دوعاگانې سر شوې. د مېږيانو راوتل يې د قيامت نښه وبلله، خو مور مې په دې ټينگار کاوه چې مېږيانو ته چې خدای په قهر شي، نو وزرې کوي. هغې د نورو د پوښتنو په وړاندې په دې ټينگار کاوه چې دا يوازې متل نه دی، بلکې کتابي مساله ده او د کتاب په خبرو کې هډو دروغ نشته. خو زه چې اوس هم فکر کوم دا خبره رښتيا چې بې بنياده نه وه ځکه چې کله به مېږيان له خپلو سوړو راووتل، نو بيا خو بېرته خپلو کورونو ته نه ننوتل، بلکې ورکېدل به، تری تم کېدل به او د هوا مرغانو به خوړل.

 خو دا چې زه ترې سر ټکوم دا گونگوټان دي. دا هغه مېږيان نه دي، خو يو ورته والی لري. نه يوازې ورته والی، بلکې زه هم ورسره ورته يم. زه هم د ورکېدو په حالت کې يم. ځان له ځمکې پورته او له اسمانه کښته په فضا کې احساسوم. داسې گونگوټ چې له ځمکې سره يې اړيکي شلېدلي وي ځوړند وي. د منډ اېښودو مجال ورته نه وي. پلې او رېښې يې غوڅې وي، خو يو ورته والی لرم يا يو ورته والی سره لرو. موږ گونگوټان او هغوی مېږيان، او هغه دا دی چې دواړه حشرې دي او دې گونگوټانو ما ته هغه د ماشومتوب کيسه راژوندۍ کړه. وی ترهولم، وی وېرولم ځکه دوی د بنيادمانو په څېر خبرې کوي. او هماغه شان عمل کوي. انتقاد کوي، ناندرۍ کوي، خو نه پوهېږم چې زه ورته د مېږي حيثيت لرم او که دوی هم په خپل موقعيت پوهېږي. خو دا گونگوټې څه بل شان دي. کله چې په کور کې غږغوږ او ښکالو ورکه شي، نو بيا د يو تور لښکر په څېر له خپلو سوړو راووځي.

 خو زه دا احساس کوم چې ما هم تغيير کړی دی. له هغه ورځې چې زه دې کور ته راغلی يم ما هم ډېر بدلون موندلی دی. زه هم ځان گونگوټ احساسوم ورو ورو انساني کړه وړه له لاسه ورکوم. لکه دې نورو چې ان له پخوا يې نه درلودل او په دې وياړ هم کوي او حق لري چې ووياړي ځکه په خپل نوعيت خبرتيا او شعور پيدا کول د وياړ جوگه وي.

 هو خبره مې دا کوله چې کله ما دې کور ته کډه کړې او له دې گونگوټانو سره همکاسه شوی يم، نو په بې مانا او بېهوده ډول په دې هڅه کې وم چې څرنگه دا گونگوټې ورکې کړم. له ډېرو کسانو سره زما مشوره بېځايه او بې مانا او بې گټې وه ځکه چې زه په دې نه پوهېدم چې دا گونگوټې ډېرې هوښيارې او د چا خبره چې د شيطان سر يې گرولی دی.

 خو دغه ورځ مې ناڅاپه يو څه په ذهن کې وگرځېدل. ومې پتېيله چې راځه نن د دوی د ذهنونو په دهلېزونو کې قدم ووهه، نو ځکه خو مې ځان له دوی څخه هم کوچنی کړ او بيا د دوی د ذهن دهلېزونو کې پلی شوم.

 ما ته د گونگوټانو دونيا ځکه ډېره نوې او عجيبه ده چې ما له مخه دا ډول تصور (سوچ) نه کاوه. زه يوازې په لندن کې له دوی سره مخامخ شوم او بله دا چې زما د کور کلي او لندن ډېر توپير دی. ما د لندن په باب په خپل کور وکلي کې ډېر څه اورېدلي ول. زموږ په کلي کې خو لندن ته خلکو وليت (ولايت) ويل. ښه مې په ياد دي کله چې به ما د لندن نوم واورېد، نو سم د واره به مې په ذهن کې يو شيش محل راژوندی شو. پاک سوتره چې هروخت پکې لمر وي. نه تود او نه سوړ، نه منی او نه ژمی. نه پکې باران او نه پکې ږلۍ او د لندن د انسانانو په باب مې هم دا ډول فکر کاوه چې گواگې دوی به بدل وي. کينه او رخه به نه لري. ناروغي به نه لري ان تشناب ته به نه ځي او متيازې به هم نه کوي او دا ځکه چې کله به کوم کس له لندنه زموږ کلي ته راغی، نو په شمېر خبرې به يې کولې او د څښلو لپاره به يې ځانگړې اوبه گرځولې. نورې ځانگړنې به يې نه درته وايم.

 البته له تاسو دې پټه پاتې نه وي چې يوې بلې خبرې هم زما تصورات (سوچونه) پياوړي کړي ول او هغه د جنت په باب د ملايانو مسالی وې. کله چې به کوم مړی وشو، نو د هغه د ښخولو په مراسمو کې به يې په ډېر خوند جنت ستايه او يا به يې د جمعې په لمانځه کې پرې خبرې کولی، نو له خونده به يې خولې ځگونه وکړل. حورې او غلمان به يې سره لاندې باندې کړل. د شېدو او شاتو په ويالو کې به ملا خپله ورگډ شو او ښه په مزه به يې پکې ولمبل. او چې پر منبر به يې يو اوږد ارږمی وکړ، نو د جنت د ستايلو يوه برخه به هم پای ته ورسېدله. ما هم فکر کاوه چې کېدای شي د ملا په قول جنت هم دا لندن وي.

 خو لنډه دا چې د ځمکې د سر جنت هستوگن ټول دا ناروغۍ لري. د ټولو له خولو يو او بل ډول بوي هم ځي. او دومره امر ونهی يې اورېدلې ده چې بل نابلده وويني، نو بيا ورته ځان داسې وپړسوي چې خپلې ټولې سپورې سپکې په خورو دوړو بدلې کړي او دا ځکه د خپلې روغتيا انډول برابر کړي.

 په هرصورت خبره بيا هم د گونگوټو ده. دا اسيايي گونگوټې نه دي چې زه ترې په تنگ يم او زما د سر په کاسه کې اوس اوبه څښي، بلکې دا لندنۍ گونگوټې دي، نو ځکه خو د دوی د اوږو ارتول هم توپير لري. حرکات يې هم بدل دي او د شونډو له پاسه هر چا ته خوله چينگول خو يې په رگونو کې ځای نيولی دی. هغوی چې لږه موده يې شوې ده په مورنۍ ژبه خبرې کوي، خو هغوی چې هم دلته اوس راپورته شوي دي په ډېره انجړ انگرېزي خبرې کوي.

 خو زما د کور گونگوټې په زړه پورې مخلوقات دی او ځکه خو ترې زه دوه سپږمو ته راغلی يم. دوه سپږمو ته نه، بلکې غواړي ما هم د ځان په څېر کړی. سره له دې چې ما په خپله گله کې نه پرېږدي. په دوی کې هم سيالي او شريکي خپل اوج ته رسېدلی ده. يو د بل پسې خبرې اترې، گپ شپ، راشه درشه او هرڅه لندني دي او د اوږو ارتول يې هم لندنی عادت شوی دی. کله چې يو وار بيا د يوه زلموټکي هلک ذهن ته ورننوتم پخوانی نوم يې داود وو. خو ده ځان ته ډيوېډ ويل او خپلو دوستانو ته يې هم ويل چې هغه ډيوېډ ونوموي. په هغه خپل نيکه دا نوم اېښی وو، خو د دې لپاره چې د لندن بوميان (اصلي اوسېدونکي) يې ونه پېژني او له هغوی خپل نوعيت او نسل پټ کړي، نو په نوي نوم به يې ټينگار کاوه. د يوې بلې گونگوټې ذهن خو دومره له خبرو ډک وو چې ما ته پکې د قدم وهلو لاره هم نه وه او د پښې اېښودلو ځای خو هډو درک نه وو. د هغې خو دا تکيه کلام وو چې لرل لرل دې اخوا ته کړه او دا ووايه چه څه لرې؟

 هروخت چې به مې دا خبره واورېده، نو سم د واره به مې د بالاباغ د کلي د دوه تنو ښځو جنگ را په ياد شو، چې کله به په کوڅه کې په جنگ ستړې شوې، نو بيا به د بام سر ته وختې او خپل ټول نيکلي چاينکونه او ان د ناوېتوب سره بړستنه به يوې بلې ته وروښوده او ويل به يې چې زما له دې سره يې ووايه. زه دا لرم ته يې لرې؟ په کابل کې هم يو وخت داسې وه کله به چې پخواني ياران سره مخامخ شول، نو يوه به له بله پوښتنه کوله چې په څويم بست کې کار کوې. که هغه بل به په ټيټ بست کې وو، نو لومړني به ژر بهانه کوله او رخصت به يې اخېست ځکه پخوانی يار به يې خپل سيال نه گاڼه.

 ما چې په دې ټولو خبرو سوچ وکړ او بيا مې د گونگوټو ذهنونه وپلټل او بيا مې خپل ځان ته فکر شو. لږ څه شاکی (ټکنی) شوم او په دې خبره مې لږ څه سر خلاص شو چې ولا لندن رښتيا چې هر څه بدلوي ان جنسيت بدلوي. نر ښځه کوي او ښځه نر کوي. بنيادم گونگوټ کوي او گونگوټ په خبرو راولي. سم د واره مې پر سر لاس تېر کړ چې گواکې ښکر مې نه وي شوی، خو له نېکه مرغه چې سر مې د پخوا په څېر هوار وو، خو تلوسه او اندېښنه راته پيدا شوه. د ځېنو نورو څو تنو په باب مې هم اندېښنه وه او په دې هڅه کې وم چې کله به وي چې له ما سره لمبا ځای ته ولاړ شي چې کله کالي وباسي او له شاه يې وگورم چې د سورين له پاسه يې غوښه او هډوکي نه وي راشنه شوي.

 خو زما له ذهنه هم دا مهال د بنجاره هټۍ جوړه وه له هر ډول سودا او اندېښنې نه ډک وو. خو د گونگوټو ملنډو هم داسې دوام درلود او هم دا به يې په کنايو (اشارو) کې سره ويل چې کله به وي چې د دې اسيايي لکۍ ورغوټه کړو او له دې کوره يې وباسو. د گونگوټو همېشنۍ لاس وهنه او بې شمېره کترې کنايې نورې وروستي حد ته ورسېدلې. ټيم (وخت) ورکول يې نور له اندازې زيات شول. په دې کنايو او کترو يې ما ته د کابل يوه رواجي اصطلاح را په زړه کړه: يو شمېر کسان چې «نوي دوران» ته رسېدلي يې بلل، داسې کسان ول چې نوي د ښاري ژوند سره اشنا شوي ول او د خپلې تېرې ماضي سره يې د چا خبره قطع وبريد کړی وو (بس/ختمه کړېوه) او چې پلار يا کوم کليوال به يې دفتر ته ورغی، نو سم د واره به يې سکرتر ته وويل چې دی خو زموږ دهقان دی. زما د ځمکو صاف کار دی، ډېر ښه سړی دی. لږ چای ورته ورکړه او د سروېس کرايه هم ورته ورکړه او رخصت يې کړه. خو اوس چې د گونگوټانو (کاکروچانو) نړۍ گورم او يا د هغوی په ذهن کې يم نو يو بدلون وينم. داسې بدلون چې ته به وايې يو وار بيا مورواکی نظام په گونگوټانو کې سر راپورته کړی دی.

 زه لا په دې فکر کې وم او د هغو ی د ذهن په دهليزونو کې په قدم وهلو وم چې ناڅاپه دوه زلموټکي گونگوټان له خپلې سوړې نه چې د المارۍ په روک کې يې ځای نيولی وو راننوتل او په انجړ انگرېزي يې د هيلو (سلام) غږ وکړ او بلې خوا ته تېر شول. نورو گونگوټانو خپل ښکرونه رانېغ کړل او يوه بل ته يې د شونډو پر سر انگرېزي مسکا وکړه او بيا يې خپلو خبرو ته دوام ورکړ:

د کور دا اوسنی لانتي (لعنتي) اوسيدونکی ډېر بد سړی دی، له ده يې ښځه ډېره بده ده. هغه کرۍ ورځ په پلورنځيو ګرځي او زموږ لپاره د وژونکو داروگانو نومونه اخلي او بيا دغه داروگان موږ ته راوړي او هره شپه يې پر موږ ټرايي «ازمايي» کوي. بلې گونگوټې چې ځان ته يې څه ويل په خبرو خوله راخلاصه کړه وی ويل: دا د کور اوسنی اوسېدونکی ډېر نمک حرامه دی خپل او پردی نه گوري. د مېز پر سر خو خڅوڅکی بيخي نه پرېږدي. په خپله خو انکم سپورټ (income support) اخلي، خو پر موږ يې پاتې شوي خواړه هم پېرزو نه دي. د دې کور مخکېنی اوسېدونکی چې هر چېرې وي ښاد او اباد دې وي. هغه يو اصيل «پکی» وو، مهاجر «پکی» وو. د پاکۍ په کيسه کې نه وو. پخپله يې موږ له ځانه سره په کاسه او په پشقاب کې پرېښودلو. هغه ډېر زموږ خيال (پام) ساته. گونگوټ «ب» يې په خبره کې ورننوته او سم د واره يې وويل: زه خبر يم ده خو ډېر ځله لاند لارد land lord (د کور څښتن) ته هم زموږ له لاسه شکايت کړی دی او د هاوسنگ housing  افسرانو (کور مېشتۍ کارمندانو) ته يې هم څو څو وارې ويلي دي. خو د هغوی دې کور اباد وي چې د اوسني گاونډي په خوله يې پياز هم ونه خوړل. د هاوسنگ (کورمېشتۍ) افسر (کارمند) ورته وويل چې گونگوټان مضر حشرات نه دي او موږ يې چاره نه شو کولی، خو گونگوټ «الف» څرگنده کړه او د «ب» خبره يې د خپل پوز په برېتو تاييد کړه وی ويل چې دی هسې خپل وخت عبث تېروي.

 د هاوسنگ افسران (کورمېشتۍ کارمندان) او مستر (ښاغلی) سبز سنگهه ښه پوهېږي چې موږ څوک يو؟ موږ بومي يو. زموږ وينه رگونه او وزرې برېتش دي. موږ خو بايد د يو جنگ ځپلي اسيايي سره برابر نه کړي. «الف» ورسره ومنله او په ډاډ يې ورته وويل: داسې داروگان چې د کور اوسنی گاونډی يې راوړي لکه «ريد» دا خو زموږ نسوار هم نه دي او نه خو پر موږ څه اثر کولی شي. ده ته خو په کار ده چې ان له موږ نه پوښتنه وکړي چې څه پخوې، چېرته ځې او له چا سره راشه درشه کوې. چا ته مېلمستيا ورکوې او د چا بلنې ته ورځې؟ ده او مېرمنې ته خو په کار دا ول چې له موږ پوښتنه وکړي چې د اونۍ په بېلابېلو ورځو کې څرنگه جامې واغوندي. په څو بجو وېده شي او په څو بجو له خوبه پاڅي. رښتيا چې د لويديځې نړۍ د ازادۍ يوه غټه نيمگړتيا هم دا ده چې هېڅوک خپل حد او اندازه نه پېژني، بلکې د خپل موقعيت سره پردی کېږي او د بحران اساسي ټکی هم دلته دی. ده ته په کار ده چې موږ په کاسه کې، په پشقاب کې ان د چايو په پياله کې او ان د ډوډۍ په هغه توست toast باندې چې مسکه (کوچ) او مربع پرې وهي موږ ته اجازه راکړي چې لږه څکه ترې وکړو او هم زموږ درناوی بايد وکړي. دی بايد په دې وپوهېږي چې د ټوکرۍ ډوډۍ ورسره زموږ شريکه ده. ښځې او ماشومانو ته هم بايد ووايی چې هسې موږ ته غاښونه ونه چيچي او نه خو پر موږ ټيم پاس کړي. زموږ رگ ورېښه لندنۍ شوې ده. دلته بايد د خپل وطن پېښې ونه کړي او نه خو راته له ځانه د پخوا په څېر پوځي منصبدار جوړ کړي. دا لندن دی. دلته د بوډۍ ټال دی، د بوډۍ له ټاله چې هرڅوک تېر شي د هغه جنسيت بدلېږي. دلته هم نر ښځه کېږي او ښځه نر کېږي. زما نر ته گوره څومره ښه گونگوټ جنټلمين دی. يوازې گونگوټ نه، بلکې په گونگوټانو کې جنټلمين دی، نو ځکه ورته زه گونگوټ جنټلمين وايم.

 څومره ښه سړی دی، زما يوه خبره شا ته نه غورځوي. زه ورته هر سهار مهالوېش ورکوم. له سهار نه تر غرمې پورې ملا چرگک وي او له غرمی وروسته بيا فيلمرغ شي او چې ماښام کور ته راننوځي، نو سم دم زموږ او ستاسې په څېر گونگوټ جنټلمين وي، خو زه د دې کور اوسېدونکي ته حيران يم. دا عجيب مخلوق دی. زموږ گونگوټان دې خدای د ده له سيوري وساتي. په ده لا د لندن اوبه ښې نه دي لگېدلي، دی اوس هم هماغه د افسرانو پېښې کوي او له دې خبر نه دی چې:

لاړې لاړې چې به ته پرې نازېدلې هغه لاړې

آ، کوترې، آ چوغکې او خراړې،

دی هېڅ په خبره نه پوهېږي خپل موقعيت او زموږ موقعيت نه پېژني. غواړي چې په رڼا ورځ ورته د اسمان ستوري وروښايم لکه چې غواړي لکۍ يې ورته غوټه کړم او په راغلې لار يې رخصت کړم ... .

 خو زه لا د دوی د ذهن په دهلېزونو کې وم. داسې احساس مې کاوه چې اوس نو له ځمکې څو فرسنگه اوچت يم. پښې مې هم له ځمکې جگې دي. له ځمکې جلا يم، ترې پورته يم. نورې مې پښې نه ورځي. ناڅاپه مې خپل قبر ته پام شو او بيا مې ځان ته پام شو مړه د اوس غم کوه. د قبر او هديرې غم دې نور مه کوه ژوندی دې ژاړه.

 خو ناڅاپه ټکټک شو او د کور مېرمن په دروازه راننوته. د سودا خلته يې په لاس کې وه په وېر او ساه وتيگاه وه. سملاسي يې خلته په دهلېز کې وغورځوله وی ويل: دا واخلئ! يو ډول سپرۍ مې راوړي دي چې د گونگوټو لپاره ټک وپتری دي. او بيا يې په وېر او سرخوږۍ وويل خدای خو دې مو ژر له دې گونگوټو خلاص کړي. له دې نه خو هماغه ... ښه وو چې راساً (سملاسي) يې وژل کول.

سملاسي گونگوټ «ب» ته ورنږدې شوه وی ويل:

دی لېوني ته گوره. وايې چې يو سړی چا په کلي کې نه پرېښوده، هغه ويل اس مې د ملک کره وتړئ!

 دی لکه چې د لندن نه خبر نه دی؟ لندن خو قانون لري لکه چې غواړي د سوتهال پر سړکونو هم را نه ونه گرځي. ملگري يې ورزياته کړه، دی له ځانه خبر نه دی. نن دی که سبا دی دا مال د زرغون شاه دی. ان شاءالله چې د مازيگر وماښام ترمينځ به يې بل کور ته کډه کړي وي ځکه چې دی زموږ بېحرمتي کوي. ناسپاس دی، نمکحرامه دی او د خپل ځان او زموږ ترمينځ توپير ته قايل نه دی.

 د دې خبر په اورېدو زه هم د هغوی د ذهنونو په دهلېزونو کې پاتې شوم. له هماغه ځايه مې کتل چې کوچني زوی مې پاکټ د مېرمنې مخې ته کېښوده او ورته وی ويل: دا پوسته رسان (ډاگي) سهار مهال راوړی دی. ترې وی پوښتل څه يې ليکلي دي؟

ــ ته يې خپله ولوله چې د خولې خوند دې جوړ شي.

کله چې هغې د پاکټ سر بېرته کړ، نو يوه جمله يې تر سترگو شوه چې ليکلي يې ول:

کډواله کډه دې په شاه کړه او بل کور ته درومه!

لندن، ۵ جنوري ۲۰۰۳

*********

 ورکه لاره

  

اکبر کرگر

 

د موټر ټولې سپرلۍ په درانده خوب ځنگېدلې، خو کله چې موټر د پښه نيولي لاروي په څېر د صنعتي پارک له سيمې د کابل جلال آباد لوی لارې ته ورننوت. له ليرې يې خپل ګړنديتوب نور هم لږ کړ.  هلته وړاندې يو سړی له دوو درې ماشومانو سره د سرک پر څنډه ولاړ وو. لاس يې موټر ته نيولی وو او په پرله پسې توگه يې د لاس په اشاره د موټر د درېدو غوښتنه کوله. هغه ته په نژدې کېدو سره موټر تم شو. څه نا څه د پاخه عمر سړی چې لوگو وهلي کالي يې په تن او پکول يې پر سر وو. په داسې حال کې چې يوه ماشومه يې په غېږ کې وه له دوه نورو ماشومو جينکيو سره موټر ته راوخوت.

ورو د چلوونکي په غوږ کې وپسېد. له جيبه يې يوه څه پيسې راوويستلې او چلوونکي ته يې وروښودې. همدومره پوه شوم چې وی ويل:

همدومره لرم. يخني ده، جنگ دی، نورې راسره نشته. پر ما ډېر بد ساعت دی. چلوونکی لومړی دوه زړه شو لکه چې په لږه شېبه کې د جنگ يخنۍ ماشومانو او د خلکو د بد ساعت او بدې ورځې جاج واخېست. بيا يې ورته د تاييد سر وخوځاوه يوه خبره يې وکړه:

ځه هلته په څوکۍ کښېنه دغه هم مه راکوه.

 موټر ته د نوي راختلي سړي اکر ډېر وران وو. رنگ يې الوتی او د چا خبره تک زېړ تښتېدلی وو. د ماشومانو هم شونډې وچې وې. درې ماشومې نجونې چې يوه پکې لږه غوټه کۍ وه په څنگ کې کښېنولې. د لاساينې لاس يې ورته پرمخ راښکود. يوه ډېره کوچنۍ چې د مور له ټټره راجلا شوې وه. په غېږ کې کښېنوله، پرمخ يې ښکل کړه. د هغې په ښکلولو سره يې سترگې نمجنې شوې، خو خپل صبر او زغم يې له لاسه ورنه کړ. شاوخوا يې وکتل د موټر ټوله سورلۍ نوي راختلي سړي ته ځير وه. نوموړی زما ترڅنگ ناست وو. زما هم زړه صبر نه شو ورو مې ترې وپوښتل. صيب تاسې د کوم ځای ياست؟ ما چېرې ليدلی يې.

ــ هو زه د کونړ يم.

ارومرو به مو د کونړ پر لاره ليدلي وي.

ــ هو کېدای شي زه د کونړونو د ولايت يم دلته په کابل کې افسر وم، خو اوس ... او بيا يې سوړ اسوېلی وکېښ.

ــ پوه شوم لږ لږ مې ياد ته راځي.

ــ وبښه ستا نوم؟

ــ زما نوم خان مامد دی. څو کاله وړاندې په دې ودانيو کې زما دنده وه (لاس يې د حربي پوهنتون ودانۍ ته ونيوه) دلته استاد وم.

 خو خان مامد بيا له خپلو ماشومانو سره بوخت شو. د وړې ماشومې نجلۍ په لاس کې چې يوه وچه کلکه مړۍ (ډوډۍ) يې نيولې وه کله به يې خولې ته وروړه او کله به يې پلار ته ونيوله. چېغې به يې سر کړې او د پلار په غېږ کې به يې لالچ پيل کړ او د غټې خور غېږ ته به يې ځان اوږد کړ.

 د ماشوم په گونگه ژبه نور څوک نه پوهېدل. يوازې پلار او دوه نورې ماشومانې پوهېدلې. د وړې نجلۍ له لالچ سره به دوه نورې نجونې چې د موټر له ښيښې به يې بهر کتل پرېشانه شوې، غلی به شوی او د ماشومې په د لاسا کولو به يې ځان مشغول کړ.

خان به کله ماشومه د هغې غټې خور ته ورکړه او کله به يې بېرته واخېستله. هغې به هڅه کوله چې پام يې وربدل کړي. همدا به يې ورته تکراروله.

هاغه دی توتو وگوره پټي کې گرځي. وگوره هغه سړی چې ټوپک يې په لاس کې دی، ورته وگوره څومره غټ ښکرونه لري. هاغه ده مورجانه راغله. د مور په اورېدو سره به ماشومه يو دم غلې شوه او حيران حيران به يې وکتل.

 موټر په توندۍ سره د ماهيپر له پېچومي راښکته کېده، خو په موټر کې به ځېنې سواره کسان د ماشومې له شور او ځوږ نه ناارامه شول، خو ځېنو نورو به ځانونه چوپ او غلي نيولي ول. چلوونکي به هېڅ نه ويل او نه به يې د نجلۍ د شور په باب څه اندېښنه کوله.

 موټر ښايسته ډېره لاره وهلې وه. د گوگا منډي دوکانونو ته راورسېده، پخه غرمه شوې وه. لږ مزله خو ناهمواره سرک ټول له اده بده ويستلي ول. خو نجلۍ د موټر د جمپونو او ټوپونو پر اثر لکه وزر ماتی مرغه ستړې ستومانه تالې والې د خپل پلار په غېږ کې پرېوته او وېده شوه. پلار يې ورته د خپل څادر په پيڅکه پزه پاکه کړه. گاډی ودرېد ټوله سپرلۍ د غرمې ډوډۍ او د ماسپښين لمانځه ته کښته شوه.

خو خان په موټر کې پاتې شو ترې مې وپوښتل: ځه چې کوز شو ډوډۍ نه خورې؟

هغه ځواب راکړ: يره خوا ته مې نه کېږي.

برېښېدل چې ماشومان هم نار نهور ول. زه هم د خان له خبرې سره پښه نيولی شوم له ځانه سره مې وويل لکه چې پيسې ورسره نشته. زړه مې لوی کړ او بيا مې وپوښته:

ــ ما ته ډېر اوتر او ناارامه ښکارې. بيا مې د پيسو ست سلا ورته وکړه، خو د هغه په فکر او روان کې د ماشومانو لوږه د هغه بېوسي او له بلې خوا د هغه غرور سره د خيروشر په څېر په اوږده شخړه اخته وو. د هوټل نوکر راغی او بيا د ماشومانو لپاره ډوډۍ راوغوښتل شوه. او له هغه وروسته خان خپله غمنامه راوسپړله:

ــ هو زه او بيا يې اسويلی وکېښ. اوس حيران يم چې په دې تنکيو ماشومانو څه وکړم او چېرته ولاړ شم.

ــ خبره څه ده؟

ــ پروني جنگ راته ټوله هستي تباه کړه. هر   څه يې را نه په څو شېبو کې واخېستل.

ورته حيران شوم. هغه په بند ستوني خپلو خبرو ته دوام ورکړ:

ــ پرون چې د هوايي ډگر په لور د راکټونو زور شو. يو نالتي زما د کور په انگړ کې ولگېد. زه د دې درې ماشومانو سره په کوټه کې وم.

 مېرمن مې په انگړ کې په کاليو وينځلو بوخته وه، توغندی نېغ د هغې پر سر ولگېد. ټول تن يې ورته دانه دانه کړ. د غوښو بوټۍ يې د راټولولو نه وې، بلکې پر دېوالونو نښتې وې. همدومره مې وکړل چې په انگړ کې کنده وباسم او په کمپله کې د هغې غوښې راټولې او هلته يې خښې کړم.

هو هغه مې خاورو ته وسپارله. نژدې يوه گاونډي راسره مرسته وکړه. له هماغه خښتو چې هغې ترې نغری جوړ کړی وو پر قبر مې ور ډېرۍ کړې.

او بيا يې ستونی ډډ شو، ماشومانو ته يې د سترگو له لاندې وکتل:

ــ اوس نو کور د هغې مړستون دی لکه چې ټول کلی او کوڅې اوس زموږ د خپلو خپلوانو مړستونونه دي. زه هم د نورو په پل له خپلو دريو ماشومانو سره په نامالومه لار رارهي شوم. نه پوهېږم چې اوس چېرته لاړ شم او په دې ماشومانو څه وکړم؟

 

د هغه سيوري په نوم چې يوازېتوب ته مې نه پرېږدي

 انځورونه که هېنداره

 

اکبر کرگر

 لا مې د ټولې ورځې د ستړيا له لاسه سترگې نه وې ورغلې، په درنگ شېبو کې د لنډ عمر ټوله تنسته راټوله او بيا خوره شوه. شپه تر نيمايي اوښتې وه، سکوت او چوپتيا پر هر څه لاسبرې وه. ما يوازې د خپل زړه درزا اورېده، احساس مې کاوه چې زما د تورتمې کوټې دروازه بېرته شوه بې له اجازې او ټک ټک بېرته شوه. زه وېښ نه وم، وېده هم نه وم. په يو بل شان حالت کې د خوب او بيدارۍ ترمينځ حالت کې، د خوب خپسکه مې په ستوني ناسته وه. هرڅومره چې پښې خوځوم نه يې شم خوځولی، ټول تن لاسونه او پښې مې په زنځيرونو تړلي دي. زړه مې تنگي کوي. ساه مې بنده بنده کېږي، خو د دې وس نه لرم چې ځان وخوځوم، ژبه مې گونگه ده. په تته او بنده ژبه هېڅ نه شم ويلی، هم د رازونو د ساتلو وېره او هم د ذهن د پيټي د سپکولو ستونزه د واړه مې په مرۍ زور اچوي.

 کوټه تياره او تورتمه ده، شمه لا له مخه مړه ده، تنگه او تورتمه کوټه چې هرې خوا ته پکې کاغذونه او کتابونه دلۍ پراته دي. د دې دونيا پر سر يوه قبر ته ورته ده. يوازې د کوټې د پنډې پردې له ترازۍ د لندن د بې باوره اسمان د سپوږمۍ رڼا په کوټه کې لاره کړې، او په دې ډول يې د کوټې د تورتم زړه چولی وو. شپه له پخوالي تېره وه، خو په دې حالت کې مې انگېرله. فکر کوم چې يو بنيادم يا د هغه سيوری يا د هغه روح په يوه ماشومه څېره کې له اجازې پرته کوټې ته راننوځي. ورو مې د کټ پښو ته درېږي. زما د تړلو پښو غټه گوته يعنې له کومه ځايه چې ساه اول په وتلو پيل کوي نيسي او ټينگار کوي:

راته وايې څو وارې مې درته ويلي ول چې ما ته د لوبو يوه گوډۍ (نانځکه) جوړه کړه، جوړه دې نه کړه نه، نه. دوه نانځکې (ګوډۍ) مې درته ويلې وې، خو تا ما ته هېڅ جوړې نه کړې. ما پرې لوبې کولې، ما په بخملي ټوټو کښېنولې، خو تا دا کار ونه کړ. ما داسې گوډۍ (نانځکې) غوښتلې چې واده يې ورته وکړم او نور ماشومان يې هم سيل وکړي، خو تا هسې سر وخوځاوه او جوړې دې نه کړې. اوس زما د نانځکو ټوکرۍ تشه پاتې ده او زما د نانځکو (گوډيو) خيالي کور هم تالاوالا دی. ټوکرۍ يې هم تشه پاتې ده، اوس نه پوهېږم چې چېرته ده اوس لا درکه ده ... .

خو په بنده ژبه مې ورته همدومره وويل:

د نانځکو (گوډيو) جوړول گناه ده، زه يې د جوړولو په چل هم نه پوهېږم. نه پوهېږم څنگه جوړېږي. خير دی اوس د نانځکو (گوډيو) جوړولو وخت نه دی، بيا يې په ټينگار د پښې له غټې گوتې له کومه ځايه چې ساه له هماغه ځايه د وتلو حرکت پيل کوي ونيولم، راته وويل:

خير چې داسې ده، نو ما ته انځور وکاږه يو ښکلی انځور، ورته مې وويل:

ايا ستا انځور وکاږم؟

د حيا پرده يې پرمخ خوره شوه، وی ويل: نه، نه ...

خو يو انځور، ورته مې وويل:

گوره يو خو زه انځورگر نه يم او بله دا چې ستا له ښکلا نه انځورونه، قلمونه او هرڅه عاجزه دي. کاشکې زما په گوتو کې داسې متره وايی چې دا کار مې کړی وای. له بده مرغه چې نه يې شم انځورولی ځکه چې زه انځورگر نه يم.

ــ «زه پوهېږم ته ښه انځورگر يې. زما انځور کښلی شې خو نه يې باسې»

ــ باور وکړه زه ستا انځور نه شم کښلی. زه ستا د انځور له کښلو ډېر عاجزه او ډېر بېوسه يم.

بيا يې زما د تړلو پښو غټه گوټه وخوځوله ژر کوه زما انځور وباسه. ما ته يې همدا نن وکښه ځکه چې زما ورته ډېر ځله ده. ډېره تنده مې ده. دا به ما ته همدا نن رسموې ما ته به يو ثبوت وي. زه يې دې ټول عالم ته ښايم. ټول چم گاونډ ته او ټولو خپلو پرديو ته يې ښايم. او دا ورته وايم چې دا زما انځور دی چې زما انځورگر ما ته کښلی دی.

 زه د هغې د ماشومتوب ټينگار د هغې د روح او سيوري سره خبرو نور هم پر سر واخېستم، نور هم را ته ځان عاجزه او بېوسه ښکاره شو لکه د يو بندي په څېر، لکه په پنجره کې د يوه مرغه په څېر چې يوازې د ليدو سترگې اړوي رااړوي. او په هرڅه کې ازاد الوتل ويني، خو په خپل بېوسه ځان يې افسوس راځي. ورته مې وويل:

 ته بايد وپوهېږې چې زه د انځورگرانو په پل درومم. ښه انځورگر نه يم او د واقعي او رښتينې ښکلا انځور نه شم کښلی. زه د روح او ستا انځور چې په سترگو ليدل کېدای نه شي نه يې شم کښلی. زه څنگه کولی شم په نيمايي ادراک سره د يوه بشپړ تن د يوه روح او جسم انځور وباسم او هغه هم ښکلی انځور کړم. په داسې حال کې چې د هغې خپله ښکلا ډېره اوچته ده، خو هغې په همدې ټينگار کاوه.

ــ «داسې يو ماشوم وکاږه چې اوښکې يې په اننگو راروانې وي. د ماشوم غټې ښکلې سترگې او گرد ښکلی مخ وي او ژړا يې په اننگو لارې کړې وي. په ژړا يې ورو ورو سترگې کوچنۍ کېږي. يو څه ته گوري داسې څه گوري چې يوازې خپله يې ويني او د زړه په سترگو يې ويني. کله لمر ته کله د ستورو ډک اسمان ته گوري او کله هم د پراخو سمندرونو په څپو کښته پورته کېږي او هرڅه ته چې گوري هلته يو څه ورک لټوي داسې چې بوي احساس او مينه يې د خپل تن په وينو او خولو کې هم احساسوي.»

ــ خو زه د دې ټولو خبرو په وړاندې ډېر بېوسه يم، داسې چې هرڅه ته گورم، خو د اظهار وس يې راسره نشته. خو هغه سيوری بيا هم ما له غټې گوتې نيسي او د انځور د کښلو غوښتنه کوي.

 له ځانه سره ورو په کټ کې اوړم، لاسونه او پښې مې کلکې تړلي احساسول، په سترگو مې توره پرده وه، له ځانه سره مې وويل:

لکه چې دا زما خپل روح دی. اوس زما له تنه الوتی دی او غواړي چې له ما او زما له تنه کسات اخلي، خو هغه راته په ټينگار وايی:

گوره دا دی درواخله. د مېز له سره کاغذ او پنسل رااخلي او وايی: د ټوټو نانځکه (گوډۍ) خو دې راته جوړه نه کړه. د نانځکو (گوډيو) جونگړه دې راته په لغته ووهله وېجاړه دې کړه، خو اوس ما ته يو انځور وکاږه. په همدې کاغذ او پنسل يې وکښه ... ورته وايم:

څنگه يې وکاږم؟

يوه ناوې رسم کړه، يوه ماشومه ناوې چې لاسونه يې په نکريزو سره وي او له هغې سره يوځای مينه احساس او رښتينواله هم وکښه. داسې انځور چې هم د عطرو بوي ولري او هم د ناويتوب احساس او عاطفه.

ــ درته ومې ويل چې زه له دې خبرو اوس بېوسه يم. زه په ښوونځي کې هم په رسم کې بېوسه شاگرد وم. ما نه شوای کولی چې رسم وکاږم، خو زه ستا سيوری ستا روح ... زه درسره مرسته کوم ته پيل وکړه. ورته وايم ښه نو څوک او څنگه انځور؟ احساس او مينه له انځورونو ډېره اوچته ده. د دې لپاره خو تراوسه د هنر پرښتو کوم رنگونه نه دي پيدا کړي.

ــ نو چې داسې وي او د ناوې د ښکلا په نکريزو سره لاسونه د لونگو ځوڼدي د هغې سرې شونډې ښکلې سترگې نه شي کښلی، نو بيا يوه مور انځور کړه. يوه داسې مور چې د خټو لويه ټوکرې يې پر سر وي درېيم پوړ ته يې خېژوي. هلته د کوټې بام اخېړوي چې د سپرلي بارانونه او توپانونه يې کوټه راونه څڅوي. په کټ کې مې پښې وغوځولې له ځانه سره مې وويل:

شيطانه کور دې وران شه! هغې ورو ځواب راکړ:

چېرته چې رښتينې مينه احساس او صداقت وي هلته شيطان له شرمه هم نه ورځي. هلته چې زه بيدار يم ستا د روح شيطاني برخه په سترگو نه ښکاري. اوس زه يم، زه د دروازې له لارې نه يم راغلی. زه د پردې د ترازې له لارې د سپوږمۍ له رڼا سره راننوتم او د انځور پسې راغلم چې نن به ما ته انځور کاږې. زه خبره يم چې تا د نورو انځورونه کښلي دي، خو زما دې تر اوسه نه دی کښلی. بيا ورته وايم:

نو زه څنگه انځور وکاږم؟ ته يې راته وښايه!

ــ خير چې داسې ده د يوې داسې نجلۍ انځور وکاږه چې پښې ابلې په يخو واورو کې د خپل راتلونکې په لور منزل کوي، خو گوره چې د هغې مينه او ښکلا هم انځور کړې. او يا داسې څوک چې د سرپو په نينو لوڅې پښې ږدي او ترخه لوگي يې دماغ سيزي، خو خپله لاره لنډوي او د چا پروا نه ساتي.

 خبره ورغبرگه وم: زه به سپينې واورې وکاږم. د سرپو نينې به هم رسمې کړم. د لوگو دندوکار به هم وکښم، خو ته بايد وپوهېږې چې ښکلا مينه او صداقت په دې تورو قلمونو نه شې کښل کېدای ځکه چې د قلمونو رنگونه تور شنه او سره دي. مينه رنگ نه لري ښکلا له رنگونو اوچته ده احساس او عاطفه خو لا څه کوې ... .

ــ نو يو انځور بايد ارومرو وکاږې، ځکه چې زه بايد دا رسم له ځانه سره ستا د نښې په توگه ولرم. بې ځوابه پاتې شوم.

 بيا يې راته وويل: ولې غلی شوې؟ خبره واوره! که ته له دې ټولو عاجزه يې، نو د خپلې مور انځور دې وباسه د هغې مينه انځور کړه، د هغې د پيو خوند رسم کړه. د هغې مينه او احساس انځور کړه او د هغې د مينې کور انځور کړه. بس دا به د هرڅه لپاره ښه مثال وي.

بيا مې خوله راجوړه کړه او ورته ومې ويل:

څو وارې مې درته وويل چې: زما پښې تړلې دي، زه بندي يم. زما په ستوني خپسه ناسته ده، زندۍ کوي می. زما لاسونه تړلي دي. ټول تن او ځان مې په تېرو سيمونو باندې تړلی دی. په پښو کې مې هتکړۍ (ځولنې) پرتې دي. زه د ازادۍ او اختيار بندي يم. د مدنيت مساپر او لاروی يم ... .

 زه اوس له بده مرغه له دغه ډول انځورونو له کښلو عاجزه يم. ته بايد وپوهېږې چې مينه احساس او د مينې بوي خوند او لذت د انځورونو کار نه دی او نه خو انځور د دې جوگه کېدای شي چې زموږ د نننۍ دونيا هېنداره شي. خو زه اړ يم چې تا ته داسې سوغات درکړم چې په هغه کې ستا ټولې پوښتنې حل شي.

 زما په خبره لږه حيرانه او اوتره شوه ويې پوښتل هغه نو څه دي؟

مه وارخطا کېږه! هغه داسې ډېر د حيرانۍ شی نه دی، خو کولی شې چې د وختونو په اوږدو کې ستا ټولې پوښتنې ځواب کړي او د زړه سوبه دې پرې وشي. په هغې کې يو څه رازونه دي او بيا مې ورو په ختو (ټوټو) کې تاو کړي. هېنداره يې د بالښت له لاندې راوويستله. ورو مې ورکړه واخله. اوس د انځور پرځای داواخله. په دې کې ټول انځورونه شته. هغې په بې پروايي سره واړوله وی ويل: په دې به څه وکړم؟

ــ دا زما د مور د لاس نښه ده هغې ډېره پخوا ما ته راکړې وه ما ته يې ويلي ول:

زما د لاس دا نښه وساته چې اړ نه وې چا ته يې مه ورکوه. هېچا ته يې مه ورکوه. وگوره په دې کې هرڅه ښکاري، هغه ورته ځير شوه. په هېنداره کې يې د ځوانۍ او پېغلتوب مستي او ښکلا د ژوندانه د پېښو داستان د ناوې او هلک د لومړيو غلچکيو ليدو انځور د زړونو درزا د ښکلا رنگونه د مينې او احساس انعکاس او هرڅه موجود ول. ورته ومې ويل:

په دې هېنداره کې ښه ځير شه، زړه پکې ليدای شې. يو تن پکې ليدای شې. د مينې او احساس په خوند سربېره د يوه انسان ټول عمر ليدلی شې چې څرنگه پيل کېږي؟ څرنگه پخوالي ته رسي او څرنگه د بېلتانه او جلاوالي ترخه زهر له ستوني تېروي؟

 هغه په هېنداره کې د مخ په کتو بوخته شوه او د ژوندانه يوه نسبتاً اوږده ماضي يې پکې وليده.

شپه تر سهاره رسېدلې وه. د سپوږمۍ د رڼا تناب ټول شوی وو او د لمر څړيکې ته يې لاره پرېښې وه، خو زه د يوه ستړي او اوږده مزله د لاروي په توگه چې د دمه ځای په لټه وي. د ژوندانه خوره وهلي دېوال ته تکيه شوم او د تېرې شپې اوږده سفر ته په چرتونو کې ولاړم.

 لندن، ۲۱ د نوامبر ۱۹۹۹

 

  

د شگو کوټ

 

اکبر کرگر

 دېره لکه اوږده تراړه، لکه د يوه ماشوم شلېدلې تڼۍ داسې اوږده غځېدلې وه. د دېرې بر سر ته پخوانی زوړ جومات ولاړ وو. د جومات دروازه لا پخوا ماته شوې وه. يوه تمبه ړۍ يې د دروازې مخې ته ولاړه وه. د جومات د بام ناوه  کښته راځوړنده برېښېده. د ناوې لاندې دېوال هم د جړۍ او بارانونو په وسيله کنده شوى وو. د دېرې بر سر په چنار ښکلى وو. هغه ډېر دنگ چنار وو. دومره چې چا به يې بر سر ته وکتل، نو د چا خبره خولۍ به يې له سره لوېده. د چنار دنگې لښتې له اوچت غره له قد سره سيالي کوله. چنار د دېرې او د کلا د لويي او عظمت نښه وه، خو اوس يې ډډ چينجن شوى وو او غومبسو پکې ځاله کړې وه.

 شيرينه او الماس دواړه تنکي ماشومان ول. د اوو اتو کالو به ول. په شگو کې په لوبو اخته ول. د دېرې او زاړه جومات چې خلک به ورته په پاټکو (زينو) ورختل او لمونځ به يې پکې کاوه. د هغه شاته يې د اينځرو گڼې ونې ولاړې وې.  اينځرو پاڼې کړې وې، ښې گڼې پاڼې ېې کړې وې. پاڼو يې ډېر گڼ سيوری جوړ کړی وو. د پاڼو تر مينځ ډېر ښه بوي تر سپږمو کېده. په خلکو کى دا باور وو چې د اينځرو ونې چې تازه پاڼې وکړې، نو گل هم کوي او دغه گل هر چا ته ځان نه ښايي، بلکې يواځې د ((برخې خاوندان او لوی کسان)) دغه گل په سترگو ليدلی شي. خو شيرينه او الماس په دې راز هم نه پوهېدل. هغوی هسې د دې ونو سيوري او په شگو کې خيالي لوبو کولو ته خوښ ول.

 لويه وياله وچه پرته وه، خو له ويالې لاندې شېله يا خوړ په شړک او زوږ سره بهېده. شگې په وياله کې ډېرۍ پرتې وې. د ويالې بند سيلاب وړې وو، خو د ماشومانو لوبې څه وي ؟ پړندې شگې به ېې ډېرۍ کړي. دواړه پښې به يې پکې ننه ايستې. بيا به يي شگې په لاسونو ښې ډېرې وټپولې او چې ډاډه به شول چى اوس کلکې شوېدي، نو ورو ورو به يې ترې پښې راوويستلې. او په خوشالۍ به يې چيغې کړې دا دی زما کوټه ودرېده. څومره ټينگه ده، دانه ورانېږي، دا کلکه کوټه ده او شيرينې به هم ورته وويل:

نو چې داسې ده چې اوبه هم راشې ورانه به نه شې؟

اوبه نه راځي، اوبه دلته څه کوې؟ ليونۍ يې ته ليونۍ يې؟

او هغې به ورته بالمقابل وويل : ته هم ليونی يې، ته هسې اوتې بوتې وايې. او بيا به هغې هم په خپلو پښو شگې واچولې. ښې به يي وټپولې او چې ډاډه به شوه، نو ورو ورو به يې پښې راوويستې. د پښو په راويستو به يې يو دم چيغې کړې. واه زما کوټه هم ودرېده. څومره ټينگه ده؟ دانه ورانېږي. دا کلکه درېږي. دا زما کور دى، دا زما جونگړه ده او دا زما ... .

 د شگو کوټنۍ د هغوی د خيالونو او سوچونو دونيا وه. دا کار او دا ډول لوبې دوې هر وخت تکرارولې. هره ورځ به دوې لوبې کولې. دوی به کوټې جوړولې، لکه د واقعي ژوندانه په سوچونو به يې جوړولې.

 هو دوې ماشومان ول. په ماشومتوب کې دوى د پاخه او تېر عمر لپاره تصورات (سوچونه) درلودل. عبث تصورات (سوچونه) د ابديت تصورات (سوچونه) چې هېڅکله ځاى نه نيسي.

 د پشه کال په گرمۍ کې توده برو راوالوته. شيرينه د لوبو پر مهال خوب يوړه دسوکړک چنډه (کتره) يې له لاسه ولوېده. پښې يې هماغه شان په شگو کى پاتې شوې، خو الماس د اسمان له نادودو نا خبره وو. هغه يوازې خپل حرص او د خپلو ماڼيو تلوسې پر مخه اخيستی وو. په بې بارانه اسمان کې په وچ او د کمو اوبو پر خوړ په درنگ ساعت کې زورور خړ سېلاب راووت او تر هغه  چې الماس سترگې اړولې او د منډې لپاره يې ځان تياراوه د سوچونو له ماڼيو سره  اوبو لاندې کړل او بيا يې مړي په چړونو کې هم ونه ميندل شول.

 

لندن، ٢٠٠٥ کال داپريل ٣ نېټه

 

دردونه کړاوونه

  

اکبر کرگر

 

د تابوت له يوه چاود څخه مې پر باران وهلې نمجنه ځمکه له ورايه سترگې ولگېدې. تورې خاورى ډېرۍ شوې وې. دوه کسانو چې يوه د تابوت بر سر او بل يې کوز سر نيولی وو، يوه بل ته وويل:

قبر به يې تيار کړی وي؟

بل يې په ځواب کې وويل: هو قبر تيار دى، ځمکه پسته ده، دا خاوره زموږ د ملک په څېر سخته او ډبرينه نه ده چې کندنه پکې هم سړى له پښو وغورځوې. قبر تيار دى او بل تن يې ورو په غوږ کې وويل:

گوره چې په ملا صيب هم ټينگه وکړې چې اوږده سورتونه ونه وايی. يوه لنډکى سوره به بس وي ځکه چې هوا سړېږي او د راغلو کسانو د ځورېدو سبب به شې. او بيا يې ټينگار وکړ: گوره دېته دې هم پام وي چې د ملا په دوعاوو مړى نه بښل کېږي.

 په داسې حال کې چې جنازه هم په درنگ ساعت کې قبر ته رسول کېده، هلته د تورو او پړندو خاورو ډيرۍ له ورايه برېښېده. قبر کښوونکي له ورايه ستړي ستومانه برېښېدل. ټول غلي او چوپ ول. يوه قبر کندي بل ته وويل: هاغه ده جنازه يې راوړه. بل وويل:

مړى بختور دى چې سر يې په کڅوړه شو او د دې کړاوونو نه بې غمه شو. ورکه دې دونيا شي نه په راتگ ارزي او نه په ژوندکولو. بل ملگري يې توبه وويسته.

 ټول غلي او چوپ ول. څو کسه په خپلو مينځو کې سره پسېدل. ډېرې زياتې خبرې نه وې، خو يوازې ملا په زغرده اواز خبرې کولاى شوې او د قبر د جوړولو او تراشلو په باب يې لارښوونې کولې.

 زه چې په تابوت کې څه د مړينې ورهم وهلی وم او څه هم د يخنۍ له امله رپېدم حيران وم. پخوا مې اورېدلي ول چې د مړي ډېره يخني کېږي. دا رښتيا خبره وه، رښتيا چې ډېره يخني مې کېده. ژامې مې ړچېدلې، لړزېدم، خو کله چې ژوندی وم په دې راز نه پوهېدم. زه يوازې رېږدېدلم . يخني او ساړه يوازې همدا زما برخليک ول. بل څوک پرې نه پوهېدل. بايد پرې پوهېدلی هم نه وای. زه په يوه سپين کفن کې نغښتی وم. ټولو راغليو کسانو زما پر حال افسوس کاوه. ټول په ښکاره خپه برېښېدل، خو په دې هم پوهېدلم چې دا خواخوږي هم زما د عمر په څېر لنډه او لږ پايښته ده. ژر هېريږي اوکومه نااشنا او يا کومه غټه خبره هم نه ده او نه هم کوم د غندنې او ستاينې حالت دی. بس مرگ مرگ دی که په حقه وي او که په ناحقه. خو يوشی پکې لکه د لمر څر گند دی چې هرڅوک لکه څنگه چې يوازې راځي همداسې يوازې درومي او زما له يوازېتوب سره خو لا نورې ډېرې کيسې هم را يوځای شويدي .

 زه لا په همدې حالت کې وم چې په درنگ ساعت کې  څو کسو په ورو او کرارۍ سره زما تابوت د خاورو په ډېرۍ کېښوده . سم د واره نور څو کسان چې ملاوې يې تړلې وې را نږدې شول . د تابوت په بر او کوز سر کې يې څادرونه او پړي واچول او په کښته کولو يې پيل وکړ. ملا بې له ځنډه پوښتنه وکړه. ايا قبر خو به تنگ نه وي؟

يوه ځواب ورکړ. نه ! ښه پراخ دی. تابوت پکې ښه ځاېيږي .

ملا وويل: ورکښته يې کړئ بسم الله ! مړی د بښنې دی. اوس دې خدای وبښي. نن يې د گور شپه ده. په يوازې ډول دې نړۍ ته راغلی وو او يوازې ولاړ.

ملا يوه کوچنۍ ډبره راواخېسته. يوه بل ولاړ تن ورته ورکړه گرد او خاورې يې ترې پوه کړی او بيا يې پوښتنه وکړه. د دې مرحوم يا خدای بښلي نوم څه دی؟

 خوا کې يو چا ورته وويل: مساپرخان ! ښه نوم دی موږ  ټول په دې فاني نړۍ کې مساپر يو. د مور نوم يې څه دی؟ خوا کې سړي ورته وويل: بختۍ. او وروسته يې د مړي د پيدايښت کال وليکه. د مړينې پوښتنه يې هم وکړه، وی وېل: ده کله خپل کلی پرېښی دی؟ 

 يو چا ورته وويل وړم کال. ملا وويل: بس نو د مړينې نيټه به يې هم له هماغې نېټې وکاږو. که خدای يې په هغه دونيا کې له خپلو اقاربو سره ليده کاته وکړي ځکه له کله نه يې چې کلی او چم گاونډ يې پرېښی دی. مړينه به يې هم له هماغه نېټې وشميرو. کېدای شي خدای د ده اروا د خپل کلي له مړو سره يوځای کړي او کېدای شي په هغې دونيا کې بيرته هلته ولاړ شي. بيا يې هماغه کال وکېښ او کوچنۍ ډبره يې زما سر ته کېښوده. داسې چې دې ډبرې هم زه لږ څه ځورولم او زما پر سر يې فشار راووړ. بيا يې غږ وکړ دوعاوکړئ چې خدای ېې وبښي !   

 بيا يې تختې په چټکۍ سره تېرې کړې . د تختو ترمينځ چاکونه يې په خټو پټ کړل. نا څاپه يو وار بيا تورتم شو. دا تورتم څو کاله د مخه هم ما ليدلی وو دا هماغه کال وو چې ما خپل کلی کور پرېښودلی وو. هغه مهال ما هم دا ډول تورتم احساس کاوه، خو کله کله به مې د رڼا څرک وليده . تيرايستونکی او غولونکی څرک لکه سراب داسې خو دا وار تورتم ټوله شاوخوا ونيوله . ان تر دې چې سپين کفن هم تور برېښېده. پاس د قبر پر سر دربهار شو. د بېلچو په لاستو يې د قبر پړندې خاورې هوارې کړې وی ټپولې او بيا يې د قبر پر مينځ شنه کبل کېښودل .

 ملا هم يوه لنډه سوره ولوسته او له هغه وروسته يې زما دکړو وړو په باب حاضرينو ته وينا وکړه. سملاسي يې ورسره دا خبره هم ورغبرگه کړه چې اوس به له دواړو خواو دې ارواښاد ته کړکۍ بيرته شي او هغه به د بلې دونيا له ډېرو شيانو سره اشنا شي.

 خو د ملا خبرې لا روانې وې چې يو بد شکله او د څوکړې ږيرې خاوند له کيڼ لورې د دېوال په کړکۍ کې را څرگند شو. وی ويل: ښه چارې! مېلمه لکه چې نوی راغلی يې ؟ ښه شو چې راغلې. دا کور درته د مخه جوړ وو، ولې دې ناوخته کړ. بايد لا د مخه راغلی وای. خو خير اوس دې هم نوی کور مبارک شه. ډېرې پېښې دې په مخ کې دي. ډېر څه به ووينې، له پېښې تېښته نشته .

اول خو ووېرېدم. خو د هغه په ځواب کې مې د منلو سر وخوځاوه.

هغه زياته کړه: ملا صيب ستا په سر پاس پر ځمکه ښه خبره وکړه وگړي (خلک) يوازې زيږي، يوازې ژوند کوي او يوازې مري . يوازې فکر کوي، يوازې انگيري او هر يو ايکې يوازې دی. نرۍ موسکا يې پر شونډو وگرځېده، مخ يې بل خوا ته واړاوه. پاس د قبر پر سر ملا همداسې په خبرو لگيا وو حا‎ضرين په خپلو مينځو کې يو له بله سره وپسېدل. د ملا له خبرو سره يې دومره مينه نه ښودله لکه چې همدا يې يو بل ته ويل: ملا صيب ولې نه بس کوي هسې بېځايه وخت اړوي.

 دا ټولې خبرې بېځايه دي. دا خبرې اوس د مړې په درد نه خوري. که هغه ښه سړی وو هم به ورته وښايی او که بد سړی وو، نو هم به خدای ورسره خپله لار وشړي. خو زه بيا يوازې شوم. يو ځل مې تکل وکړ چې پاڅم، غوښتل مې راپورته شم خو سر مې د قبر پر تخته ولگېده بېرته پرېوتم.

 زه يوازې وم په رښتينې دونيا وم. نور نه پوهېږم، خو دومره پوهېږم چې زه يوازې يم لکه نور چې يوازې دي. لکه هر يو چې يوازې دی، خو دا نه مني چې يوازې دی. خو زه ځکه د يوازېوالي وايم چې زه اوس پوهيږم چې يوازې يم.

٭٭٭     ٭٭٭     ٭٭٭

کله چې ماشوم وم. موږ ټول به په يوه چرگۍ راټول وو.  موږ ټولو به د پلار سترگو ته کتل چې هغه خوابدی نه وي. مور به مې د نغري بلې غاړې ته ناسته وه. ټول ورونه او خويندې به سره راټول وو. هغه وخت مو هېڅ دې ټکې ته پام نه وو چې هرڅوک به په خپله لاره درومې او هر يو به يوازې او گوښې وي. او کله چې په دېرو او يا د ژمي په ورځو کې پيتاوو ته ناست وو. ترونه، وروڼه، د تره زامن او ټول خپل خپلوان به سره راټول وو. همدغه راز د موروپلار خپلوانو، هم له موږ سره په ناسته کې يو لښکر جوړاوه. هېڅ مو دا فکر نه کاوه چې گواکې موږ يوازې يو. خو حقيقت دا وو چې موږ هر يو يوازې وو. نه دا سمه نه ده، دا چټيات دي هسې بابيزه خبرې دي. خو پر دې لا زموږ سر نه خلاصېده چې دا يوازېتوب دی. يوازېتوب دوزخ دی. دوزخ بل څه نه دي، په يوازېتوب کې سوزېدل دي، خو دا دی اوس هغوی ټول راځينې هېر شول . ټول پاتې شول، هرچا خپله لاره بيله کړه. څوک ورک شول، څوک سېلابونو يووړل. ځينې نور له توپانونو سره يوځای بوړبوکۍ شول اوڅه هم په تورتمو لارو کې ورک شول. لاره يې ورکه کړه له گړنگونو ولوېدل. په تورو تمونو کې ورک شول. ليوانو وخوړل،  تری تم شول او اوس دا دی زه هم د دې لارې پرديس او مساپر شوم. پر کلي د جنگ او تاړاک کلونه تېر شول. د گوليو او باروتو په دندوکار کې هرچا خپله لاره ورکه کړه. هېڅوک يو د بل په لټه کې نه شول. هېچا د يو بل پلټون کې هڅه ونه کړه. ټول او هر يو جلا جلا پر خپله لاره رهي شول او دا دی ما هم خپله لاره له نورو بيله کړه او دلته راورسېدم.

 اوس دا دی ايکې يوازې په دې نوي کور کې مېلمه يم. ملا هم د قبر له پاسه څادر څنډ وهي. دوستان او اشنايان مې هم چارۍ او بېلچې پر اوږو ږدي او شاه رااړوي. دوی ځي او روانېږي، يوازې مېرمن مې د پښو شناختو ته کښېنې او همدومره وايی. زه دې يوازې پرېښودم. ته ولې بې وخته يوازې ولاړې. تا خو وعده کړې وه چې ...

 ما خو درته ويلي ول چې زه يوازې مرم. يوازې، بيخې يوازې. همدومره مې ورته وويل: خو هغې پر قبر اوښکې تويولې او په خپلو اوښکو يې زما د قبر د نامه د غوټۍ کبل خړوبول. بيا مې ناڅاپه د قبر نمجن دېوال ته پام شو. يو بوډا سړی چې د شونټۍ دړه ورسره وه را ښکاره شو. پوښتنه يې وکړه. مېلمه دا ستا نوی کور دی؟

 بيا يې د خپل تپوس ځواب پخپله ووايه :

ــ نه نوی نه دی. او س زوړ دی. تا ته لا پخوا جوړ شوی وو. دا ستا پخوانی کور دی اخوا وگوره. ناڅاپي بيا يوه کړکۍ بيرته شوه. په يوې کړکۍ پسې بله او په بلې پسې بله. ورو ورو د کړکيو شمېر ډېرېده. هرې کړکۍ يوه جلا او نوې دونيا ښوده . په يوه کړکۍ کې جوتېدله چې :

هلته څو ماشومانو په وستل کې يو بوډا سړی  روان کړی وو  او په غاړه کې يې ورته څادر اچولی وو. وستل د کلي په مينځ کې غځېدکی وو. له دواړو خواو کورونو څخه نارينه ښځې او ماشومان په بليو را ښکاره شوي ول. نارينه وو چې خپل ځانونه د بليو تر څت پټ کړي ول يو يې هم تر سترگو نه راته . يوه ماشوم چېغه کړه .

جنگ  ته دی منصور روان      نه توپ او نه تفنگ لري

نه د تورې شرنگ لري              نه د زغرو پړک لري ...

بيا يې يوه وويل : دی قصاص ته بيايی ...

زه حيران شوم او ان د تن مړه وېښتان مې نېغ ودرېدل .

ده نو څه گناه کړېده ؟

ــ دی بايد اول پانسې (په دار) کړی شې بيا به وروسته په خپله گناه پوه شي. دلته رسم او دود بل ډول دی. هېچا ته د سزا له مخه هغه ته دگناه راز نه ويل کېږي، خو ده گناه کړې ده. گناهکار دی، دی يوازې دی. يوازې همدی په مرگ محکوم دی. هغه مرگ ته بيايی، حلالولو ته يې بيايی، قصاص ته يې بيا يې. رڼا په لاس کې بوډا بيا راته برندي وکتل:

ــ دا د وېرې خبرې نه دي. هغه انسان دی يوازې انسان دی. انسان ته دوزخ د انسان په تن کې جوړ دی ځکه خو هغه د بل بار په اوږو کړی دی. هغه د بل د اعمالو محکوم دی. يوازې انسان په مرگ محکوم دی. هغه قصاص ته بيايی، قصاص ته او په بيا بيا مې دې شعر په غوږو کې انگازې وکړې.

جنگ ته دی منصور روان      نه توپ او نه تفنگ لري  

نه د زغرو پړک لري            او نه د تورې شرنگ

 دا شعر ورو ورو په ټول وستل کې پلنېده. په بليو ټولو ماشومانو او ښځو هم زمزمه کاوه، چوپتيا لاسبرې وه. پاس اسمان نه وو، ستوري هم نه ول، هېڅ شی نه وو. عدل نه وو. هېڅ شی نه وو. دا بل نظام وو. يوازې جنگ ته دی منصور روان  - نه توپ او نه تفنگ لري زمزمه اورېدل کيده. په ټول وستل کې هره کړکۍ او هره لاره همدې زمزمې نيولې وه ...

 هغه راته پېژندوی سړی برېښېده. پر هغه پسې يو بل تن او په بل پسې بل... . هر يو يوازې پر لار روان وو. يوه تن وويل نور هم په لار کې دي، لاره اوږده ده . ډېر کسان وروسته راروان دي. موږ لږ د مخه راغلو. موږ هغوی ته تم نه شو ځکه چې د هرچا لاره بيله وه. هرچا خپله چاره لټوله . موږ هم سر په سيوري کړ او دلته راغلو.

 وړاندې يو بل سړی را څرگند شو. لاسونه يې بونډي ول . پښې يې هم پرې شوې وې. په ځمکه ښوېيده. په وينو کې رغړېده. هغه هم قصای شوی وو. د ده لاسونه پښې، سترگې او د بدن ټول غړې قصاص شوي ول .

 هغه وويل: دا لړۍ ډيره اوږده ده. چينگ داړي چې له کيڼې کړکۍ خپل سر را ښکاره کړی وو بيا راغی. را نږدې شو، وی ويل: جوپه دې وليده! دې هر يو يو څوک لرل، خو هېڅوک يې نه درلودل. دوی يوازې ول يوازې نړی ته راغلي ول. ته يوازې يې او هر څوک يوازې دی، خو دا خبره ولې د چا عقل نه مني؟ دا ځکه چې منل ورته سخت دي.  

هلته وړاندې وستل لوی او خورو-وور کلی، لوی او زوړ ښار، هلته يوه نړۍ يوه دونيا چې له ژويو او وگړو څخه ډکه وه. ټول يو مخ د قصاص لپاره روان ول . ټول په مرگ محکوم ول . ټولو د همدې يعنې مرگ لپاره شپې سبا کړې وې . ټوله يوه عجيبه او نااشنا منظره وه. تر کومه ځايه چې سترگو کار کاوه او ذهن يې په دې قانع کاوه چې دا ژوند يو منظر دی. د ژوند يو انځور دی . د يو عبث او بې مانا هڅې يو تصوير ... .  

بيا په سوچونو کې ډوب شوم. ياد ته مې راغله چې يوه ورځ مې کله چې د نغري پر چرگۍ دا خبره وکړه چې زه يوازې يم، زه له موره يو تن زېږېدلې يم، يو وار زېږېدلې يم. يوازې په خپلو کاليو کې راپورته شوی يم. په خپل نامه را لوی شوې يم. ما چې دا خبرې وکړې، نو ټولو زما پر دلايلو وخندل اووی ويل: ته څنگه ځانته يوازې وايی؟ مشر زوی مې وويل: پلار لکه چې خوب ويني؟ منځوي زوی مې را ټوپ کړ، ولې زه دې په پام کې نه راځم ؟ او بل زوی مې اوږې وارتولې لکه چې پلار مې سودايي شوی دی؟

 هغوی دا خبرې نه منلې. اوس به يي هم نه مني ځکه چې هغوی ته يې منل سخت دي او يا خو په دې اړوند د فکر کولو وس نه لري . حال دا چې هم دا د ژوند واقعيت دی چې زه يوازې وم او اوس مړ يم. لا پخوا مړ وم يا لکه چې ارواح مې دا څو کاله له هغو سره وه. نو د دې لپاره چې هغوی د يوازېوالي احساس ونه کړي. کېدای شي هغوی اوس هم دا ونه مني چې زه مړ يم . زه پوهېږم چې زه يوازې او مړ يم.

 زه لا په همدې چرتونو کې  ډوب وم چې ناڅاپه له ښۍ خوا کړکۍ څخه د لوړ قد سړی چې تيلي څراغ يې په لاس کې وو په هيبتي اواز راته وويل:

پام کوه چې په دې نړۍ کې دې کوم دوپه سړی تېر نه باسي. د هغې دونيا خبرې اوس تللې دي . ته يوازې نه يې. ما يې ځواب ورنه کړ: يوازې د هغه خبره مې واورېده. درنگ شېبه په درنو قدمونو لکه د رڼا په څېر ليرې شو. وروسته مې ورپسې وکتل، خو لکه د سيوري په څېر له ما ليرې شو. هغه پخپله يو سيوری وو که څه هم د سيوري لمن ورو ورو ورغونډېده، خو له غږيز انعکاس څخه يې همدا يو شی اورېدل کېده. يوازې يو شی ... خو پخوانی سړی د شونټۍ له رڼا سره بيا را مخامخ شو وی ويل:

دوی به ترڅو پورې خلک تېر باسي، ترڅو به دوی دامونه غوړوي او ترڅو به د خلکو په سترگو کې خاورې شيندي؟

 يو وار له ځانه سره په خبرو شوم هغه د شونټۍ والا لکه زما ځان له ما بهر ولاړ وو لکه زما ارواح چې زما په يوه اړخ کې ولاړه وي او له ما سره شخړه کوي. لکه زما خپل سيوری چې د لمر په رڼا کې ځان ورکوي. داسې چې تت ښکاره شي. رڼا هم د دې لپاره له ځانه سره گرځوي چې خپل جلاوالی وښايی .

 «ما درته د مخه ويلي ول چې ته يوازې يې، ته بل څوک نه لرې. خپله پخپله يي. په هېڅ نړۍ کې، نه په دې دونيا او نه په هغې کې. له تا نه څه نه پاتې کېږي، يوازې يو عذاب درسره پاتې کېږي. هغه عذاب چې ته ورسره مخامخ يې. هغه عذاب چې ته پرې محکوم يې چې بايد وی زغمې او وې گالې کوم چې ته يې وينې، تا وزغمل او يا ته يې زغمې. هغه عذاب او رنځ چې د شېبو په بوده او تنسته کې لکه د اوبو پوکاڼۍ، لکه د باد بربوړه کۍ لکه سيلۍ تير شو او تېرېږي، خو تلل (وزن) کولی يې نه شې چې څومره دروند وو ... . » 

خپلې خبرې اوږدوي وايی:  ايا ته اوس پوهېږې چې ته اوس چېرته يې ؟ ارومرو له ځانه سره ناخبره يې او داوسني ځای او محل په باب درته څه پته نشته . ته پر يو بې پتې او بې نښې ځای کې پروت يې . تا خپل هويت له لاسه ورکړی دی، داسې لکه د ځمکې پر سر چې دې نه درلود. دلته يې هم نه لرې . نو راځه همدلته پرېوځه او بس ځکه چې بې له هغې هم پر هېڅ بدل شوی يې. ته په داسې تله کې پروت يې چې يوې خوا ته د هېڅ وزن دی او بل خوا ته ته يې، هېڅ او هېڅ مساوي او يو برابر دړۍ .  

 خو زه لا په خپل نمجن قبر کې پروت وم چې ډېر خپل خپلوان، قوميان، همزولي او کليوال مې وراسته هډوکي وليدل. يو يو مې پوښتنې ته راتلل. په همداسې شېبو کې مې خپله اروا لکه خپسۍ سپېره رادننه شوه، ژبه يې بنده بنده کېده ... . ويل يې اوس کوروکلي ته ارامي وه. ستا خيرات يې کړی وو. د جمعې شپه يې کړې وه، ډېر کليوال دې د اوسېدو په کور کې راټول شوي ول.

 ټولو دوعاوې درته کولې، خو نوره ژړا او انگولا پای ته رسېدلې وه. اوس ارامه ارامي وه. پلار دې هم د راغليو سره ستا لاس نيوه (فاتحه) اخېستله. نېکه دې هم غلی ناست وو، د نېکه نېکه دې هم په يوه کونج کې پروت وو، امسا يې دېوال ته ولاړه وه. دوعاوې يې درته کولې، ستا فاتحه يې اخېستله. بوډۍ مور دې هم درته جنتونه غوښتل. ستا ټول تېر نېکونه او مشران ستا د دوعا په ټغر ناست ول. هغوی همدومره وويل: «هغه دې خدای وبښي. ښه سړی وو.» د تللو لاره حق ده اوس د تل لپاره ولاړ.

 هغوی ټول کتار ناست ول او ټولو ستا د کړو وړو يادونه کوله. د وروستي ځل لپاره يې ستا ياد کاوه. ټولې ارواوې هلته پنډې وې. زه هم هلته د هغوی په مينځ کې تېرېدم را تېرېدم . زه يې نه ليدم، خو دومره يې ويل:

هغه يوازې دې نړۍ ته راغلې وو. يوازې لاړ . يوازې ...  

 د يوازې غږ همداسې له ټول کلي کوره پورته وو . دلته په هديره کې هم پورته وو. او دننه په قبر خو د يوازېوالي نښه ده. همدا غږ له هرې خوا غوږ ته راته ان زما له تنه . د قبر له ديوالونو. په بهر چم او گاونډ کې په دننه اوږده وستل کې په لارو کې. له هغه اوږده کتار نه، له هغه ماشومانو نه، له هغو قصاص شويو وگړو نه. له مانه، زما له کفن څخه او له هغه کوچنۍ ډبرې چې ملا پرې په گوته ليک کړی وو او زما سرته يې اېښې وه. پاس اسمان او لاندې ځمکه کې همدا يو اواز د يوازېتوب بيا بيا په ورو ورو زما اروا د هغه سيورې په څېر د لمر له وړانگو سره چې د کړکۍ د هېندارو له لارې را ننوتې وه يوځای شو او يوازې يې د يوازېتوب کړاو ته پرېښودم .  

هغه لکه زما ساه او زما ځان دا کيسه يې په بيا بيا زما په ذهن کې را ژوندۍ کړه. د خپل برخليک د ويلو ټينگار يې وکړ. زه يې هماغه ډول يوازې پرېښودم. زما له څنگه ناڅاپي تری تم شو.

 همدومره يې وويل: نور زه او ته هم سره جلا يو. خوب يوازې خوب نه وي، بلکې د انسان د وجود نيمه برخه وي. د واقعيتونو انعکاس وي. همدا يې وويل:  بيا مې نه شې ليدلای زه درنه لاړم د خدای پامان.

لندن، ۲۰ جون  ۲۰۰۴ 

 

 زما تـــــربـــــور

 

اکبر کرگر

 زه تاسو ته د خپل تربره په باب کيسه کوم. زما تربور زما د کړاوونو، اندېښنو٬ خوښيو٬ اوخوشاليو جوگه دی. دی څه بل شان موجود دی. که رښتيا راباندې واياست دا ځکه عجيب مخلوق دی چې هېڅ راڅخه نه بيلېږي. هېڅ مې يوازې خپلو سوچونو ته نه پرېږدي. تاسې ته دې مالومه وي چې دی زما خپلوان شريک نه دی او نه خو د وچکالۍ په موسم کې راسره په اوبو لگولو شخړه کوي. دی يوازې راسره په حضر (کور) کې ملگری نه وي، بلکې په سفر کې هم راسره جوخت روان وي، نو ځکه خو اوس اړ يم چې د خپل تربره په باب درته د خپل زړه راز دروسپړم.

هره ورځ چې د لوی سړک له تمځای څخه د اوسېدو د کوټې په لور راستنېږم، نو د بوټو او لښتو په مينځ کې قدم رااخلم .کله چې باران اورېدلی وي او يا د سهار پرخه په بوټو پرته وي، نو زما د څنگل په لگېدو سم د واره په بوټو او پاڼو پرتې اوبه په ځمکه پرېوځي . ناڅاپه مې گنده او خوسا پلاستيکونه ټوټې کاغذونه او د مږو سوري تر سترگو شي چې زموږ د کور په مخکې يې بيل کلي جوړ کړي دي چې د کوترو په څېر پکې مږې هم غومبر وهي.  

خو کله چې د کور خيرنې دروازې ته راورسېږم، نو د عادت له مخې مې ان په جيب کې د کور د دروازې کونجي لا له مخه په نښه کړي وي لکه چې اوس زما د گوتو رگونه او ريښې د دې بويناک کور د دروازې کونجي هم پېژني او له نورو ډېرو کونجيگانو يې بيلوي.  

د دروازې په بيرته کېدو سره دپ او خوسا بوي چې د پخلنځي له هره کونجه راپورته کيږي تر سپږمو کېږي. د پخلنځي او د دهليز بدبوي چې د خوسا پيازو د پخو خوراکونو د خوسا شويو هگيو د بوي سره يوځای شوی دی د سړي پزه او دماغ سيزي. چټل دهليز چې که له يوې خوا تور زندان رايادوي چې لمر به مې په ورځو ورځو کې پکې نه ليده او د انتظار اوږدې شېبې يې بس ډېرې اوږدې سختې او د زغم وړ نه وې، نو له بلې خوا زموږ د کلا د مخامخ وړاندې د گرد پټي په کونج کې بوساړه رايادوي.

خو دا بايد ووايم چې هغه بوساړه ډېره ښه وه ځکه دا مهال هغه ما ته د يادونو او خاطرو او د زلميتوب د رنگينو خاطرو جوگه ده ځکه هلته دا ډول بد بوي نه وو. سره له دې چې هلته هم موږکانو گزمه کوله، خو بيا هم ماته د رنگينو خاطرو او يادونو محل وو. او چې کله مې د هماغه کوچنيتوب مهال او د بوساړې تصوير ته د ذهن کړکۍ بيرته شي، نو سم د واره مې د هماغه تنکي زلميتوب وختونه  چې تازه (نوې) مې شونډه توره شوې وه راياد شي. هغه مهال به چې کله زموږ د ګاونډي لور د بوسو په راوړلو پسې د بوساړې په لور رهي شوه، نو ما به هم ورو خپلې دوه پښې د خپل هوس پسې راښکلې او د هغي پسې به زه هم د بوساړې په مخ کې شين شوی وم او چې پر ما به يې سترگې ولگېدې، نو سم د واره به يې شيطاني خندا وکړه او په ټوکه به يې راته وويل:

نوليه بيا دې رامنډه کړه. ما به ورته له واره ځواب ورکړ ما خو دې لاره څارله.  ښه شو چې د يو کال غوندې شپه سبا شوه، خو هغې به په وېره او نيولي ځواب وويل :   

ته خو نارينه يې ستا بوڅی بوڅی کېدل به ما رسواکړي. بيا به دواړه بوساړې ته سره ننوتو٬ ډېر بوس به مو په پنډ کې سره يوځای کړل او بيا به مې په بې توله زور سره د هغې سر ته ورپورته کړل . زما د لاس په لگېدو به يې توندي وکړه او په منت به يې وويل لکه چې زما د سر او مخ توپير نه شې کولی او بيا به له بوساړې نه د گردچاپېر په څارلو ووته. 

ښه مې په ياد دي او ما ته د دې ياد تکرار هماغومره خوندور دی چې په تصور (سوچ) کې هم نه راځي. يوه شپه د څوارلسم د سپوږمۍ رڼا پلنه وه. دېرې او هوجرې له مېلمنو ډکې وې چې زه ورسره د کلا په يوه اوچت بام غاړه غړۍ شوم او لکه ترهېدلې مرغۍ زما په غېږ کې راپرېوته. 

خو زه چې اوس په همدې چرتونو کې د کوټې دروازې ته ودرېږم او د کالج د مهال وېش پاڼه ووينم. د دروازې په بېرته کېدو سره مې سم دم سترگې د ليک په پاکټ نښتې وي چې کېدای شي کوم نوی احوال رارسېدلی وي، خو هر وخت داسې نه وي ډېره لږه پېښيږي چی پوسته دې کورته راشي.  

ان زما له راتگ نه ډېره موده تېره شوې وه چې زړه مې نه کاوه چی د کوټې خړه او خيرنه پرده ليرې کړم . زما په ذهن يوه نااشنا وېره ناسته وه. داسې وېره چې فکر مې کاوه چې له بهر نه ټول خلک ماته گوري او په لوی سړک د تېرېدونکو موټرو غرهار مې خوري . خو دا وېره له دې ځايه نه، بلکې له ډېر پخوا زما په ذهن او روان ناسته وه. خو زه له دې ناخبره وم چې کله د دې ځای خلک خپلی کوټی ته ورننوځي، نو ټول اغوستي کالي ليرې وغورځوي او په کوټه کې ازاد او بې غلو غشه گرځي، خو زه بيا هم شرمېدلم د خپل ټټر له ويښتو له خپل لوڅ ځان او خاص ډول له هغه چا شرمېدلم چې هر وخت راته د پيره دار په څېر پر سر ولاړ وي او کله ناکله پر سر خرپ هم راکوي . 

خبره د همدې موجود ده دابه تاسې وپيژنئ. دا زما تربور دی چې په نورو ځايو کی خو څه چی ان په کيسه کی هم راسره دی. ده ته زه تربور وايم دا تربور تربور دی. تربور وژل کېږي هم نه اوپردی کېږي هم نه. بس نو د يوه داسې موجود په څېر له سړي سره وي چې تر څو ژوندی وي، نو تربور هم ورته پر سر ولاړ وي.  

خو زما تربور هم زما په څېر يو شی دی. د هغه عمر له مانه کم دی، خو له ماسره يوځای خو له ما نه لږ وروسته را پيداشوی دی. او چې کله مې ښی او کين لاس پېژندلی دی، نو له هماغه شېبي يې شونټۍ راپسې را اخېستې ده او ځوروي مې او زما د ښو او بدو جاج اخلي. خو زه ترې هم د ژوند په ښو او بدو پوه نه شوم. 

خو اوس به د خپل تربور خبره همدلته پرېږدم. د خپلې کوټې نکل به درته رادمخه کړم. کوټه هم د دې کور يوه خونه ده. د دې کور په څېر يوه خونه، خو هرڅه پکې شته. که څوک ورته زموږ د کلي د صايب روز کوټنۍ ووايی هم کمه نه ده. خو توپير يې په دې کې دی چې هلته غواگانې هم لنگېدلې او د دونيا شيان به پکې پراته ول. هره کارروايي پکې جاري وه، خو دلته غواگانې نشته او نه هم داسې کورنۍ شته چې درې نسله دې پکې يوځای واوسي يعنې پلار زوی او لمسی. خو په دې کوټه کې يوازې زه يم او رښتيا يا تاسې به وپوښتۍ چې صايب روز يې لاڅه دي ؟ 

صايب روز زموږ د کلي يو کليوال بزگر وو. ما ته به مې پلار ويلې چې هغه ستا تربور دی . زه هغه وخت د تربور په مانا نه پوهېدلم. زموږ له کلا پورې وړاندې يې کوټه وه، خو هغه يوازې په هغه کوټه کې نه اوسېده، بلکې زوی او د هغه کهول هم ورسره وو او په يوه کوټه کې به يې سره بيش باقو کاوه. وروسته يې لمسی هم په هماغه کوټه کې رالوی شو. اوس چې په هرځای کې وي ښاد اواباد دې وي. هغه په لاپو کې وتلی سړی وو. که چېرې د لاپو په سيالۍ کې ورگډ شوی وای، نو هېچا ترې نه شوه وړای . هغه هم زموږ تربور وو، خو زه د هغه په باب خبرې د دې لپاره نه کوم چې خپله درنه او د هغه سپکه ووايم، بلکې زه د خپل تربور نه سر ټکوم. خو بيا هم له تاسو دې پټه نه وي چې زما کوټه د صايب روز له کوټې توپير لري .  

يوه ورځ يي يو ملگري همېشه گل چې خوله يې هر وخت له خندا ډکه وه او چې هرځل يې ووينم ما ته خپل تربور يعنې د اورگاډي په تمځای کې شېردل خان رايادوي چې په دې څو کالو کې چې تر لندنه رارسېدلی دی. اوس د گلونو په زرگونه ډوله پېژني او همېشه گل خو پرېږده چې د شېردل خان د هرې غونچې په باب يو داستان لري. او په دومره خوند يې کيسه کوي چې د هزارو يکشب کيسې ورته هېڅ دي . همېشه گل د خپل تربره د هنرمندۍ ډېره په زړه پورې يادونه کوي او په ارواپوهنه کې د هغه مهارت ستايي. 

يوه ورځ يې کيسه کوله چې يوه ورځ مې د هغه په هټۍ ورپېښه وکړه . شېردل خان د وروتو ځای ته ورنږدې شو په داسې حال کې چې د گلو غنچه يې په لاس کې وه تيارسۍ ولاړ وو ما وپلټه . هغه وويل ته غلی کښېنه اوس د ايم پي صايب د راتگ وخت دی. هغه په خپل کار کې ډېر ښه مهارت پيداکړی دی. د هغه د کابل کيسې هم ډېرې په زړه پورې دي. همېشه گل ويل چې که هر نوی امر به راغی که تر دوه ورځو به نوموړی له کاره لرې شوی نه وو، نو د نوي امر په ليدو به بيا شېردل خان ته چا نه شوای ويلی چې پر مخ دې څو سترگې دي؟  

خو کله چې به  همېشه گل زما کوټې ته راننوت، نو د شېردل خان گلان به يې هېر شول .ارومرو چې زه يې هم پکې د شمندروز ليوني په څېر ميندلی وم. همېشه گل په راننوتو سره سم د واره زما د کوټې په جوړولو پيل وکړ. وی ويل: يو وخت چې زه سرباز (سرتېری) وم زما خورد ظابط صاحب ماته د بسترې د جوړولو ډېر ښه چل راښوولی وو. او بيا يې په کنايې (اشارې) سره وويل: کاشکې ستا دا کتابونه په خپلو مينځو کې سره په اتفاق وايی. او بيا يې زياته کړه: څومره به ښه وايې چې که په يوځای کې راټول وای او په خپلو کې يې يو سيمينار جوړ کړی وای .

ماورته وويل که سيمينار يې جوړ کړی وای نو څه پرېکړه به يې کړی وای؟ همېشه گل وويل: ارومرو چې پرېکړه به يې کړی وای چې ټول مال دې په غنيمت يووړل شي او بيا يې زما د لوبې وسيلې ته هم پام شو. په خندا يې وويل: نام خدا دا کوټه نه ده موزيم دی، کتابتون هم دی. د بدمنتون ميدان او لوی پخلنځی هم دی .  

خو ما د هغه ټولو خبرو ته په خندا سر خوځاوه، خو د شکر ځای په دې کې دی چې هغه لاخبر نه وو چې د دې کور انگړ او شاوخوا د ډېرو څربو مږو کلي هم دي. ډول ډول کوترې٬ مرغان٬ چينجي او نور گڼ حشرات او مېږي هم راځي. او پروسږکال چې شنو مچيو ځاله جوړه کړې وه، زما گاونډۍ سوسن جانه يې په شونډو وچيچله، لکه چې د مچى هم زما په څېر د هغې سرې شونډې خوښېدلې. خو زما گاونډی ياسين خان چې اوس هم د هغې د سرو شونډو او لوڅو پنډيو په ياد راپورته شي، نو د خولې يې اوبه په وښکو راشي.  

ياسين خان د خدای عجيب مخلوق دی. دی زما په خوا کوټه کې اوسي فکر کېږي چې په دې دوو کالو کې نوموړي په خپله کوټه کې جارو نه ده وهلې. ټوله کوټه يې له پلاستيکونو او ټوټو څخه ډکه ده . له دروازې څخه د وېده کېدو تر تخت پورې يوه نرۍ لاره ورغلې ده چې که قدمونه په غور وانه خېستل شي، نو ارومرو له نورو شيانو سره د تماس سبب کېږي. کله چې له هغه د اصل ونسب پوښتنه وشي ژر د برېتش پاسپورت له جيبه راباسي، خو د خپل هېواد نوم چاته نه اخلي. دی هم عجيب مخلوق دی هره ورځ مازيگر تر لسو بوتلو پورې بير پر سر رااړوي . په کور کې په يوه نيکر کې گرځي. موږ ټول ورته درناوی کوو. ځکه چې هغه د دې فارم مشر دی د کوترو، چينجيو او مږو د فارم. له تاسو دې پټه نه وي چې زموږ د انگړ ټولې مږې له ده نه ډيرې خوشاله دي. نوموړی په دې باور دی چې يوه حشره هم بايد مړه نه شي ځکه چې هغه د خالق مخلوق دی اوواک يی يوازې له هماغه سره دی. خو دا له موږه پټوي چې ووايی زه خالق د دې حشراتو د لارښوونې لپاره گومارلی يم او د دوې ساتنه او لار ښوونه زما دنده ده . نوموړی د شپې تر ناوخته موږ خوب ته نه پرېږدي، خو کله چې د ورځې له خوا زموږ د کور په خواکې گاونډۍ مِس (آغلې/پېغلې) ماگې په بلۍ سر ورښکاره کړي، نو د هغې سپی ورته وغاپي، نودی پرې غږ وکړي:

ــ مس ماگې زما تربور (سپی )څنگه دی ؟ هو از مای کازن ؟

هغې ورته د خپل سپي د روغتيا ډاډ ورکړ، خوده ورزياته کړه:

د کاکا زويه کله به مېلې ته ځو ؟

خو له تاسو دې پټه نه وي چې د دې دوه تربرونو ترمينځ هم ښه رقابت ليدل کيږي. د دې دوو تره زامنو ترمينځ هم تربگني شته چي زما او زما د تربور او د هميشه گل او شېردل خان ترمينځ تربگني يې گرد هم نه ده . ځکه چې د مس (آغلې/پېغلې) ماگې سره د ده تربور لکه چې کله کله د ده په اعمالو او نشه يي توکو په استعمال (څکونه) په قهر وي او پر ده انتقاد کوي او په غپا کې ورته وايی:

تا زموږ قوم وشرماوه. ارو مرو به ورته وايی چې زموږ غور نېکه چې زما او ستا د پلرونو نيکه وو. په ټول ملک کې يې يو نوم درلود، د دروندوالي او د اهليت نوم،  نو ځکه خو ټول انگرېزان د هغه د ښه سلوک پر بنسټ د مهاجرو په نسبت د سپو ډېر درناوی کوي او ته چې ډېر بدگوزاره يې، نو له تا يې لکۍ هم غوڅه کړه او دوه پښي يې هم. او لکه څنگه چې د انگرېزانو پردي او غنمرنگه پوټکي لرونکي بد ايسي، نو ته يې هم داسې وگرځولې چې نه خو دې لکۍ شته او نه دې په شاه وړۍ او بيا ورزياتوي :

وگوره او له ما يې زده کړه. وگوره چې زما او د نورو سپو څومره قدر دی. په هر پلورنځي کې زموږ د خوراک لپاره بېل ځايونه دي. بيل ډاکتران دي او ان د خوب ځايونه مو پاک وي. خو ته اوس جزايي شوی يې، نو ځکه خو دې له موږ توپير کړی دی چي نه د زوی خوښ يې او نه د پلار، نه د مېرمنې او نه د ورور. زموږ اسلافو (پخوانيو) هېچا ته خوله نه اچوله څوک يې نه ځورول، خو ته لکه د کابل د زمانخان کلا د کوڅو سپي د هر چا پايڅې ته خوله اچوي او په اخير کې ورته وايی:

زه هېڅکله د بې لاري سړي سره چې نور بنيادمان ترې په تنگ وي مېلې ته نه ځم. ان په لاره به درسره لاړ نه شم. زه اړ يم چې نور تربوران راټول کړم او تا له خپلې تربگنۍ وباسم.

ارو مرو چې ياسين خان به ورته  وايی چې:

بد خُلقي رښتيا چې ښه کار نه دی. زه هېڅ بدگوزاره نه يم، بلکې دا د بزنس (سوداگرۍ) دونيا ده او نن خو انگرېزانو ټوله دونيا په بزنس (سوداگرۍ) ايله کړې ده او ورزياتوي چې:

(( بزنس از بزنس  کف اف ټي از کف اف ټي )) او بيا ورته په پای کې دليل راوړي چې زما د انگړ څربې مږې خوارې مه بوله دا به ارومرو زما په کار شي. گوره شنې مچۍ مې څنگه په کار شوې. سوسن جانې خو ماته د سرو شونډو شربت نه راکاوه. زما په امر يې وچيچله او له شونډو يې ورته نغاره جوړه کړه . داسې بايد دا نور ادمزاد (خلک) هم زما په قدر وپوهېږي او له دې کوره بايد ورک شي.  

خو لنډه دا چې زما د گاونډي او د هغه د کاکا د زوی کيسه ډېره اوږده ده. د دوی ورځنی ديالوگ (خبرې اترې) نه خلاصېږي. هره اونۍ دوه درې واره يو بل ته غاپي. دی د هغه په ژبه پوهېږي او هغه د ده په ژبه.

خو له تاسو دې پټه نه وي چې ما هم يو د تره زوی درلود، خو دا فکر ونه کړئ چې گواکې زما تربور هم زما د تره زوی دی. کوم تربور چې زه يادوم هغه زما د تره زوی نه دی چی په جنگونو کې رالوی شو. او د سهار چای به يی هم د پلار له ښېرو سره څښه. هغه شپون وو او ټول عمر يې په شپنۍ کې تير شوی وو. ښه مې په ياد دي چې کله به د چا څربه مېږه د هغه په رمه کې ورگډه شوه، نوبيا به يې له واره ترې سر غوڅ کړی وو او لړمون به يې ورته اومه خوړلی وو. هغه په همداسې شان رالوی شوی وو او چې کله د کور وور او اولاد خاوند شو، نو بيا يې د خپلې مېرمنې سره اوقات (خُلق) دومره تريخ شو چې ښځه يې اړه شوه چې سرپوښ ټوپک راواخلي او په وېدو يې پر مغزو وولي.  

خو زما تربور کوم چې زما اصلي هدف دی او له هغه سر ټکوم له دې ټولو لالچي دی . دی له ما نه لږ وروسته، خو له ماسره يوځای پيداشوی دی، خو اوس پر ما راج چلوي. دی پر هرڅه او هرځای کې له ماسره وي او يو کار هم د هغه له اجازې پرته نه شم کولي. دی په بېلابېلو څېروکې رابرسېره کېږي. په خوب کې، په وېښه کې، په لاره کې، په ناسته کې لکه زما د وجود سيوري. دا سيوری ان د وريځو په ورځو کې هم د سيوري په څېر له ماسره غبرگ روان وي. خو کله چې خپلې خوسا او گندې کوټې ته ورننوځم زما په ځورولو او چېړلو پيل وکړي. هېڅ مې خپلو رنگينو يادونو ته نه پرېږدي او چې کله په کټ کې ستوني ستاغ څملم لا زيات زما په چېړلو او ځورولو پيل وکړي. هغه د کلا د مخې يادونه د زلميتوب مينه، د دنگې کلا پر بام د سپوږمى شپه په ټول کرښه راکاږي. سم له واره مې بيل بيل اوازونه تر غوږو شي. د مينې اواز، د ژړا اواز، د قهر او د غوسې اواز او د هغو په اورېدو مې ستونی راوپړسېږي په قهرجن غږ راته ووايی:

ــ بيا دې څه مور مړه ده چې ستونی دې راډک شو، ولې او څه ته ژاړې ؟

ور ته وايم:

زه نه ژاړم. خپه هم نه يم، خو حق لرم چې د خپلو يادونو، سوچونو او خيالونو سره يوه شېبه راز ونياز وکړم. دمه جوړه کړم. بيا راته په جگ اواز وايی ښه نو ستونی دې ولې پړسېدلی او ډډ شوی دی؟

خو زه خوله راجوړه کړم چې ځواب ورکړم ورو مې د دروازې اواز تر غوږو شي. د يوه ماشوم اواز اورم په ورو اواز راته وايی:

 نو پلارجانه ته څنگه يې؟ ناروغه خوبه نه يې؟ په ځان دې پام کوه سپورټ (ورزش) کوه او د سرک په مينځ کې مه تېرېږه چې موټر دې ونه وهي.

زه ورته څه نه شم ويلی. خو خپل همزولي خو له ځانه کشر ته په ډډ اواز وايم دا زما ستونی نه، بلکې زما د يادونو او ارمانونو خوبونو او خيالونو جونگړه ده. کله کله چې هغه ډډ شي، نو بيا د اوبو په څېر لاره کوي .

خو زما تربور ما ته بيا هم ټينگار کوي وايی چې:

 دا خبرې هېڅ ارزښت نه لري.

 ورته وايم :

عجيبه خبره کوې. زه څنگه خپله هستي هېره کړم؟ خپل تن او ځان هېر کړم. او بيا ورته په تلوار سره وايم زما ډک ستونی زما نمجنې سترگې اوس زما د يادونو او خيالونو سرچينه ده، نه غواړم دغه چينه وچه شي. په همدي ډول مې خپلې خبرې په بيا بيا په ذهن کې انگازې کوي. په وار وار خپلې خبرې اورم هغه نه شم هېرولی. 

په همدې ترڅ کې چې د خپل تربره سره په شخړه يم. ناڅاپه د ماشومانو شور او زوږ اورم. ژړا٬ خندا، ټوکې او ټکالې پر يوبل بې مانا او مهمل نومونه اېښودل او د يو بل پېښې کول اورم. خو زما تربور چې کله ما وويني چې زه له يو بل کشمکش سره مخامخ يم، نو بيا مې ستونی راوپړسېږي . هغه د دې ټول حالت جاج اخلي. ورو څادر راکاږي، اوږې ته يې کړي او له برېښنا جوړ سيوری د ځان پسې راکاږي.  زما  له کوټې نه د کړکۍ له لارې ووځي. او چې کله مې سم د واره د هغه وتو، بيرون سرک  تړلې دروازې، گډې وډې کوټې ته پام شي، نو وينم چې يوازې په خپل ځای کې غځېدلی پروت او هېڅوک نه وي.

 

لندن،   ۷_۸_۲۰۰۰ 

  ســــــــپكاوی

 

اکبر کرگر

 

د يكه (يله) زار له غږ وروسته سندرغاړي د فضل په نوم خپله مشهوره  سندره پيل كړه . خلك سم د واره چوپ او غلي شول.  ماشومانو او ځلمو هم خپلې خبرې چپ كړې، خو يو سړی په چابكۍ د دېرې  له بر سر كټ څخه راپاڅېد او د سندرغاړي په غوږ كې څه وپسېد. بېرته په چابكۍ په خپل ځای كې كښېناست.

مجلس او ټنگ ټكور سم له دې پسېدو سره د واره خپله غاړه بدله كړه. بيا چا د فضل نوم وانه خېست. راپاڅيدلی سړی په خپل ځای چوپ او غلی كښېناست. ټولو خلكو هغه ته كتل د هغه څيرې ته يې كتل. هغه همداسې په خپل ځان كې ننوته، وركېده او نوره له هغه سره هم د خبرو متره نه وه. سندرغاړی هم ژر په خپل ځای كښېناست او نور ورسره د چا خبره چې د درېدو وس  نه وو.

 خدای خبر چې له كټه پاڅيدلي سړي هغه ته په غوږ كې څه ويلي ول. ارومرو چې د گواښ خبره وه. زيات كليوال لا د مخه په دې راز پوهېدل. خو له لېرې ځايونو څخه راغلي خلك په دې راز نه پوهېدل٬ نو ځكه خو مېلمانه او د لېرې ځايونو سيل كوونكي اوتر اوتر ښكارېدل. په ټولو كټونو كې ناستو كسانو يوه بل ته خولې نږدې كړې او گونگوسي پيدا شول .

 د كلي تواچي د چوپ كېدو غږ وكړ. د يوه زاړه استاد هنرمند نه يې غوښتنه وكړه چې يوه چاربيته ووايي. هغه د چاربيتې پرځای د يا ټيك ستا په جبين دې نظم  پيل كړ. ټنگ ټكور د مست او ياغي سيند پر سر په يوه لويه او پراخه دېره كې بيا رونق ونيوه.

 مجلس او سازونو  د كونړ د پشه كال د مهال د مست  سيند پر سر په لويه او پراخه دېره كې روان وو. د كښته او پورته درو څخه زيات خلك ورته راټول شوي ول. ډير خلك ورته راغلي ول. لاندې د دېرى په لمن کې د كونړ مست سيند چې د چا خبره د پشه كال په موسم كې خونكاری كېږي او له خولې ځگونه باسي. د تورې شپې په زړه كې لكه تور ښامار په سينه ښوېيده. څپو يې مستې غرغړې كولې. دېره د لالټينونو او گيسونو رڼاگانو سپين پړك اړولې وه. د سيند د سر يخ باد به كله هم په دېره راخپور شو او د سندرغاړي له سندرو سره به يې يوځای د ارمونې په پردو كې سر تاو كړ. خو د سيند په اوږده تراړه كې د شپو لامبوزن ټل والا به له ورايه چې لالټينونه به يې د شونټۍ د رڼاگانو په څېر په لاسونو كې نيولي ول د سيند پر ټټر به د دېرې له څنگه تېرېدل.

 خو دېخوا د پشه كال گرمۍ د ټنگ ټكور او سندرو اوازونو هرڅه  چوپ كړي ول. په دېره كې د كټونو ډېر اوږود كتار جوړ وو. دوه كتاره يو بل ته  مخامخ جوړ ول . دېخوا او اخوا رنگارنگ كټونه پراته ول .كټونه  د كلي له هر كور نه راوړل شوي ول. د ځېنو پياړمې كلكې وې، خو ځينې يې ځولۍ شوي ول او چې څوك به پكې كښېناست، نو سمدم به  په ځمكه لگېده. يوازې لويانو د كټ د كښېناستوحق لاره. ماشومان په خاورو كې رغړېدل او يا به د ټغر په پيڅكه او يا به هم په پړندو خارو كې پښې ابلې ناست ول.

 خو كله چې به دواده د خاوند د كوم خپلوان  يا كومې كورنۍ پسه او يا د حلالولو لپاره  څاوري د واده لپاره راووست او دېرې ته به رانژدې شول، نو د ټوپكو او تومانچو اوازونو به درزهار جوړ كړ. ښاېسته ډېرې ډزې به يې وكړې. ښه مې په ياد دي چې ډېر كسان په دا ډول ډزو كې وژل شوي او ټپيان شوي ول، خو د واده په سندرو كې د دغه وژل شويو كسانو خو چا هډو نوم هم نه اخېست، بلكې يوازې د ادم خان دُرخانۍ٬ ليلا مجنون ٬ رابيا او فتح خان او اوس  دا دی د فضل او ښاپېرۍ نوم هم د مينانو په لوی قطار ور زيات شو، خو په دې ساز سندرو كې د نور هېچا په نوم بنديز نه وو ٬ يوازې او يوازې د فضل په نوم بنديز وو چې دا مهال يې د سندرغاړي په ستوني كې وچ كړ.

٭٭٭     ٭٭٭     ٭٭٭

دومره مې په ياد دي چې د لومړني ښوونځي په دويم يا درېيم ټولگي كې وم.  لغمانی استاد زموږ بد قاره ښوونكى وو . موږ ټول ترې ويرېدلو  هغه مهال موږ په كومه كوټه يا ټولگي كې درس نه لوست، بلكې د شنه اسمان په ورځ به د لوې برجورې كلا په مينځ كې چې د حكومتې رباط په نوم يادېده په لويه چوتره كې ناست وو. څو ټولگي به خوا په خوا ناست ول .د ماشومانو له هر ټولگي نه به د شاتو د مچيو  په څېرد سبق بنگاري اورېدل كېدل . له هر ټولگي به يو موزون اواز راپورته كېده، خو څوك به نه پوهېدل چې څوك څه وايی.

 زموږ ښوونكی لغمانی استاد به زموږ د ټولگي په مخ كې په غوړېدلي څادر ناست وو . د حاضرۍ او ترقي تعليم كتابونه به يې په مخ كې ايښي ول. او د هغو د پاسه به يې يوه لنډه خو ډبله د توت لښته هم ايښې وه . كله چې به استاد غږ وكړ، نو اول به مو د هغه تورو سترگيو او بيا به مو د توت پرېړې خو لنډې لښتې ته وكتل، نو ويره به مو په اندامونو خوره شوه.

 كله چې به كوم شاگرد په سبق كې بند پاتې شو او يا به يې سبق  ښه نه وو زده كړی، نو لايق شاگرد ته به يې امر وكړ چې هغه تنبل په  لښته په لاسونو ووهي . زه هم په دغه لښته څو وارې وهل شوی يم . داسې نه چې درس مې نه وو زده، بلكې د ښوونكي امر به مې ښه نه شو ترسره كولی او تنبل (لټ) شاگرد به مې ښه نه شو وهلی . په كرار او ورو گوزارونه به د دې سبب شول چې لغمانی استاد به په قهر شو  راپا به څېده او د وهلو د ښوولو په بهانه (پلمه) به يې ماته لښته ونيوه او بيا به يې راته وويل لاس ونيسه ما به لاس ونيوه . د لاس په نيولو به هغه څو خرپه تير كړل. زه به لولپه شوم او بيابه يې راته وويل داسې وهل كوه.

 دا هلته او هغه مهال يوه معموله كيسه وه، د همغه رباط يا لوی كلا عادت وو. د رباط ديوالونو، ونو٬ پاس چوترې او د كلا په مينځ كې د لښتيو روانو اوبو هم دا كيسه كوله. د وهلو او سېزلو كيسه به يې كوله ځكه چې دا د حكومت مركز وو.  كله چې به چا په كلي كې لږ شان وران كار وكړ او د كلې د ملك سره به يې ښه راشه درشه نه درلوده٬ يا به يې د حكومت خريدارۍ او بېگار ته غاړه نه اېښوده، نو هغه به د سپاهيانو په زور همدې كلا ته راوستل كېده او د امنيه ساده ظابط گي او علاقه دار به مجرم كس په سپاهيانو تاړه او داسې به يې واهه چې بيا به يې د چا خبره ښوروا هم نه تېرېده، نو زموږ ښوونځی هم په داسې يوه لويه جابره او ظالمه كلا كې جوړ شوی وو. هلته چې وهل او ټكول دود وو. موږ هملته سبق ويلو. لغماني استاد به په ډير خوند درس راكاوه.

٭٭٭     ٭٭٭     ٭٭٭

يوه ورځ ټكنده غرمه وه. دحمل (وري) مياشت نيمايي ته ورغلې وه. ونې ښې سمسورې شوې وې. اينځر ونې خو بيخي ډيرې گڼې شوې وې. هوا توده شوې وه چې موږ د رباط په مينځ كې د تل په څېر كتار ودريدو. سرښوونكي د تل په څېر خپل نصيحتونه وكړل. په لمانځه اوداسه، عبادت، لويانو ته په درناوي٬ د سپو په جنگ نه اچولو٬ د ډبرو په نه گوزارولو يې ټينگار  وكړ  او له خبرو ورسته يې هر ټولگي موذون قدم پرېښودلو. د هر ټولگي  لين (کتار) به تر لوی دروازې چې لس متره دنگه (لوړه) او پنځه متره سوروره (پلنه) وه نه وېجاړېده. دروازه ډېره دنگه جوړه شوې وه. پر سر يې يوه لويه سراچه وه چې هلته به په ژمي كې د سيمې علاقه دار كښېناستلو. موږ چې به له دغه دروازې ووتلو، نو ځان به مو ازاد احساسولو، خو يوه  ورځ په دروازه كې څه بل شان گڼه گوڼه جوړه شوه.  زموږ ټولگی د دروازې خوا ته ورنږدې شوی وو.

 هلته ليرې د علاقه دار د ميز نه لس متره ليرې يو سړی په وينو سره چاكو سره ولاړ وو  او په يوه ساه يې چيغې وهلې. سپين تازي سپی هم له سړي سره ولاړ وو. ژبه يې څو لويشتې راويستلې وه. هغه سپين تازي د اوږدې لكۍ او اوږدو غوږونو سپی هم په وينو تك سور وو. سړي په يوه ساه  چيغې وهلې. سپی به يې په پښو كې توغليده. ژړل به يې او بيا به يې يو ناڅاپه په هغو مچانو چې په سر او تن يې راټول شوي ول غپ لگاوه (غپ کړل)

 سړي لنډه بونډه ونه درلوده. په وينو سور د علاقه دار مخكې ولاړ وو، سترگې يې سرې راوتلې وې. همدا يې ويل هغه ما وژلی دی بل څوك مجرم نه دی. ما غزا وكړه اوس مې چانواري (چارماري) كړئ . بل څوك مه نيسۍ. دا چيغې په يوه ساه ويل كېدلې. د ښونځي ټول شاگردان ورته د سيل لپاره ولاړ ول لكه چې يو بل ښوونځی او يو بل درس پيل شوی وي . د دې كلي د ژوندانه درس وى، زموږ د كلي د ژوندانه  بله مدرسه.

 علاقه دار په وينو سور زلمى زغم٬ ته راوباله. د ننوتلو يې  ورته وويل. د كښېناستلو يې ورته وويل، خو زلمی لكه چې په سترگو يې سره پرده راغلې وي. همدا يوه كلمه په خوله اخېستله له چېغو سره به تازي سپي هم د هغه په پښو كې وكړونچېده او بيا به يې د ځان په مچانو غپ كړل. اوږده قوله به يې وويسته او په پښو كې به ورته وتوغلېده. خو په وينو سور سړی لكه سركاوته (سرکاوتن)٬ لكه ليونی، لكه جنون اخېستی، بېخوده انسان په سترگو نور څه نه ليدل. د چا خبره په سترگو يې د وينو پرده غوړېدلې وه او له ځانه يې د بنيادم د مستو وينو بوي خاته.

 فضل د كوز كلي د يوه ډير بېوزلي نايي زوی وو، چې كرۍ ورځ به يی د خلكو په مزدورۍ كې تيروله. هغه په كلي كې د چا خبره چې نه د سر سيوری او نه هم په اسمان كې ستوری درلود. د كلي يوه مالداره سړي ورته يو كوټه وركړې وه چې هغه پكې شپې ورځې سبا كړي. د فضل پلار گلو په يوه سترگه ړوند وو. د چا خبره چې ورمېږ يې هډوكي نه درلودل. د سهار د لمر څرك سره به يې بكس څنگ ته وو او د كليوالو هر ډول خدمت ته به يې ملا تړلې وه. لالها نده ژوند يې درلود. په كلي كې يې پوله پټی نه وو.

 گلو چې به د كلي نور هلكان وليدل، نو په زړه كې به يې د خپل زوی لپاره ارمانونو غزونې وكړې. هغه به ډېر ځله فضل دې ته هڅاوه چې ښوونځي ته ولاړ شي . ليك لوست زده كړي، سبق ووايي او بيا به يې سره له دې چې په خپل كسب او كار شكرونه ويستل، خو د كلي د نورو مالدارو خلكو په ليدو به يې ځان ډير كوچنی او سپک سپانده  احساس كاوه . خو هېڅكله يې دا خبره په خوله نه راوړله، بلكې هر څه يې د تقدير كار باله.

خو فضل هېڅ پلار ته نه پاتې كيده. هغه نه يوازې په ونه جگ نری او ښكلى زلمى وو٬ له رنگه سپين وو، نريو بريتو يې د مخ په كاسه كې زيب كاوه. په خوي او كركتر كې هم ياغي او د پلار په څېر مطيع (منونکی) او ايل نه وو چې لږ رابوتكی شو، نو په درېيم ټولگي كې يې ښوونځی پرېښود. هسې خو هم د خپلو ملگرو نه ډېر مشر وو. د هلكانو او همزولو سره به په لوبو٬ ډبرو غورځولو او نورو مستيو سرمستيو مشغول وو. ورو ورو يې د سندرو سره مينه پيدا شوه. د هغه په اواز كې خاص جادو يې اثر پروت وو چې كله به د غره په تړه يا بر او كوز كڅ  كې د يكه زار غږ شو، نو ټولو كليوالو د فضل اواز له لېرې  پېژانده. دې كارونو هغه نور هم وهڅولو چې سندرې ووايي، نو چې كله به په كومه دېره او يا هوجره كې چا بنډار جوړ كړ، نو فضل به ارومرو چې د دغه مجلس نقل وو، دی به ارومرو حاضر وو. بې له فضله خو بنډار تش وو او چې ټنگ ټكور به پيل شو، نو د هغه د يكه زار غږ ته خو به د كلي نجونې د هوجرې دروازې ته پنډې شوې وې، د فضل د خواږه اواز د اورېدو لپاره به يې  خپله ساه هم بنده كړې وه .

 ښاپېرۍ همدې اواز «درخانۍ» كړې وه . هغه لا د دولس ديارلسو كالو وه چې د فضل په خواږه غږ لېونی وه. هغې هم په كلي كې د ښكلا  ثاني او مثال نه درلود. د مور يوازېنۍ نازولې لور وه، خو هغه لا د بده قسمته ان په كوچنيوالي كې د خپل ترور د زوی په  نوم شوې وه. د هغې د ترور زوی چې په كلي كې د ډېرو شتو او هستۍ خاوند وو. د دېرې او هوجرې خاوند وو. د پټو او كڅونو خاوند وو. د قلبو  خاوند وو، خو د چا خبره چې په دې هر څه يې د ښاپېرۍ څه ؟ هغه د مينې لېواله وه. مينه چې ړنده وي په نورو هم د ړندو گومان كوي. مينه چې عقل نه پيژني، مينه چې هېڅ نه ويني يوازې مينه ويني. يوازې بله  نړۍ٬ داحساس عاطفي دونيا، نو ځكه خو د ښاپېرۍ مينه د كلي د يو ډېر غريب نايي له زوی د فضل سره د كلې د ټول دود او رواج خلاف كار وو. هغه نايي وو، خو ښاپېرۍ ته پادشاه (پاچا) وو. د هغه مينه ورته د شهزاده وه. مينه له خوار نايي څخه شهزاده جوړوي. مينه چې له غريب نه خانزاده جوړوي، نو ځكه خو فضل د ښاپېرۍ لپاره د كلي پادشاه وو. هغې ټوله دونيا د فضل په سترگو كې ليدله او فضل هم دا شان. نوځكه خو كله چې به ښاپېرۍ د كلي مخ كې ويالې ته ووتله٬ نو تر هغې به د ښاپېرۍ منگی نه ډكېده چې فضل به په سپينو كاليو کې  د كلي د مخه نه و تېر شوی .

 د ښاپيرۍ او فضل مينې اوازو انگازو ټول كلی پر سر اخېستی وو. د هر چا د خولې او د ژبې سر ول. دواړو ښه ځواني درلوده. دواړه د يوه كلي په تنگو كوڅو كې تېروبېر كېدل او دواړو....

 خو ښاپېرۍ د خپل ترور زوی نه  پوره كركه   لرله. نه يې د ترور د زوی په پټو او قلبو فكر كاوه او نه يې د هوجرو او دېرو او د كلي د خانۍ او ملكۍ خيال ساته، خو د فضل او ښاپيرۍ مينه همداسې په ظالمانه او بېرحمه چاپېريال كې وده وكړه. پخوالي ته ورسېده، دواړه يې لوی كړل، دواړه يې مشهور او د كليوالو د ژبې سر كړل. خو مينه توپان شوه سيلۍ شوه٬ سېلاب شوه او دواړه يې د نيزه وړو په څېر د كونړ په خونكاره سيند لاهو كړل.

٭٭٭     ٭٭٭     ٭٭٭

خو دا د پسرلي  ورځ څه بل شان ورځ وه. د فضل پلار سهار د وخته د ملا اذان مهال له كوره ووت. فضل هم څاښت او تنكۍ غرمه له كوره ووت. د تل په څېر د كوزې كڅۍ ځمكو ته لاړ. غنم خيد شوي ول. د پټو پولې يو گز ببرې ولاړې وې. ښاپېرۍ هلته كښته په كوز پټي كې واښه كول. كله به پورته شوه او كله به هم كښته شوه. فضل د ښاپېرۍ پټي ته ورنږدې شو، خو ناڅاپه په فضل د چاكوگانو باران جوړ شو. ناڅاپه دوه تنو هغه راوپرزاوه. په  تازي سپي يې وداړه .كالي يې ورته په ځان كې ريښه ريښه كړل او په دې ډول يې د شنو غنمو او ببرو واښو د پسرلي د شړندې او ډكې ويالې له پاسه ساه وركړه. د تل لپاره د خپلې  مينې او عشق سره له دې دونيا ولاړ. قاتل په منډه د خپل تازي سپي سره ځان حكومت ته ورساوه. كالي يې په وينو سره ول، چيغې يې وهلې۔ تازي سپي يې هم اوږده غوږونه كښته ځوړند كړې ول. سپي د هغه په پښو كې چنگل او د هغه په شاه باندې په پرتو وينو راټول شويو مچانو به يې غپ كړل. بيا به يې وكوړنچل اوږده قوله به يې وويسته او بيا به يې وسينگل، خو قاتل خپله خبره كوله د يوه سركاوته او ليوني په څېر.

 د حكومت عسكر رادمخه شول . د ښوونځي هلكانو ته يې د تللو لاس وخوځاوه . ټول يې په زوره ليرې كړل. قاتل يې د اوږدو تنبو دننه كړ. بيا يې هلته بويناكې كوټې ته بووت، زولنې يې ورواچولې. پښې او لاسونه يې وتړل او د فضل په وينو د سرو كاليو سره د خپل تازي سپي سره په خپلو چرتونو كې ولاړ.

٭٭٭     ٭٭٭     ٭٭٭

سندرغاړی چې  په رېږدېدلي اواز په ځمكه ناست وو داسې مالوميده چې د سر وېښته يې نېغ ولاړ وي ۔ هغوی چې سندرغاړى پېژانده د هغو د سرونو او تنونو وېښته هم نېغ ولاړ ول ۔ ناستو خلکو ټولو هغه ته کتل. د سندرغاړي پر مخ مړې اوښکې راماتې وى ۔ ژړا يې نه کوله لکه چې د تازي سپي او په وينو د ککړو جامو سړى يې بيا مخې ته ولاړ وي. دا وار بيا هغه پېښه ورته تکرار شوي وي لکه چې ورور يې همدا نن وژل شوی وي. د سندرغاړي په سترگو کې هم دا مهال اوښکې را ټوکيدلې وې. ټوله شاوخوا يې وينه شوې وه. لاندې سيند هم سور لکه د وينو سيند داسې درواخله. پاس خلک، کټونه هم په وينو سره برېښيدل او د څراغونو رڼا هم په وينو بليدله. ځکه چې ډېر کلونه يې د ورور له مرگه وروسته ډېر کلونه يې يو وار بيا د هغه د قاتل له خولې په غوږ کې اورېدلي ول چې:

ما لس كاله زندان د فضل په وژلو تېر كړ. نوی له زندانه راغلی يم اوس ته زما په ټپ مالگې دوړوې. غواړې چې تا هم د ورور پسې واستوم او بيا هلته لاړ شم. د هغه نوم اخېستل زما سپكاوی دی .

 

لندن، ۲۵ دسمبر  ۲۰۰۵